کله چي پوليسو د ډېويډ فلر د کور تلاښي وکړه نو ورته څرګنده شوه چي هغه په مرده خانو کي پر مړو د جنسي تېري ويډيوګاني هم ثبت کړي دي. هغه په ۱۹۸۹ کال په دواړو ځايونو کي د برقي په توګه کار کاوه.
د فلر پر ضد دغه شواهد له ۲۰۰۸ کال څخه ول. دا هغه وخت ؤ چي ديجيتل انځور اخيستنه د عامېدو په حال کي وه. خو پوليس په دې نظر دي چي د فلر د ټولو جرمونو احاطه کول ښايي هيڅکله ممکنه نه وي.
د هغه وخت د بريتانيې د روغتيا وزير ساجد جاويد د فلر جرمونه «زښت زيات خواښينوونکيِ» ياد کړي ول او ژمنه يې کړې وه چي د دې لپاره به قاطع اقدامات کيږي چي بيا داسي څه ونشي.
هغه وخت د بريتانيې حکومت د بې طرفو له خوا د دغې قضيې د تحقيق اعلان کړی ؤ چي معلوم کړل شي چي د ډېويډ فلر دغه جرايم تر دومره زيات وخت پوري ولي پټ ول.
آ. (اې اېف پي)/ا.ا./ن.ص.
کومو ښځينه ستورو پر واينستين د جنسي زهيرونې تور لګولی؟ ـ انځوريز البوم
د اوسکار فلمي جايزه ګټونکې گوئینت پالترو وايي چي د اېما فلمونو د شرکت له پاره د غوراوي يوې سيالۍ ته د واينستين له خوا دعوت کړله سوه. هغه تور لګوي چي د ملاقات پر وخت يې پر هغې لاس واچاوه او ورته ويې ويل: «څوک بايد اوس د مساج لپاره د خوب خوني ته ولاړ سي.» پالترو وايي چي دا هغه وخت ؤ چي دا لا ماشومه وه او د دغې خبري په اورېدو يې سخت ټکان وخوړ.
انځور: Getty Images/F. Harrison
انجلينا جولي
انجلينا جولي د نيويارک ټايمز سره په يوه مرکه کي وويل: «ما په خپل پيغلتوب کي د هاروي واينستين سره د کار کولو پر وخت خرابې خاطرې ودرلودلې. په پايله کي يې ما پرېکړه وکړه چي نور د واينستين سره کار ونکړم. ما نورې (ممثليني) هم خبرداره کړې.»
مادله او ممثله کارا دلوین پر ټويټر ليکلي: «د يوې غونډي وروسته هغه زه پاته کړم چي راسره خبري وکړي. نور ټول ولاړل. کله چي صرف موږ دوه یوازي ؤ نو يې راته وويل چي د څومره زيات شمېر ښځينه ايکټرانو سره بيده سوی دی او دا چي هغوی څنګه بریالۍ او مشهوري ايکټراني سوې.»
انځور: Wilson/Getty Images
ليا سيدو
فرانسوۍ ممثله ليا سيدو په بريتانوۍ ورځپاڼه ګاردين کي ليکلي: «کله چي موږ په کاوچ کي په خبرو بوخت ؤ، هغه ځان پر ما راواچاوه او کوښښ يې وکړ چي ما ښکل کړي. ما په ډېر زور سره هغه له ځان څخه ليري کړ او له کوټې ووتم.»
انځور: Tsuji/Getty Images
آزیا آرجنتو
ايتالوۍ ممثلي او فلمي دايريکتري آزيا آرجنتو هم د هاروي واينستين سره ګډ کار کړی دی. د هغې په وينا واينستين پر هغې جنسي تېری وکړ.
انځور: picture alliance / landov
ګڼ شمېر نوري دوسيې او تورونه
ګڼ شمېر نورو مېرمنو لکه سوفي ديکس، روژانا ارکته، ميرا سوروينو، جوی بروک، امبرا بتيلانا، روملا ګارايي، کاترين کايندل، روږ مایکاګاوان، لورن سيوان، دون داوين، ليزا کامبل او تامي آن رابرتز هم په واينستين د جنسي زورزياتي تورونه لګولي دي.