1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

پخواني پوځيان: همکارانو مو په افغانستان کي بنديان وژلي دي

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس، پي ای ميديا
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۳, سه‌شنبه

د بي بي سي شبکې په حواله د بريتانيا د ځانګړي ځواک پخواني پوځيان په دې اړه غږيدلي چې څرنګه یې «رواني ناروغو همکارانو» په افغانستان او عراق کې بې وسلې ملکيان وژلي دي. دې پوځيانو ادعا کړې ده چې ماشومان هم وژل شوي دي.

آرشيف انځور: په افغانستان کې يو بريتانوي عسکر
نړيوال قوانين پوځيان د جنګي بنديانو او بې وسلې ملکيانو له وژلو منع کوي.انځور: AP

د بريتانيا د «يو کې اس اف» پخواني غړي د بي بي سي د پانوراما خپرونه کې په افغانستان کې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳م کلونو ترمنځ موده کې د احتمالي جنګي جرمونو په اړه د هر ارخیزو عامه پلټنو په چوکاټ کې د وژنو په اړه غږيدلي دي.

د دې ځانګړي ځواک ځيني غړي په دې اړه غږيدلي دي چې څرنګه یې همکارانو په عراق او افغانستان کې داسې توقيف شوي بې وسلې کسان وژلي دي چې هغه ويده ول.

له دوی څخه یې يوه پوځي زياته کړې ده چې په دې کې يو ځوان هلک هم شامل وو چې په داسې حال کې په ډزو وويشل شو چې لاسونه یې تړلي ول. نوموړی وايي چې دغه تورن کس په «ښکاره يو ماشوم وو چې سن یې تر هغه ډېر کم وو چې جګړه وکړي.»

اړونده موضوع: بريتانيا په افغانستان کې د غير قانوني وژنو د تورونو په اړه پلټنې کوي

د پخواني لومړي وزير لارډ کيمرون، يوه وياند وويل چې د هغه د حکومت په دوره کې د نوموړي پر ضد راپورته شوي دا تورونه د «هغه له نظره» د ناټو له ځواکونو او نه په ځانګړي توګه د «يو کې اس اف» سره اړيکه پيدا کوي.

د بي بي سي له خوا ويل شوي هغو څو کسانو چې هغه وخت یې د لارډ کيميرون، او د افغانستان د هغه وخت د ولسمشر حامد کرزي، ترمنځ په ترسره شويو ليدنو کتنو کې ګډون درلود، ويلي دي چې «حامد کرزي، په دومداره توګه په مسلسل ډول دا مسئله يادوله.»

خو د کيمرون، يوه وياند وويل چې «هر هغه وړاندیز چې ګڼي هغه [کيمیرون] د جدي جنايتونو د تورونو په پټولو کې لاس درلود بې معنا ده.»

«د لاس تړلو په ‌‌ډزو ویشتل»

بنديان به هغه کسان ول چې د ځانګړو ځواکونو د پلټنو د علمياتو په ترڅ کې تسليميدل او اکثره وخت به یې لاسونو ته ولچکې اچول کيدلې.

نړيوال قوانين پوځيان د جنګي بنديانو او بې وسلې ملکيانو له وژلو منع کوي.

د دې ادعا شويو جرمونو موده تر يوې لسیزې ډېرې ياده شوې يعني له هغو دريو کلونو اوږده چې د يوه بريتانوي قضايي پلاوي په مشرۍ یې په اړه پلټنې ترسره کيږي.

اړونده موضوع: افغانستان کې وژنې؛ استراليا له عسکرو مډالونه واخيستل

د «اس اې اس» يا ځانګړي هوايي خدماتو يوه پخواني عسکر ادعا وکړه چې په توقيف ځای کې د خلکو وژنه «ورځنۍ چاره» ګرځېدلې وه.

ادعا کيږي چې عسکرو «د يو چا تلاشي کوله، لاسونه به ورتړل، تر دې د مخه چې پلاستيکي لاس بند یې پړې کړي، فېر به پرې کاوه او يوه توفانچه به یې له جسدونو سره ايښووله.

په لومړي ځل د بريتانيا د شاهي سمندري ځواک ځانګړې قطعې «اس بي اس» غړي هم په دې قضيه کې دخيل بلل شوي دي.

افغان کورنۍ «يوکی اس اف» د ملکيانو د وژنې په يوه «کمپاين» تورنوي دا چې د دفاع وزارت لوړپوړي چارواکي او پرسونل «د مناسبو پلټنو د مخنيوي په لټه کې دي.»انځور: picture alliance / dpa

يوه پخواني پوځي چې په «اس بي اس» کې یې دنده ترسره کړې وه، بي بي سي ته وويل چې عسکرو «وحشيانه» عمل کړی دی.

هغه زياته کړې: «ما وليدل چې څرنګه خاموشه هلکانو د يوه رواني ناروغ نښې نښانې خپلولې.» هغه زياتوي: «دوی ځانونه له قانونه لوړ او له تعرضه مصون احساسول.»

د بريتانیا د دفاع وزارت بي بي سي ته ويلي دي چې دوی «د روانو پلټنو ملاتړ ته بشپړه ژمنتيا لري او غږ یې کړی دی چې د اړوندو معلوماتو لرونکي بايد رامخکې شي.»

د وزارت له خوا ويل شوي چې «د پلټنو په ترڅ کې د بررسي شويو ادعاو په اړه د وزارت له خوا د تبصرې کول مناسب نه دي.

اړونده موضوع: پر بريتانوي ځواکونو د افغانانو د وژلو تور په اړه پلټني پيل شوې

يوه کس چې له «اس ای اس» سره یې دنده ترسره کړې، ويلي دي چې د ځینو له پاره وژنه په «روږديتوب اوښتې وه » او ځینې یې دې «احساس نشه کول.»

هغه وايي: «د ځینو عملياتو په ترڅ کې عسکر مېلمستون يا ورته ودانيو ته تلل او هلته یې خلک وژل.»

دی وایي: «دوی به هلته داخليدل او هر څوک چې هلته ويده ول، ويشتل به یې. په خوب کې د خلکو وژل د توجيې وړ نه ده.»

د عيني شاهدانو د څرګندونو په حواله د يرغلګرو ځواکونو ځوان عسکرو ته به احتمالاً لارښوونه کیدله چې نارينه بنديان ووژني. لوړ رتبه چارواکو به په دې ترڅ کې داسې ويل چې «دی به له موږ سره بیرته اډې ته نه ستنيږي» او يا «دا اطمنان ترلاسه کړئ چې دغه بندي له نخښې خطا نه شي.»

افغان کورنۍ «يوکی اس اف» د ملکيانو د وژنې په يوه «کمپاين» تورنوي دا چې د دفاع وزارت لوړپوړي چارواکي او پرسونل «د مناسبو پلټنو د مخنيوي په لټه کې دي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب