پوځي قطعات په سوزیدلو سړکونه روان دي، توغندي جنګي الوتکې را نسکوروي، ډرونونه ټانکونه په نښه کوي. دا ټول ډراماتیکې صحنې په ظاهره کې د جګړې د کوم میدان اصل منظر ښکاره کوي، خو دا د ویډیوګیمونو هغه کلیپونه دي چې د جګړې پورې اړوند د جعلي خبرونو د خپریدو سبب کیږي.
د جنګي موضوع لرونکې ویډیویې لوبه Arma 3 د دې له پاره چې تاسې ته اصل معلوم شي معمولاً پر خپل سکرین «بریکینګ نیوز» یا بیړني خبرونه په ژوندۍ بڼه ښکاره کوي او له همدې امله له دې ګیمونو څخه یو شمیر اخیستل شوي کلیپونه په ټولنیزو رسنیو کې د جنګي خبرونو سره یوځای کارول کیږي. پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته په تیرو څو میاشتو کې څو څو ځله داسې ډیر شمیر کلیپونه پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي دي.
د کمپيوتري لوبو صنعت د بدلون په حال کې دی
دغه ګیمونه داسې حقیقي صحنې ښکاره کوي چې څو ځله خو حتی مختلفو نشریاتي ادارو د خبر په توګه خپاره کړي دي. کارپوهان وایي چې له دې څخه د دغو ګیمونو په وسیله د جعلي او غلطو معلوماتو د خپریدو کچه او اندازه معلومیدلی شي.
په براون پوهنتون کې د معلوماتو د څانګي مرستیال کلیري واردل په حواله د داسې پيښو په وار وار رامنځته کیدل د دې ښکارېندویې کوي چې خلک څومره په آسانۍ سره تیر ایستل کیدالی شي.
افغان نجونې نشيي توکو ضد کمپیوټرې لوبې جوړوي
په افغانستان کې یوه شمیر نجونو یو ډول کمپیوټري لوبه جوړه کړې چې پر مټ یې د نشيي توکو له کرکیل او قاچاق سره مبارزه کیږي. دا چې کمپیوټري ګیم یا لوبه د نشيي توکو سره څه ډول اړیکه لري، په دې انځوریز البوم کې ورته کتنه شوې.
انځور: DW/S. Tanhaد لومړي ځل له پاره په افغانستان کې د نجونو یوې اوه کسیزې ډلې د «نشه یی توکو سره د مبارزې» تر نامه لاندې یو کمپیوټري ګیم یا لوبه نندارې ته وړاندې کړې ده.
انځور: DW/S. Tanhaدغه نجونې د «Code to inspire» یا د کمپیوټري کوډونو د لیکلو له لارې د هڅوونې د مرکز زده کوونکې دي. دوی په دریو میاشتو کې په دې توانیدلې چې خپله کمپیوټرې لوبه بشپړه کړي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Seirد دې مرکز یو تن ښوونکی احسان احراري وايي چې دغه کمپیوټري ګیم یا لوبه په هلمند ولایت کې د یوه ریښتیني داستان په اساس جوړ شوی چې پکې لوبه کوونکي کسان د ستونزمنو لړیو وروسته، د نشيي توکو پټي یا حاصلات له منځه وړي او بیا یې پر ځای زعفران کري.
انځور: DW/S. Tanhaنوموړي په دې هکله زیاته کړه: «د دې مرکز شاګردان هڅه کوي چې د مختلفو ګیمونو یا کمپیوټري لوبو د جوړولو له لارې په هیواد کې دننه د [خلکو] دردونو ته انعکاس ورکړي.»
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Seirد دې کمپیوټري لوبې یا ګیم یوه جوړوونکي نرګس حسني وايي چې: «له دې امله چې له نورو همکارانو سره په ګډه مې وکولی شول کمپیوټري لوبه جوړه کړم، ډیره خوښه یم.»
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Seirهغه زیاتوي چې په دې کمپیوټري لوبه کې یې افغان امنیتي ځواکونه انځور کړي چې د مخدره توکو له قاچاق وړونکو سره مبارزه کوي او بیا له یو لړ ستونزمنو هڅو او د قاچاقچیانو تر لمنځه وړلو وروسته، امنیتي ځواکونه د نشيي توکو ټول پټي او حاصلات سوځوي او په ځای یې زعفران کري.
انځور: DW/S. Tanhaمهتاب هم یو له هغو نجونو څخه ده چې د کمپیوټري لوبې په جوړولو کې ونډه اخسیتي، هغه وايي: «موږ غواړو نړیوالو ته ووایو چې موږ د نشيي توکو د کرکیل، قاچاق او تولید مخالف یو او دا هم وښیو چې نشيي توکي کورونه ورانوي او زموږ زرګونه ځوانان یې معتاد کړي دي.
انځور: DW/S. Tanhaهغې له ټولو ځوانو نجونو وغوښتل چې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي او د خپلو استعدادونو د پرمختګ له پاره لاس په کار شي ترڅو د هیواد د ټولنیزو ستونزو د حل په برخه کې اغیزمن ثابت شي.
انځور: DW/S. Tanhaد کمپیوتري کوډ لیکلو د مرکز مسوول حسیب رسا په هرات ولایت کې د افغان میرمنو له پاره د دولت له لوري د ملاتړ نه شتون د دوی د کارونو د پرمختګ پر وړاندې یو اصلي خنډ په ګوته کوي.
انځور: DW/S. Tanhaد «نشيي توکو پر وړاندې مبارزه» د کمپیوټري لوبې یوه صحنه په دې انځور کې لیدلی شي چې تر آزموینې لاندې ده. د ګیم جوړونکو په حواله دغه لوبه به ډیر ژر د خلکو د لاس رسي وړ وي.
انځور: DW/S. Tanhaد کوډ لیکنې له لارې د هڅوونې مرکز په ۲۰۱۵م کال کې په هرات کې رامنځ ته شو او اوسمهال په دې مرکز کې شاوخوا ۹۰ نجونې د کمپیوټري لوبو یا ګیمونو، د مبایل اپلیکشنونو، د ویبپاڼې د ډیزاین، ګرافیک او نورو اړوندو برخو کې بوختې دي.
انځور: DW/S. Tanha نوموړي زیاته کړه: «د ویډیو ګیمونو صحنې چې هرڅومره حقیقت نه نږدې کیږي، په یوه نظر له لیدلو سره داسې معلومیږي چې حقیقي دي. په داسې حالاتو کې باید خلک پوه شي چې د داسې یوه انځور د ريښتینولې تاید باید له کوم ځایه وشي، د میتادیتا په شمول، څو د داسې انځورونو د خپریدو تیروتنه ونه شي، په ځانګړي توګه د نشریاتي ادارو له خوا.»
Arma 3 د چک جمهوریت ډویلپرانو جوړ کړی دی. د دې ګیم په هکله ادعا کیږي چې لوبیدونکي ته د جنګ میدان جوړولو او د پوځي تجهیزاتو په ظاهره کې حقیقي معلومیدونکو حالاتو کې د استعمالولو اجازه ورکوي.
د کمپيوټري ګيم نړيواله اتلولي چې جايزه يې درې ميليونه ډالره ده
یو شمیر هغه کسان چې دغه لوبه کوي عموماً په یوټیوب او د ټولنیزو رسنیو پر نورو پلیټ فارمونو د دې ګیم څو ساعته فوټیج له نورو سره شریکوي، خو کارپوهان وایي چې په آسانۍ سره د داسې فوټیجونو ترلاسه کیدل، د دې جعلي کارونې ته لاره هواروي.
په دې وروستیو کې د یو ویډیو کلیپ چې ورسره لیکل شوي وو «د اوکراین ځوابي برید» شیئر کړای شوی و. په دې کلیپ کې د ټانکونو یو قطار د توغندیز برید په وسیله د لمنځه وړل کیدو صحنه د حقیقي فوټیج په توګه شیئر کړای شوی و. او تر څنګ یي لیکل شوي وو «ناټو ځواکونه باید له اوکراین څخه روزنه ترلاسه کړي چې څنګه څوک جنګ کوي».
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا