1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا او اوکراين د سولې د پلان په ترڅ کې پرمختګونه کړي

بريښنا صابر | رويټرز
۱۴۰۴ آذر ۲۵, سه‌شنبه

امريکا د روسیې د جګړې د ختمولو په موخه اوکراین ته د ناټو د ماډل پر اساس امنيتي تضمينونه وړاندیز کړي دي. د امريکا د استازو په حواله د برلين دې خبرو اترو لاسته راوړنه درلودلې ده.

په برلين کې فريدرش ميرڅ، ولوديمير زيلنسکي، اورزورلا فون ډېر لاین او امريکايي پلاوی ليدل کيږي
د اروپا د دولتونو او حکومتونو مشرانو هم په برلين کې د امريکا او اوکراین ترمنځ د سولې د پلان پر سرد خبرو اترو په اړه خوشبيني څرګنده کړې ده. انځور: Lisi Niesner/AFP

په برلين کې د امريکا متحده ايالاتو د استازو او د اوکراين د ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي، ترمنځ د دوشنبې په ورځ د خبرو اترو په ترڅ کې پرمختګ شوې دی. دا خبره د امريکايي پلاوي غړيو کړې ده. خو د ځمکې يا قلمرو د لانجمنې موضوع په اړه کوم يووالی رامنځته نه شو.

اړونده موضوع: برلین کې د اوکراین له مذاکراتو څخه د امریکایي پلاوي رضایت

ولسمشر دونالد ترمپ، په سپينه ماڼۍ کې وويل: «موږ هڅه کوو، دا کار وکړو. زما په آند موږ د بل هر وخت په پرتله اوس [سولې ته] نږدې شوي يوو.»

تر دې دمخه اوکراين دې ته اشارې کړې وه چې د لوېديځ له لوري د امنيتي تضمينونو په بدل کې چمتو دی د ناټو له غړيتوب څخه تیر شي.  

د اروپايي مشرانو غبرګون

د اروپا د دولتونو او حکومتونو مشرانو هم د دې خبرو اترو په اړه خوشبيني څرګنده کړې ده. د آلمان صدراعظم فريدرش میرڅ، د ايکس د ټولنیزې شبکې له لارې وويل: «د جګړې له پېل راهېسې په لومړي ځل د يوه اوربند امکان د فکر وړ دی.»

د پولنډ لومړي وزیر دونالد توسک، هم وويل چې ده له امريکایي منځګړو اوريدلي چې متحده ايالات به د روسیې د نوي بريد په صورت کې پوځي ځواب ورکوي.

د سويډن لومړي وزير اولف کرسترسون، امنيتي تضمينونه روښانه او د باور وړ بللي، خو نوموړي سره له دې خبرداری ورکړ چې «اوس هم لا ډېرې ستونزمنې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي، په تیره بيا د سيمو په اړه او دا چې آيا روسيه په ټوله کې سوله غواړي هم او که څنګه.»

اړونده موضوع:  ايا اوکراین ته به امنيتي تضمينونه ورکړل سي؟

د اختلاف تر ټولو ستر ټکی د اوکراين له لوري روسیې ته د يو شمیر سيمو څخه د تیريدو موضوع ده.

د یوې داخلي سرچينې په حواله امريکا پر کيف له لویدیځې سيمې دونيڅک سيمې څخه د عسکرو د راايستلو له پاره فشار اچوي.

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، د سيمو د پريښودو موضوع ډېره دردونکې وبلله او ټینګار یې وکړ چې اوکراين د دونباس سيمه نه په حقوقي او نه هم په واقعي توګه د روسیې د برخې په توګه په رسميت پيژندلی شي.

زيلنسکي وويل چې که چېرې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتين، وړاندیزونه رد کړي نو دی به له امريکا څخه د نورو بندیزونو او همدا راز د وسلو غوښتنه وکړي.

مسکو په دې اړه څه ويلي؟

د امريکايي استازو په حواله پر ۹۰ سلنه موضوعاتو باندې توافق شوی دی. زياته شوې چې کاري ډلې به د شنبې او يکشنبې په ورځو په امريکا کې خبرو اترو ته دوام ورکړي.

د مسکو له خوا ويل شوي دي چې د اوکراين له لوري د ناټو له غړيتوب څخه تېريدل د سولې د حللارې له پاره يو پريکړنده شرط دی. د برلين په خبرو اترو کې د روسیې حکومت برخه نه وه اخیستې خو وایي د امريکا له لوري په دې تړاو د يوه رپوټ په تمه دي. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب