د آلمان د بهرنيو چارو وزارت نمايندګيو يو شمیر اروپايي ښارونو ته د غيرضروري سياحتي سفرونه د نه تلو څخه خبرداری ورکړی. په دغو ښارونو کې د بيلګې په توګه د چک جمهوريت پراګ او د سويس هيواد جنيوا او فاود ښارونه. د فرانسې او کروشيا هيوادونو ځينې علاقې هم ښودل شوي دي.
انځور: picture-alliance/Zoonar/B. Hoyen
۱۶۰ هيوادونو ته د نه سفر خبرداری
د آلمان حکومت د نړۍ شاوخوا ۱۶۰ هیوادونو ته سپتمبر تر ۳۰مې د سفر کولو خبرداری ورکړی. دا هغه هيوادونو دي چې د اروپايي اتحاديې او د شينګن سيمې غړي نه دي. د اکتوبر له لومړۍ وروسته به يو بل جلا طرزالعمل اجرا شي.
د استراليا بندرونه به د دسامبر مياشتې تر ۱۷ مې پورې تړلې پاتې وي. خو د استراليا حکومت ويلي چې داخلي سفرونه به د دغه هيواد د اوسیدونکو له پاره ډير ژر جواز وګرځول شي.
انځور: SeaLink Travel Group
هسپانيا
آلمان د هسپانيا کناري ټاپو هم به کرونا ويروس درولودونکو سيمو کې ورزیات کړ. دا په دې مانا ده چې دې سره اوس ټوله هسپانيا له آلمان څخه تلونکو مساپرو له پاره د کرونا ویروس د لوړ خطر درلودونکی هیواد دی.
انځور: AFP/D. Martin
نیویارک
خو په نيويارک کې بر خلاف د سپتمبر په دوهمه د «ايج» (Edge) برج بيرته د سيلانيانو پر مخ پرانستل شو. دغه ښيښه يي برج ۳۳۵ متر لوړ او سل پوړه دی. دا په مارچ میاشت کې تر افتتاح څو ورځې وروسته د کرونا ويروس له امله بيرته وتړل شو.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Horsten
فرانسه
د آلمان حکومت د اګست په ۲۴مه د کرونا ويروس له امله د فرانسې تر ټولو پراخې مديترانه يې سيمه ته د سفر څخه خبرداری ورکړی. د آلمان د رابرت کوخ انستيتوت چې د کرونا بحران تعقیبوي، د فرانسې د کوت آزور په ګډون د یو شمير سيمې د خطر سيمې گڼلې وې.
انځور: picture-alliance/Xinhua/S. Haouzi
د کروز لومړنی سفر
د اګست په ۱۶مه لومړنۍ مدیترانه یي کروز کښتۍ خپل سفر پيل کړ. خو د ۶۰۰۰ کسانو پر ځای، د ۲۵۰۰ مساپرو سره. د ريوال په نوم يو شرکت هغه وخت ويلي چې تر سپتمبر پورې به بله مديترانه يي کروز کښتۍ اماده نه کړي.
نيپال د کرونا د نه اطمينان سربيره د ايوريست څوکه د مني موسم غره ختنې په موخه د علاقمندانو پر مخ پرانستله. دغه هيماليايي هيواد په مارچ میاشت کې دلته د سيلانيانو د موسم پر وخت خپل بندرونه وتړل.
انځور: Vittus Länger
د ايفل برج
فرانسې د جولای له ۱۵مې د پاریس ښار ايفل برج بیرته د سيلانيانو پر مخ پرانیست. په انځور کې سيلانیان د دغه برج په تر ټولو لوړه څوکه کې ليدل کيږي.
انځور: picture-alliance/abaca/E. Blondet
ايتاليا
د روم ښار تر ټولو مشهور توريستي ځای کلووسوم او د واټيکان موزيم د جون مياشتي له لومړۍ نيټې بيرته د خلکو پر مخ پرانستل شول. خو دا يوازې د ځايي اوسیدونکو له پاره. د بهرنيو توريستانو له پاره ویل شوي وو چې د جون مياشتې تر ۳مې دې منتظر وي.
انځور: picture-alliance/ROPI/L. Bianco
يونان
په يونان کې حکومت د می میاشتې له ۲۵مې خپل توريستي ټاپوګان د توريستانو پر مخ بیرته پرانیستل.البته یوازې د کورنيو توریستانو له پاره چې د بهرنيو له پاره لا هغه وخت تصميم نه وو نیول شوی.
انځور: Dimitris Koutoulas
آلمان
مکلندبورګ-فور پوميرن د آلمان لومړنی ایالت وو چې خپل توریستي ځایونه یې د می میاشتې له ۲۵مې د سيلانيانو پر مخ بیرته پرانیستل.
انځور: picture-alliance/Zoonar/G. Kirsch
بارسیلونا، هسپانيا
د آلمان حکومت د هسپانيا ډيرې برخې چې د سفرونو او چکر له پاره ډيرې په زړه پورې دي، د کرونا ويروس له اړخه له خطره ډکې اعلان کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Oesterle
د اکتوبر جشن
د آلمان بایرن ايالت د اپريل مياشتې په ۲۱مه اعلان وکړ چې سږکال د اکتوبرفیست یا د اکتوبر جشن د کرونا وبا له امله نه لمانځل کيږي. په دغه فیستوال کې هر کال شاوخوا ۶ میليون کسان ګډون کوي.