شولڅ او زيلنسکي به نړيوال اقتصادي فورم ته وينا وکړي
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ او د اوکراين ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي به نن، چهار شنبه د سويس په داووس ښار کې روانې غونډې ته مهمې ويناوې وکړي.
زيلنسکي له روسیې سره د جګړې د دويم کال له پاره چمتووالی نيسي. اوکراين که څه هم چې د جګړې په ډګر کې سترې لاسته راوړنې لرلي دي خو د روسیې له خوا د نيول شويو سيمو د بیرته کنترولو له پاره درنې وسلې ډېرې مهمې ګڼل کيږي.
خو تر اوسه اوکراين يوازې د شوروي جوړ ټاکونه ترلاسه کړي دي چې د ناټو د شرقي اروپا هېوادونو په ګودامونو کې پراته ول. آلمان د ناټو د متحدينو او کيف د حکومت پر غوښتنه سربیره هم تر اوسه دې ته غاړه نه ده ايښې چې دغه هېواد ته د آلمان جوړ عصري ليوپارد دوه ټانکونه واستوي.
د صدراعظم شولڅ حکومت دې حقيقت ته اشاره کوي چې نورو متحدينو هم تر اوسه اوکراين ته عصري وسلې نه دي سپارلي. خو دا دريځ یې هم اوس تر هغه وروسته يو څه کمروزی شوی چې بريتانيا او پولند په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې اوکراين ته به سنګين جنګي ټانکونه واستوي. فرانسې هم تر دې د مخه د «سپکو» ټانکونو د ليږدولو ژمنه کړې وه.
اعلان
«روسیې په ختيځ کې يو شمیر سيمې ويشتلي»
د اوکراين د وسله وال پوځ لوی درستیز ويلي دي چې اوکرايني او روسي ځواکونو په ختیځ کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې پر يو بل ډزې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې يوه اړخ هم ډېر مختګ نه دی کړی.
د پوځ په رپوټ کې ويل شوي دي چې روسي ځواکونو د توغنديو څلور بريدونه ترسره کړي دي چې د دنیڅک په کراماتورسک ښار کې پر دوو ملکي اهدافو سربیره په لوېدیځ کې د سختې جګړې دوې نقطې او د بخموت او اوديوکا ښارونه په نخښه شوي دي.
زیاته شوې ده چې روسي ځواکونو همدا راز ۱۳ هوايي بريدونه هم کړي او ۲۳ د هاوان مرمۍ يې ويشتلي دي.
ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP, AP, dpa)
زموږ له آرشيف څخه:
په اوکراین کې جګړه، بې برقي او سوړ ژمی
روسېې د اوکراین پر ملکي زېربناو لکه د برېښنا پر تاسیساتو خپلې حملې جاري ساتلي. په ملیونونو خلک په موقتي توګه له برېښنا بې برخې شوي دي، آن اوبو او ګاز ته لاسرسی نه لري. خلک د معمول خلاف سږکال له یو سخت ژمي سره مخ دي.
انځور: Pool Philip Reynaers/dpa/Belga/picture alliance
سوړ ژمی، واوره...
د اوکراین په دونيڅک سېمه کې يو ټانک ولاړ دی. دونیڅک ېوه له هغو سیمو ده چې تر ټولو ډیره جګړه په کې شوې ده. د ژمي پيل، ورښتونو او سړې هوا د عسکرو له پاره د جګړې ادامه او یا ېې درول ډير سخت کړي دي. له وضعيته ښکاري چې اوکراین له یو سخت ژمي سره مخ دی. په عین حال کې روسي ځواکونو خپلې حملې هم جاري ساتلي دي.
انځور: Metin Aktas/AA/picture alliance
خیرسون کې د مرستو ویش
د اوکراین خیرسون ښار يو له هغو سیمو څخه ده چې اوکرایني ځواکونو بېرته له روسي ځواکونو څخه نېولې ده. په انځور کې د دغه ښار اوسیدونکي لیدل کيږي چې د مرستو ترلاسه کولو له پاره په کتار کې ولاړ دي. اوکراین خیرسون وروسته له هغې ونيو چې روسي ځواکونه ورڅخه ووتل او د دينپرو سیند هاخوا څنډې ته ولاړل.
انځور: Chris McGrath/Getty Images
بخموت
بخموت د اوکراین په دونیڅک سیمه کې واقع دی. په انځور کې ښکاري چې د روسي ځواکونو په حملو کې یو ساختمان تخریب او بیا ېې اور اخیستی دی. اوکرایني چارواکو په وروستيو کې ويلي دي چې روسي ځواکونه هڅه کوي د بخموت ښار پر لور تللې لوی لارې بندي کړي چې په همدی موخه ېې پر شاوخوا کليو باندې بمباري او بریدونه ډير کړي دي.
انځور: YEVHEN TITOV/AFP/Getty Images
د ټول هیواد په کچه د برېښنا پرچاوي
په دغه انځور کې د اوکراین مرکز اړوند د برېښنا د لوړ ولتاژ یو تخریب شوی ستيشن ښکاري. روسي ځواکونو د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو خپلې حملې وروسته له هغې لاپسې ډيرې کړې چې دغه ځواکونه له ځينو سیمو ووتل او یا ېې د اوکرايني ځواکونو پر وړاندې ماتې وخوړې. پر تاسیساتو حملو، په اکتوبر میاشت کې زور واخیست.