1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

پر اوکراین د روسیې بریدونه؛ د بریښنا زیربناوې په نخښه شوي

۱۴۰۳ شهریور ۵, دوشنبه

د دوشنبې په سهار روسیې د اوکراین ګڼ شمیر مهمې زیربناوېې په نخښه کړي دي چې له کبله یې پنځه تنه وژل شوي هم دي. د اوکراین لومړي وزیر ډینیز شمایهل ویلي دي چې پنځلس سیمې د روسیې له خوا په نخښه شوي دي.

اوکراین وايي روسیې په دغو بریدونو کې له سلو ډیر توغندي او ډرون الوتکې کارولي دي.
د دوشنبې په سهار روسیې د اوکراین ګڼ شمیر مهمې زیربناوېې په نخښه کړي دي چې له کبله یې پنځه تنه وژل شوي هم دي.انځور: Press Service of the State Emergency Service of Ukraine in Odesa region/Handout/REUTERS

پر اوکراین باندې د روسیې په تازه توغندیزو او د ډرونونو په بریدونو کې د بریښنا زیربناوې په نخښه شوي دي. اوکرایني چارواکي وايي چې په دغو بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي دي. د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي د کیف پر غربي متحدینو د «کلک ځواب» ورکولو ږغ کړی. زیلنسکي په داسې حال کې چې پر خپلو غربي متحدینو یې اوکراین ته په ورکړل شویو توغندیو د محدودیتونو د لیرې کولو غوښتنه کوله وویل چې «کمزورتیا او نامناسب ځواب لا ډیرې ترهګرۍ ته لمن وهي.»

د اوکراین د غربي متحدینونو له لوري دغه هیواد ته د اوږد واټن ویشتونکو توغندیدو باندې محدودیت وضع شوی دی چې له کبله یې اوکراین نه شي کولی له دغو تجهیزاتو څخه په روسیه کې دننه د اهدافو د په نخښه کولو له پاره استفاده وکړي.

زیلنسکي په داسې حال کې چې د روسیې په تازه بریدونو کې د تلفاتو شمیر له څلورو څخه پنځو ته لوړ شو وویل: «د اوږد واټن ویشتونکو وړتیاوو په برخه کې اوکراین باید محدود نه کړل شي په داسې حال کې چې ترهګر دغه راز هیڅ محدودیت نه لري.» نوموړي زیاته کړې چې «امریکا، بریتانیا، فراسنه او زموږ متحدین د دې قدرت لري چې د دغې ترهګرۍ په درلولو کې له موږ سره مرسته وکړي. د پریکړې وخت اوس دی.»

زیلنسکي نه یوازې په روسیه کې د اهدافو په نخښه کولو کې د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو باندې د لګول شویو محدودیتونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه، بلکې پر غربي قدرتونو یې ږغ وکړ څو د روسیې د هوايي ځواکونو پر وړاندې د اوکراین د محافظت له پاره مستقیمه مداخله وکړي. هغه زیاته کړې ده چې که چیرته دغه راز اتحاد په منځني ختیځ کې ښه نتیجه ورکوي، په اروپا کې هم دغه څه نتیجه ورکولی شي.

د روسیې له لوري پر اوکراین باندې تازه بریدونو ته په اشارې د اوکراین ولسمشر ویلي دي چې روسیې په دغو بریدونو کې له سلو ډیر توغندي استفاده کړي او همدا راز یې د ۱۰۰ بې پیلوټه الوتکو استفاده هم کړې ده. د اوکراین هوايي ځواکونو ویلي چې دوی د روسیې ۱۵ توغندي او همدا راز ۱۵ بې پیلوټه الوتکې را نسکورې کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي دي چې دوی د اوږد واټن ویشتونو وسلو په واسطه د بریښنا پر مهمو زیربناوو بریدونه کړي او ادعا یې کړې ده چې ټول په نخښه شوي اهداف ویشتل شوي دي.

آژانسونه، خ.ح / ن.ز

ولي د روسیې کورسک سیمه د اوکراین له پاره مهمه ده؟

02:00

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب