روسیې، پولند او بلغاریا ته د ګازو ليږد درولی
۱۴۰۱ اردیبهشت ۷, چهارشنبهد روسي آژانسونو له خوا لاس پر لاس کیدونکې يوه اعلامیه کې ګازپروم شرکت ويلي ول چې پر هغو هیوادونو به چې د روسیې په پولې واحد د ګازو بيه نه پرې کوي، ګاز ودروي. ولاديمير پوتين لارښوونه کړې وه چې نادوستو هيوادونو ته به ګاز په روبل ورکوي.
د پولند د طبيعي ګازو شرکت « PGNiG» ويلي دي چې د روسیې د ګازپروم شرکت ورته خبر ورکړی دی چې سر له ننه به (۲۰۲۲م کال د اپريل ۲۷) پولنډ ته ګاز نه انتقاليږي.
د دغه شرکت له خوا زياته شوې ده چې په مسکو کې نيول شوی تصميم له روسیې سره د برحاله تړونونو څخه سړغرونه ده. له همدې کبله دغه شرکت غواړي د تاوان غوښتنه وکړي.
پولنډ نه غواړي چې له روسیې څخه ګاز په روبل رانيسي، ځکه د تړونونو پر اساس د ګازو رانيول بايد يا په يورو او يا هم په ډالرو وي.
پولنډ او بلغاريا ته د روسیې د ګازو په تړاو نويو پرمختګونو ته په کتو سره د آلمان د اقتصاد وزارت د برېښنا او ګازو آژانس ټینګار کړی دی چې دمګړۍ آلمان ته د ګاز انتقال لا تضمين دی. په بن کې د دغه ادارې يوه وياند د چهار شنبې ورځي په سهار وويل: «موږ وضعيت په دقيقه توګه څاروو. دمګړۍ په آلمان کې انرژۍ ته لاس رسی لا مطمئن دی.»
د رواني اونۍ په پېل کې د ورکړل شويو معلوماتو په حواله په آلمان کې دمګړۍ د ګازو زيرمې تر ۳۳،۴ سلنه ډکې دي. دغه آژانس د ګازو د زېرمو په اړه په خپل رپوټ کې زياته کړې ده چې دا مقدار د ۲۰۱۷م کال د مقدار سره برابر او د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې په پرتله ډېر دی.
پولند: زېرمي مو ډکې دي
د پولنډ حکومت هم ټینګار کړی دی چې په دغه هيواد کې به د عامې کارونې له پاره د ګازو په برخه کې کوم بدلون ونه ليدل شي. زياته شوې چې دې ډول وضعيت ته چمتووالی لا دمخه نيول شوی وو.
د پولند د ګازو او اقتصاد وزيرې انا موسکوا ټینګار کړی دی: «په کورو کې به خلک د ګازو د نه شتون سره مخامخ نه شي. د جګړې له لومړۍ ورځې څخه مو دا خبره روښانه کړې وه چې موږ په بشپړه توګه د روسیې د اومو موادو څخه خپلواکۍ ته چمتووالی لرو.»
نوموړې زياته کړې چې «پولند د خپل امنيت د تينګولو له پاره د ګازو زېرمې او د ګازو د تضمين نورې اړینې سرچينې لري»
بلغاريا هم د ګازپروم له خوا ليک ترلاسه کړی
د بلغاريا د ګازو شرکت هم د ګازپروم له خوا د روسیې د ګازو د ليږد درولو په اړه ليک ترلاسه کړی دی. دا خبره د بلغاريا د انرژۍ وزارت په سوفيا کې کړې ده.
د وزارت له خوا زياته شوې: «بلغاريا خپل مکلفيت په بشپړه توګه پرځای کړی دی او ټولې بیې یې د برحاله تړونو پر اساس پر وخت پرې کړی دي.» بلغاريا هغه هيواد دی چې تر ډېره د روسیې پر ګازو تکيه کوي.
خو زياته شوې چې د ګازو د بديل له پاره لارې چارې يې سنجولي دي او دمګړۍ د ګازو د استعمال د محدودولو اړتيا نشته.
آلمان غواړي د روسيې پر ګازو تکيه راکم کړي
د اوکراين جګړې ته په کتو سره په اروپايي ټولنه کې دمګړۍ پر روسیې د انرژۍ د ممکنه بندیزونو په اړه تاوده بحثونه روان دي. د اګست مياشتې له پېل څخه د روسیې د ډبرو سکرو پر ليږد بندیز عملي کیږي. د اروپايي اتحادیې ځيني هېوادونه غواړي چې دغه بندیز د روسیې پر تېلو او ګازو هم ولګول شي.
د آلمان د اقتصاد وزير روبيرت هابېک وارسا ته د يوه سفر پر وخت وويل چې دی په دې آند دی چې په يو څو ورځو کې دننه به آلمان نور د روسیې له خوا د تېلو پر عرضې متکي نه وي.
د هغه په خبره د ګازو په برخه کې هم «په ډېر فشار سره پر دې کار روان دی چې پر روسیې د آلمان ډېره تکيه چې يوه سهوه وه، له منځه يوړله شي.» هوبېک په عين حال کې له پولنډ سره هم د انرژۍ په برخه کې د ژورې همکارۍ خبره وکړه.
ب. ص/ ن. ز (afp, dpa, rtr)