1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

زیلنسکي د روسیې پر ضد لا زیاتو بریدونو ته د امادګۍ خبر ورکړی

۱۴۰۱ شهریور ۲۸, دوشنبه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په خپله خاوره کې پر روسي ځواکونو د بريدونو د زیاتولو خبر ورکړی دی. اوکراین په اوس وخت کې له روسیې سره مذاکرات بې معنی بللي دي.

Ukraine Kiew I Interview Präsident Selenskyj
انځور: Valentyn Ogirenko/REUTERS

د اوکراین ولسمشر د خپلو ورځنیو ویډیوي پيغامونو په لړ کې د دغه هیواد په خاوره کې د روسي ځواکونو پر ضد د تازه بریدونو خبر ورکړی دی.

نوموړي د خپل ویډیوي پيغام په پای کې ویلي: «شاید داسې ښکاره شي چې د یو لړ ترلاسه شوو بریالیتوبونو وروسته به جګړه آرامه شي، خو داسې نه ده او سکون یا دمه به نه وي.»

د زیلنسکي په خبره د ماریوپل، خرسون او ملیتوپل د بیرته نیولو په خاطر راتلونکو بریدونو ته تیاریانې روانې دي. په اوس وخت کې د اوکراین پوځ د دغه هیواد په ختیځ کې د یوه پل پر رغونې کار پیل کړی دی، څو وکولی شي لا زیات پرمختګ وکړي.

د کریمیا بیرته نیول

د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په وینا د دوی پروګرام یوازې د هغو سیمو بیرته نیول نه دي چې د فیبرورۍ له ۲۴ نېټې وروسته نیول شوي دي، بلکې د دغه هیواد په ختیځ کې هغه سیمې چې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو له خوا اداره کیږي او همدارنګه د کریمیا نیمه ټاپو چې له ۲۰۱۴م کال راهیسې د روسیې په اشغال کې دی، هم باید بیرته ونیول شي. زیلنسکي وویل: «ټول اوکراین باید آزاد شي.»

وال سټریټ ژورنال: ایراني بی پيلوټه الوتکو اوکرایني پوځ ته شدید زیان اړولی

د روان کال د فیبرورۍ میاشتې له ۲۴ نیټې راهيسي د دغه هیواد په ختیځ او سویل کې یوه لویه برخه خاوره روسي ځواکونو اشغال کړې ده. مسکو اوس د اوکراین شاوخوا ۱۲۵ زره کيلومتره مربع مځکه تر خپل کنترول لاندې راوستلې ده چې کریمیا هم پکې شامله ده. دغه ساحه د اوکراین د ټولې خاورې د پراختیا یو پر پنځمه برخه ده.

مذاکرات بې معنی دي

د اوکراین د ولسمشر سلاکار او ویاند ولمیخائیلو پودولیاک ویلي دي: «که خلص ووایم، د خبرو اترو بهیر چې په هغې کې د ولسمشرانو لیدنه کتنه ترسره شي په اوسنیو شرایطو کې بې معنی ده.»

نوموړي د خپلې دې خبرې له پاره درې دلیلونه وړاندې کړي دي: لومړی دا چې د مذاکراتو ترسره کیدو په صورت به روسیه هڅه وکړي چې اشغال شوي سیمې له ځان سره وساتي او دې تصرف ته مشروعیت ورکړي.

زیلنسکي د روسیې په مقابل کي د لا سختو بندیزونو غوښتنه وکړه

دویم دا چې دغه مذاکرات کولی شي مسکو ته د قوواو د نوي کولو جانس ورکړي او په جبهه کې نوي بریدونو ترسره کړي. دریم دا چې روسیه باید په اوکراین کې د هغو جنایتونو چې ترسره کړي يي دي ځواب ووایي.

پودولیاک ټینګار کړی دی چې مذاکرات هغه وخت ممکن دي چې اوکرایني ځواکونو اشغال شوي سیمې بیرته نیولې وي. د هغه په وینا په هغه وخت کې کولی شو د غرامت یا تاوان د ورکړې او همدارنګه د جنګي جنایتکارانو د سپارلو په هکله خبرې اترې وشي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب