1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراین نړیوال ضمانتونه غواړي

۱۴۰۱ شهریور ۲۳, چهارشنبه

د اوکراین حکومت په دغه هیواد کې د جګړې تر ختمیدو وروسته د امنیتي تضمینونو په هکله یوه طرحه وړاندې کړه ده. د روسیې پخواني ولسمشر دیمتري میدویدف، په دې هکله سخت ګواښونه کړي دي.

Symbolbild | Ukraine legt Konzept für Sicherheitsgarantien vor
انځور: Kostiantyn Liberov/AP Photo/picture alliance

اوکراین د نړیوالو ضمانتونو پر یوه طرحه باندې کار کړی دی چې د هغوی په نظر د روسیې د یرغل تر ختمیدو وروسته ورته اړتیا ده. د روسیې پخواني ولسمشر دیمتري میدویدف دغه طرحې ته په سختو ګواښونو سره غبرګون ښوولی دی. د میدویدف له لوري په تلیګرام کې په خپرې شوې یوې اعلامیه کې راغلي دي چې دغه ډول ضمانتونه به «د دریمې نړیوالې جګړې پیل» وي.

اوکراین: په بېرته نيول شوو سيمو کې د ملکيانو مړي موندل شوي

د میدویدیف په خبره په دې سره اوکراین د ناټو تړون پنځمې مادې ته چې د ملاتړ مکلفیت دی، نزدې کیږي. میدویدیف چې اوس د روسیې د امنیت شورا مرستیال دی، ګواښ کړی دی که چیرې لوېدیځ هیوادونه په دې ډول د روسیې د ضعیفه کولو هڅه وکړي نو په خپله به ځان ته ستونزې جوړې کړي.

د روسیې پخوانی ولسمشر دیمتري میدویدیفانځور: Yekaterina Shtukina/ITAR-TASS/IMAGO

د اوکراین د ولسمشرۍ د دفتر مشر اندرې یرمک او د ناټو پخواني عمومي منشي راسموسن د سې شنبې په ورځ په کیف کې دغه طرحه وړاندې کړې ده. د دغې طرحې له مخې اوکرایني ځواکونه باید داسې مجهز او وروزل شي چې دغه هیواد هر وخت د روسیې د برید دفاع وکړای شي. پر دې سربیره د ځينو هیوادونو څخه جوړه ډله باید په سیاسي او حقوقي لحاظ د اوکراین امنیت تظمین کړي.

اوکراین واېې د روسي ځواکونو د ایران ساخت ډرون ېې راغورځولی

د آلمان نوم هم په دغه ليست کې شامل دی

د احتمالي تضمینونکو هیوادونو په ليست کې امریکا متحده ایالات، بریتانیا، کاناډا، پولنډ، ایټالیا، آلمان، فرانسه، آسترالیا، ترکیه او همداشان د شمالي اروپا او د بالتیک سمندرې حوزې هیوادونه شامل دي. زیاته شوې ده پر دغو تضمینونو سربیره اوکراین په ناټو کې د شاملیدو هڅو ته ادامه ورکوي.

د اوکراین په ډیرو سیمو کې د روسیې د بمباریو له کبله د ودانۍ ویجاړې شوي ديانځور: Stanislav Krasilnikov/TASS/picture alliance

د نړیوال تضمین موضوع د روانې جګړې چې اوس پرې شپږ میاشتې اوړي تر ټولو لومړی یو نقش درلود چې دواړو لورو د اوربند په هکله مذاکرات کول. هغه مهال د کیف له لورې داسې زیګنال ورکړل شوی وو چې اوکراین د بې طرفي دریځ وساتي او د ناټو له غړیتوبه تیر شي. خو د اګست میاشتې په پای کې د اوکراین مرستیالې لومړۍ وزیرې د دې برعکس خبره وکړه او ویې ویل چې د دوی د هیواد له پاره یوزاینی انتخاب په ناټو تړون کې د شاملیدو د مخکیني پلان پرته مستقیم غړیتوب دی.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب