1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسي بریدونو په اودسا کې ۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

۱۴۰۱ تیر ۱۱, شنبه

اوکرایني چارواکو پر اودسا بندر د روسیې د توغندیزونو بریدونو د غندنې ترڅنګ له خپلو متحدینو څخه وغوښتل هر څومره ژر چې ممکن وي دوی ته دې د توغندیو پرمختللی دفاعي سیستم په اختیار کې ورکړي.

Ukraine-Krieg | Angriff auf Odessa
انځور: Maksym Voitenko/AA/picture alliance

اوکراین د دغه هیواد په سویل اودسا سیمه کې د استوګنې پر ودانیو د روسیې توغنديز برید په شدید ډول غندلی دی. په دغو بریدونو کې د جمعې (د جولای میاشتې لومړۍ نیټه) ورځې په سهار د اودسا بندري ښار په ۸۰ کیلومترۍ کې په بیلهرود- دنیستروسکي کې دوه د استوګنې ساختمانونه په نښه کړای شوي و.

اوکرایني سرچینې وایي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۱ تنه وژل شوي او ۳۹ تنه نور ټپیان شوي دي. په وژل شوو کې څو تنه ماشومان هم لیدل کیږي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي په یوه ویډیوي پيغام کې روسیه د اوکرایني اتباعو په «هدفمند او عمدي وژنې» تورنه کړې ده او ویلي یې دي چې د استوګنې پر ودانیو د دا ډول بریدونو په اړه د روسي چارواکو د همیشنیو ادعاو په خلاف «هلته نه هم وسلې او نه هم پوځي تجهیزات پټ کړای شوي وو.» 

نوموړي ټينګار وکړ چې پر دغو ودانیو د توغندیو لګیدل کومه تصادفي خبره نه وه. دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د استوګنې پر کورونو برید رد کړی دی. دغه بریدونه په توره بحیره کې د اوکراین له مار ټاپو څخه د روسیې ځواکونو تر وتلو لږ وروسته ترسره شوي دي.

کولبا: «د ملکي خلکو پر وړاندې د روسیې جګړه دوام لري»

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولبا هم پر اودسا د روسیې د بریدونو په غندلو سره په یوه تویټري پيغام کې لیکلي دي «د روسیې حکومت اوس هم د ملکي خلکو پر وړاندې جګړې ته ادامه ورکوي.»

نوموړي د خپلو خبرو په دوام د اوکراین له متحدینو څخه وغوښتل هر څومره زر چې کیدای شي د توغندیو مودرنه دفاعي سیستم دې د دوی په اختیار کې ورکړي. هغه زیاته کړه: «له مونږ سره مرسته وکړئ، څو ژوندونونه وژغورو او دغې جګړې ته د پای ټکې کیږدو.»

د جګړې په اوږدو کې د اوکراین په ملکي سیمو کې د روسیې بریدونو په وار وار خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دوشنبې په ورځ  (د جون میاشتې ۲۸ نیټه) د اوکراین په مرکز کرمنچوک ښار کې د خریدارۍ پر یوه مرکز توغندیز برید کې لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي وو.

د اوکراین سنګرونه د روسیې تر شدید برید لاندې

د رپوټونو په حواله روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ او سویل کې د اوکرایني پوځ سنګرونه تر شدیدو بریدونو لاندې نیولي دي. د اوکرایني ځواکونو لوی درستیز د یوه رپوټ په خپرولو سره اعلان کړی دی چې په خارکیف، دونتسک، لوهانسک، زاپوریژیا، میکولایف او خرسون ولایتونو کې په لسګونو ځایونه د روسي جنګي الوتکو او هلیکوپترونو په وسیله په نښه کړای شوي دي.

په ورته وخت کې اوکرایني ځواکونه توانیدلي دي چې د لیسیچانسک صنعتي ښار ته نږدې پر کارخانو د روسیې د بریدونو مخه ونیسي یا په اصطلاح دفع یې کړي. 

د ویلو ده چې روسي ځواکونه د سویل له لورې د لیسیچانسک پر لور د پرمختګ په حال کې دي. لیسیچانسک په لوهانسک کې وروستی لوی ښار دی چې تر اوسه پورې د اوکراین تر کنترول لاندی دی او له دغه ښار سره د مرستې په خاطر د لویدیځ له پلوه یوازې څو تدارکاتي مسیرونه باقي پاتې دي.

په دې وروستیو ورځو کې په لیسیچانسک ښار کې اوکرایني ځواکونو په وار وار خبرداری ورکړی دی چې د روسي ځواکونو له خوا په شدید ډول د محاصره کیدو له خطر سره مخامخ دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا. و.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب