د مارچ میاشتې پر نهمه د پنجشنبې په ورځ، روسيې پر اوکراين ټولو سخت بمبار وکړ. روسیې په هغه ورځ په ټول اوکراين کې پر هدفونو بریدونه وکړل. د اوکراین د دفاع وزارت په خبره روسیې په دغو بریدونو کې هایپرسونیک توغندي کارولي دي.
د اوکرایني چارواکو په وینا، په دغو توغندیزو بریدونو کې لږ تر لږه ۹ ملکیان وژل شوي دي. په دغو بریدونو کې د نورو سیمو په ګډون د دې هیواد پلازمېنه کیف او خارکیف ښار په نښه شوې.
مسکو لا دمخه په ۲۰۲۲م کال کې د جګړې په لومړیو اونیو کې هایپرسونیک توغندي و کارول. دا راکټونه د لاندې دلایلو له امله ځانګړي وسلې ګڼل کیږي:
آیاهایپرسونیک توغندي نه ماتېدونکي وسلې دي؟ کله چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ۲۰۱۸م کال کې د خپل هیواد د توغندیو د زراد خونو څخه پرده پورته کړه، هایپرسونیک توغنديو ته ېې د "نه ماتېدونکي" اصطلاح وکاروله.
دا شاید د تبلیغاتي مبالغې د موخو له پاره توضیحات وي مګر په دې توضیحاتو کې د حقیقت ریښې هم شته.
هایپرسونیک توغندي له بالستیک توغندیو سره توپیر لري ځکه په توغنديو ضد دفاعي سيستم سره د دغه ډول توغندیو مخنیوی خورا ستونزمن کار دی.
د باخموت ښار جګړه به څوک وګټي؟
آیا هایپرسونیک توغندي د نورمالو توغندیو په پرتله ګړندي دي؟ د هایپرسونیک توغندیو سرعت د غږ له سرعت څخه پنځه تر لس چنده لوړ دی.
هغه هایپرسونیک توغندي چې د روسیې له خوا پر اوکراین باندې په بریدونو کې کارول شوي د "کینږال" یا خنجر په نوم هم یادیږي چې اوږدوالی ېې ۸ مترو ته رسیږې.
ځینې کارپوهان وايي، د دغه ډول توغندیو سرعت په ساعت کې ۶ زره کیلومتره، یعنې د پنځه ماخ سره برابر دی. ځیني بیا وايي چې دارنګه توغندي د ۹ یا حتی ۱۰ ماخ په سرعت سره الوتنه کوي.
په (Military.com) ویب پاڼه کې د امریکا د وسلو د کارپوهانو له خوا ویل شوي دي، دا راکټونه دومره چټک دي چې پر مخ ېې »د هوا فشار په پلازمايي وريځو بدلیږي چې راډیوېې څپې جذبوي».
دغه کار د رادار له خوا د کينږال او نورو هایپرسونیک وسلو کشف ستونزمنوي.
ټیټه ارتفاع هایپرسونیک توغندي د دودیزو بالستیک توغندیو په پرتله په خورا ټیټه ارتفاع کې الوتنه کوي.
دا توغندي د بالستيکي اتموسفیر تر مسير ټیټ حرکت کوي. يعنی هغه وخت چې د توغنديو دفاعي سيستم وکولای سي دغه توغندي کشف کړي، توغندي خپل هدف ته دومره نيږدې شوي وي چې نور نو ناوخته وي.
په اوکراین کې د المان د ټانک جوړونې کارخانې د ویجاړولو ګواښ
سربیره پردې، هایپرسونیک توغندي کولای شي د الوتنې پرمهال خپل لوری بدل کړي.
د هایپرسونیک توغندیو د الوتنې ساحه په اوکراین کې د روسیې له خوا کارول شوي هایپرسونیک توغندي د الوتکو څخه توغول کیږې.
نورې هایپرسونیکي وسلې په کښتیو کې ځای پر ځای کیدای شي چې د اټومي سرګلولو د انتقال وړتیا هم لري.
کينږال ډوله ېې کولای شي تر ۲ زره کیلومتره واټن په نښه کړي، یوشمیر نور هایپرسونیک ډوله توغندي بیا زر کیلومتره ته رسیږي.
د بیلګې په توګه، د روسیې د کالینینګراد سیمې څخه هایپرسونیک توغندي کولای شي د اروپا ډېري پلازمینې په نخښه کړي. کالینینګراد د روسیې له اصلي برخې څخه جلا شوی چې د پولنډ، لیتوانیا او بالټیک سمندر سره پوله لري.
د المان صدراعظم پر چین غږ کړی چې روسیې ته دې وسلې نه استوي
د آلمان پلازمینه برلین له هغه ځایه تر ۶۰۰ کیلومترو لږ واټن لري.
یو شمېر شنونکي وايي، سره له دې چې د هایپرسونیک توغندي د دودیزو بالستیکي وسلو په پرتله ګټې لري، خو روسیه ترې په زیات ډول کار نه اخلي.
د متحده ایالاتو د هوايي ځواک جنرال ګلن ډي وان هرک د ۲۰۲۲م کال په می میاشت کې د سنا د وسله والو خدماتو فرعي کمیټې ته وویل: «د روسیې ځینې هایپرسونیک توغندي ستونزې لري. په ځانګړي توګه په دقیقه ډول په نخښه کولو برخه کي چې دا کار په اوکراین کي د اندیښنو لامل ګرځیدلی.»
زموږ له آرشيف څخه:
اوس د نړۍ کوم هیواد څومره اټومي وسلې لري؟
د سپيري د تازه رپوټ په حواله، اوس په نړۍ کې د اټومي وسلو شمیر کم شوی دی، خو د اټومې وسلو درلودونکي هیوادونه خپل اټومي بمونه لا عصري او وژونکي کوي. دا چې کوم هیواد څومره اټومي بمونه لري، په انځوريز رپوټ کې يې ولولئ! انځور: Getty Images/AFP/J. Samad د سپيرې رپوټ وايي چې اوس مهال روسيه د نړۍ په سطحه تر ټولو ډيرې يعنې ۶۳۷۵ اټومې وسلې لري. روسيې اوس مهال ۱۵۷۰ اټومې وسلې نصب کړې هم دي. پخواني شوروي اتحاد د لومړي ځل له پاره ۱۹۴۹م کال کي اټومې آزموينه کړې وه. په ۲۰۱۵م کې روسيې ۸۰۰۰ اټومې وسلې درولودلې. سپرې دا هم ويلی دی چې روسیه او امريکا نوې او قیمتي اټومې وسلې تولیدوي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Anotonov د سپيري په حواله، امريکا اوس مهال ۵۸۰۰ اټومې وسلې لري چې ۱۷۵۰ يې نصب کړل شوي هم دي. امريکا په لومړي ځل په ۱۹۴۵م کال کې خپله اټومي آزموينه وکړه چې يو څه موده وروسته يې د جاپان پر هيروشيما او ناګاساکي ښارونو اټومې بمونه استعمال کړل. د ترمپ اداره اوس د اټومي وسلو پر عصری کولو کار کوي. امريکا د ۲۰۱۹م کال راهیسې د اتومي وسلو د ذخیرو په اړه د معلوماتو خپرول درولي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Riedel اټکل کيږي چې چين اوس مهال ۳۲۰ اټومي بمونه لري او د سيپرې رپوټ په حواله چین هم اوسمهال د خپلو اټومي وسلو سيستم پر لا عصري کولو کار کوي. چين د آسيا تر ټولو بډای هيواد دی او د نړۍ په سطحه تر ټولو ستر پوځ لري. خو پوځي واقعي وړتيا په اړه يې او دا چې څومره نصب کړې اټومې وسلي لرې، معلومات نشته. چين خپله لومړنۍ اټومي آزموینه په کال ۱۹۶۴ کې کړې وه.
انځور: picture alliance/Xinhua/L. Bin د اروپا په سطحه تر ټولو ډيره اټومې وسله فرانسه لري. شمیر يې ۲۹۰ ښودل شوی دی چې له ډلې څخه يې ۲۸۰ يې نصب کړل شوي دي. فرانسې په ۱۹۶۰م کال کې د اټومي وسلو جوړولو تکنالوژي ته لاسرسی پيدا کړ. سيپرې وايي چې فرانسه اوس هم تر يوه حده پورې د خپلو اټومي وسلو په اړه معلومات خپروي.
انځور: picture-alliance/dpa/J.-L. Brunet بريتانيا خپله لومړنۍ اټومي آزموینه په ۱۹۵۲م کال کې ترسره کړه. بريټانيا چې د امریکا متحده ايالاتو نژدې دوست هیواد دی، په ۲۱۵ شمیر کې اټومې وسلې لري چې ۱۲۰ يې نصب کړل شوي دي. دغه هیواد ويلي دی چې د خپلو اټومي وسلو زیرمه يې لږ کړې او ۱۸۰ ته يې راښکته کړې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/Poa/British Ministry of Defence/T. Mcdonal د پاکستان د اټومي وسلو شمیر ۱۶۰ ته رسیږي. د سيپري په حواله، وروسته له هغې چې پاکستان په ۱۹۹۸م کال کې اټومي بم جوړ کړ، دغه هیواد او هند د مختلفو اټومي وسلو تولید ته زور ورکړ. د پاکستان او هندوستان په حواله د دوی د اټومي وسلي يوازې د دفاعی مقصدونو له پاره دي. دغه دوه هیوادونه چې ښه مناسبات نه لري، د چارو کارپوهان وايي که تر منځ يې جګړه ونښلی نو په اټومي جګړه هم بدلیدلای شي.
انځور: picture-alliance/AP هندوستان د ۱۵۰ اټومي بمونه لري. هند خپله لومړنۍ اټومي آزموينه په ۱۹۷۴م کال کي او دوهمه يې ۱۹۹۸ کې وکړه. هند ژمنه کړې چې له چين او پاکستان سره د سرحدي ستونزو پر لرلو سربیره به د خپلې خوا په لومړي ځل اټومې حملې نه کوي. پاکستان او هند د خپلو توغندیزو آزموينو په اړه معلومات خپروي، خو د اټومي وسلو په اړه يې ډير لږ معلومات خپاره کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Swarup هندوستان تر ۱۱۰ پورې اټومي بمونه لري. هند خپله لومړنۍ اټومي آزموينه په کال ۱۹۷۴ او دوهمه يې ۱۹۹۸ کې ترسره کړې ده. دغه هیواد ژمن دی چې چين او پاکستان سره د سرحدي ستونزو د لرلو سربیره به د خپلې خوا په لومړي ځل اټومې حملې نه ترسره کوي.
انځور: Reuters اسرائيل چې د ۱۹۴۸ تر ۱۹۷۳ کال پورې يې درې ځله له عربي هیوادونو سره جګړې کړې دي، د اټومي وسلو شمير يې ۹۰ ته رسیږي. اسرائيل د خپل سیاست له مخې اوس هم د خپلو اټومي پروګرامونو په اړه هيڅ معلومات نه خپروي.
انځور: Reuters/M. Kahana شمالی کوریا له ۳۰ نه نيولې تر ۴۰ پورې اټومي وسلې لرې. تیر کال د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ او د شمالي کوريا رهبر کيم جونګ وليدل. تر دغې ليدنې وروسته شمالي کوريا د خپلو توغندويزو او اټومي آزموينو د درولو اعلان وکړ. که څه هم د شمالي کوريا اصلي ستونزه له سويلي کوریا سره ده، خو بیا هم لويديځ د دغه هيواد له اټومي پروګرام څخه انديښنه لري.
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/KCNA/Korea News Service د ملګرو ملتونو له خوا پر لګول شوو تحریمونو سربیره، شمالي کوريا په ۲۰۰۶م کال کې د اټومي وسلو یوه آزموینه ترسره کړې وه.
انځور: Reuters