اوکراین ته د فرانسې او هالنډ جنګي جټ الوتکې رسېدلي دي
۱۴۰۳ بهمن ۱۹, جمعه![د فرانسې ميراج الوتکې](https://static.dw.com/image/71530514_800.webp)
د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، د پنجشنبې په ورځ تائيد کړه چې د اوکراين هوايي ځواک ته د وفرانسې میراج ۲۰۰۰-۵ ډوله او د هالنډ هر اړخیز نقش لرونکې اف -۱۶ الوتکې رسېدلې دي.
زيلنسکي، په ټولنیزو رسنيو کې ليکلي: «د اوکراين هوايي ځواک ته وده ورکول کیږي.»
نوموړي زياته کړې ده چې له فرانسې څخه د میراج ۲۰۰۰ ډوله جټ الوتکو لومړۍ هغه یې رسېدلي دي چې ورسره «زموږ هوايي وړتياو وده کړې ده. زه د [فرانسې ولسمشر] امانويل مکرون، له مشرتابه او د ملاتړ له کبله له هغه څخه مننه کوم. د فرانسې ولسمشر خپله ژمنه پرځای کړې ده چې موږ یې ستاينه کوو. دا د اوکراين د امنيت پياوړي کولو يو بل ګام دی.»
د فرانسې د دفاع وزير سېستين لیکورنو، هم د ميراج جنګي الوتکو ليږد تائید کړ او ویې ويل: «د اوکراين پېلوټان چې په فرانسه کې یې څو میاشتې روزنه ليدلې ده، هغوی به اوس د اوکراين د فضا په دفاع کې برخه واخلي.»
فرانسې اوکراين ته څومره الوتکې ورکړي؟
ولسمشر مکرون، د ۲۰۲۴م کال په جون میاشت کې اوکراين ته د ميراج الوتکو د ورکړې ژمنه کړې وه، خو نه زيلنسکي او نه هم ليکورنو، په دې اړه څه وويل چې اوکراين څومره الوتکې ترلاسه کړي دي.
د فرانسې د پارلماني بودجې د تېر کال خپاره شوي رپوټ په حواله فرانسې پلان درلود چې د خپل هوایي ځواک د ۲۰۰۰-۵ ډوله ۲۶ میراج الوتکو څخه یې ۶ اوکراين ته ورکړي. خو د فرانسې د دفاع وزارت د امنيتي دلايلو پر اساس نه دا شمير تائید کړی او نه یې هم رد کړی دی.
اړونده موضوع: روسيې فرانسې ته اوکراین ته د عسکرو لېږلو په اړه خبرداری ورکړ
د فرانسې د دفاع وزير تر دې دمخه ويلي ول چې فرانسوۍ الوتکې د اوکراين او د هغه د جګړې د ډګر د اړتيا پر اساس ترمیم شوي دي. په دې کې پر نورو سربیره د مقاومت په موخه له هوا څخه د ځمکنيو جنګي وسایلو او د جګړې د بريښنايي وسلو پر وړاندې د دفاع د وړتياو اضافه کول شامل دي.
د هالنډ اف – ۱۶ الوتکې هم اوکراين ته رسېدلي
د پنجشنبې په ورځ د اوکراين د دفاع وزير رستم عمروف، وويل چې هالنډ ورته د امريکا جوړې اف – ۱۶ جنګي الوتکې ورکړي دي. هغه وويل چې دا الوتکې به د فرانسې د ميراج الوتکو سره په ګډه «زموږ د دفاع په پياوړي کولو سره ډېر ژر جنګي ماموريت پېل کړي.»
زيلنسکي، وويل: «له دې تازه رسېدلو [جنګي الوتکې] سره موږ د خپل اف -۱۶ الوتکو ذخېرې ته هم د ودې په حال کې يوو او په دې ترڅ کې هالنډ خپلې ژمنې پر ځای کړي دي.»
يو شمير اروپايي هېوادونو چې ناروې هم پکې شامله ده، ژمنه کړې ده چې اوکراين ته به خپلې يو څو د امريکا جوړې اف – ۱۶ الوتکې ورکړي. دا يو داسې ګام دی چې د دې انديښنې په نظر کې نيولو سره چې د ترمپ، د ولسمشر کيدو وروسته د امريکا مرستې ښايي کمې شي، د کيف له پاره نور هم مهم دی.
زيلنسکي، وويل: «زه له هر هغه چا منندوی يم چې په دې کار کې مرسته او ملاتړ کوي.»
د روسیې ادعا
په دې منځ کې د روسیې د دفاع وزارت وويل چې په کورسک سيمه کې یې د اوکراين يو بريد پر شا تمبولی دی. د روسیې دا جنوب لویدیځه سيمه قسماً د اوکراين تر کنترول لاندې ده.
د جګړې د ډګر په اړه ادعاوې په خپلواکه توګه د تائيد وړ نه دي او کیف هم په دې اړه سملاسي کومه تبصره نه ده کړې. د روسیې له لوري دا رپوټونه په اګست مياشت کې د اوکراين له پولې بلې غاړې څخه د لومړيو حیرانوونکو بريدونو پوره شپږ میاشتې وروسته ورکړل شوي دي.
زيلنسکي وايي ځواکونه يې د روسيې په کورسک سیمه کې پرمختګ لري
اوکراين په لومړي سر کې تر ۱۰۰۰ مربع کيلومترو څخه هم پراخه سيمه تر خپل کنترول لاندې راوستې وه. روسیې بيا د ځوابي بریدونو په پايلې کې تر نيمايي ډېره سيمه بيرته نيولې ده.
د اوکراين ادعا
اوکرايني عسکرو بيا د روسیې په جنوب کراسنادار کې پر يوې پوځي هوايي اډې باندې د بريد ادعا کړې ده چې احتمالاً د ايران د شاهد ډرونونو د توغولو له پاره کارول کيږي.
د پريمورسکو – اخترسک پوځي هوايي اډه کې احتمالاً ډرونونه او الوتکې موجودې دي چې د اوکراين پر خیرسون او زاپوريژيا سيمو باندې د بريدونو له پاره کارول کيږي.
د روسیې د دفاع وزارت د کراسنادار په فضا کې د اوکراين د بې پېلوټه الوتکو د ويشتو خبر ورکړی دی، خو دا یې نه دي ويلي چې دا کار دقيق په کوم ځای کې شوی او يا دا چې پوځي اډې چېرته پرتي دي.
بل لوري ته د اوکراين هوايي ځواک وويل چې روسیې د شپې پر مختلفونو هدفونو د ډرون ۷۷ بريدونه کړي چې له دې څخه یې ۵۶ ويشتل شوي او ۱۸ جام کړل شوي دي.
احتمالاً پر اوکراين دوه باليستيک سکندر – ام توغندي هم فېر شوي چې ځيني ودانۍ یې زیانمنې کړي خو ځاني زيان یې نه دی اړولی.