اوکراین: روسي ډرون د اټومي سون توکو زیرمه ویشتلي
۱۴۰۵ خرداد ۱۷, یکشنبه
اوکرایني چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې یوې روسۍ بې پیلوټه الوتکې د چرنوبیل (چورنوبیل) د تړل شوې اټومي بټۍ ترڅنګ د مصرف شویو اټومي سون توکو د زېرمه کولو پر تاسیساتو برید کړی دی.
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې یا (IAEA) ویلي چې دوی ته له برید څخه خبر ورکړل شوی او د سیمې د اتومي وړانګو کچه تر برید وروسته هم ثابته پاتې شوې ده.
دغه تاسیسات د چرنوبیل له اټومي بټۍ شاوخوا ۱۵ کیلومتره لرې موقعیت لري، هغه ځای چې په ۱۹۸۶ کال کې د نړۍ تر ټولو ستره اټومي فاجعه پکې رامنځته شوې وه.
دا پېښه داسې مهال شوې چې ټاکل شوې د بریتانیا لومړی وزیر کیر سټارمر د اوکراین، فرانسې او جرمني د مشرانو کوربه وي، څو پر اوکراین باندې د روسیې د پراخ یرغل پر وړاندې له اوکراین سره د روان ملاتړ په اړه خبرې وکړي.
د برید په اړه څه پوهېږو؟
د اوکراین د پوځ لوی درستیز او د دغه هیواد د اټومي انرژۍ دولتي ادارې په جلا جلا اعلامیو کې ویلي چې د کانتینرونو د ترلاسه کولو ودانۍ د برید له امله په جزوي ډول ویجاړه شوې ده.
دوی ویلي چې د برید پر مهال هېڅ مصرف شوي اټومي سون توکي نه وو موجود. هغه اور چې د برید وروسته بل شوی و، په بریالیتوب سره مړ شوی او د ټپیانو راپور نه دی ورکړل شوی. د ملګرو ملتونو اړوند د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې یو ټیم به ډېر ژر سیمې ته ولاړ شي څو «د برید اغېزې وڅېړي.»
زلنسکي برید کرغېړن وباله
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي دغه برید «یو ډیر کرغېړن روسی برید» وباله. هغه په ایکس شبکه کې ولیکل: «نن روسانو یو ځل بیا د چورنوبیل د اټومي برېښنا بټۍ ځانګړې سیمه په نښه کړه. یوې شاهد بې پیلوټه الوتکې د مصرف شویو اټومي سون توکو د مرکزي زېرمه کولو د تاسیساتو له ودانیو څخه یوه یې وویشتله.»
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها، هم په ایکس کې ولیکل چې دا لومړی ځل نه دی چې روسیې په اوکراین کې اټومي تاسیسات له خطر سره مخ کړي دي. هغې ویلي: «د روسیې اټومي باج اخیستنه او د اټومي خوندیتوب پر ضد ګواښونه سیستماتیک، قصدي او د منلو وړ نه دي.»
دا په داسې حال کې چې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د چرنوبیل د زیانمن شوي ریاکټور د ساتنې پر قوس لرونکي پوښ هم د یوې روسۍ بېپیلوټه الوتکې برید شوی و، هغه برید چې مسکو یې هغه مهال مسؤلیت رد کړ.
دواړو لورو په دې وروستیو کې یو بل د اوکراین په سوېل ختیځ کې د روسیې تر ولکې لاندې د زاپوریژیا اټومي برېښنا بټۍ پر نښه کولو هم تورن کړي دي.