بریتانیا: پولیسو د چړې له برید وروسته دوه شکمن کسان نیولي
۱۴۰۴ آبان ۱۱, یکشنبه
د بریتانیا د پولیسو په اعلامیه کې راغلي دي چې «د کمبریج شایر د پولیسو ادارې وسله وال مامورین اورګاډي ته ننوتلي او په دې ارتباط یې دوه کسان نیولي او دغه کسان اوس د پولیسو په توقیف کې دي.»
د بریتانیې چارواکو اعلان کړی دی چې لس ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي چې له دې ډلې د ۹ کسانو وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
یو بل کس هم په دې برید کې ټپی شوی، خو وضعیت یې د اندېښنې وړ نه دی. تر اوسه پورې د دې پيښې اړوند د هیڅ کوم کس د مړینې رپوټ نه دی ورکړل شوی.
د چارواکو غبرګون څنګه و؟
پولیسو دغه پيښه یوه «لویه حادثه» بللې ده او زیاته کړې یې ده چې له ترهګرۍ سره د مبارزې واحد په تحقیقاتو کې د همکارۍ په حال کې دی، څو د دې برید بشپړ جزویات او احتمالي انګیزه روښانه شي.
د بریتانیې د ترانسپورت پولیسو مشر کریس کیسي دغه پيښه «ټکان ورکوونکې» بللې او له ټپیانو او د هغوي له کورنۍ سره یې خواخوګي څرګنده کړې ده.
نوموړي زیاته کړې ده: «مونږ د دې پيښې د جزویاتو د روښانه کولو له پاره د بیړنیو تحقیقاتو د ترسره کولو په حال کې یو او شاید ډیر وخت ونیسي چې مونږ لا زیات معلومات وړاندې کړو. په لومړي پړاو کې د دې پيښې د دلایلو په اړه څه ویل مناسب نه دي.»
د بریتانیې لومړی وزیر: دغه پيښه «ویروونکې» ده
د بریتانیې لومړي وزیر کییر سټارمر په ایکس شبکه کې دغه پيښه ډیر انديښمنونکې بللې ده او له زیانمنو شوو سره یې همدردي څرګنده کړې ده. نوموړي همدارنګه د بیړنیو خدماتو له ادارې څخه د دوی د چټک غبرګون له کبله مننه کړې ده.
د بریتانیې د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي چې د چاقو په وسیله د برید خبر اوریدو ډیره اغیزمنه کړې ده او له زیانمنو شوو کسانو سره یې غمرازي څرګنده کړې ده.
نوموړې له خلکو څخه غوښتي دي چې د تحقیقاتو په لومړي پړاو کې دې د ګمان په اساس څرګندونو څخه ډډه وکړي.
چارواکو تر اوسه پورې د شکمنو نیول شوو کسانو د هویت او احتمالي انګیزې په اړه معلومات نه دي وړاندې کړي.
مسافرو ته د اورګاډي د شرکت خبرداری
هغه اورګاډی چې د شنبې په مازیګر( ۶:۲۵ ) یې له دونکاستر څخه د لندن کینګز کراس تمځای پر لور حرکت کړی و، د چړې یا چاقو په وسیله د یوه برید شاهد و چې د څو کسانو د ټپي کیدو سبب شو.
د «لندن تورث ایسترن» د اورګاډي شرکت چې د انګلستان په ختیځ مسیر کې د مسافرو د لیږد را لیږد تر ټولو ډیر خدمات وړاندې کوي، په ایکس شبکه کې په یوه پيغام کې لیکلي دي چې په خپل ټول مسیر کې له پراخو اختلالاتو سره مخامخ شوی دی.
په دې پيغام کې راغلي دي: «زمونږ سپارښتنه دا ده چې سفر مه کوئ. د امکان په صورت کې خپل سفر وځنډوئ.»
د بریتانیا د ختیځ مسیر په بریتانیا کې د اورګاډي یو له تر ټولو د ګڼې ګوڼې مسیر دی چې پلازمېنه لندن له لویو ښارونو لکه یورک، نیوکاسل او ادینبرو سره نښلوي.