1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

پر اوکراین د روسيې پوځي یرغل؛ تېرو ۱۰۰۰ ورځو ته کتنه

۱۴۰۳ آبان ۲۹, سه‌شنبه

په داسې حال کې چې د اوکراين له جګړې کابو زر ورځې تیريږي، دواړه لوري یو بل ته د سونو زرو تلفاتو اړولو ادعاوې کوي. ملګري ملتونه وايي د اوکراین جګړې د نړۍ یو ترټولو ستر بشري بحران رامنځته او په ملیونو انسانان یې بېځایه کړل.

Ukraine ukrainische Soldaten in Robotyne
انځور: Viacheslav Ratynskyi/REUTERS

نن د ۲۰۲۴م کال د نومبر ۱۹مه په اوکراین کې روسيې جګړه ۱۰۰۰ ورځو ته ورسېده. د دویچه ویله خبریالانو اندریس نال او جان والتر په خپل رپوټ کې دغې جګړې ته چې د ۲۰۲۲م کال د نومبر په ۲۴مه پیل شوې، کتنه کړې ده.

روسیه وايي په اوکراین کې ېې د جګړې د پيل راهيسې په دغو زرو ورځو کې د اوکراین د وسله وال پوځ له ۹۰۰زرو ډېر غړي وژلي یا ټپيان کړي دي. دغه ارقام چې د روسيې دفاع وزارت او دولتي خبري آژانس، ټاس، له خوا خپاره شوي په خپلواکه توګه تائيد کېدلی نشي. د تلفاتو دقیق ارقام نه کیف او نه هم مسکو خپاره کړي دي.

غرب اټکل کوي چې په دغه جګړه کې په ټولیزه توګه د اوکراین تلفات د روسيې په مقایسه ډېر کم دي.

نیویارک ټايمز په خپل وروستي رپوټ کې ويلي چې په اوکراین کې په جګړه کې تر اوسه د اوکراین ۵۷زره عسکر وژل شوي دي.

ناټو اټکل کوي چې په دغه جګړه کې له ۶۰۰زرو ډېر روسي عسکر وژل شوي او ټپیان شوي دي. خپله د اوکراین حکومت بیا وايي چې د ۲۰۲۲م کال له فيبروري راهیسې چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی، ۷۲۲زره روسي عسکر وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د جګړو جبهې

د جګړې په ابتدا کې د روسي ځواکونو د چټکو پرمختګونو وروسته، اوکرایني ځواکونه وتوانېدل چې د هغوی د حملو مخه ډب کړي، په ځانګړې توګه په شمالي سرحدي سیمه کې. اوکرایني ځواکونه دغه راز په جنوب کې هم وتوانېدل چې روسي ځواکونه د ديپرو سیند ورهاخوا په شا وتمبوي. دېپرو د اوکراین تر ټولو لوی سیند دی. اوکرايني ځواکونو د ۲۰۲۴م کال په دوبي کې حتی دروسیې په خاوره کې دننه په کورسک سیمه کې عملیات وکړل. اوکرايني ځواکونو سره نيمه پوځي مليشې ډلې هم ملګرې وې. 

خو په شرق کې د اوکراین پراخې سيمې په ځانګړې توګه د لوهانسک، دونيڅک، زاپروژيا او خرسون سیمې د روسيې په کنټرول کې پاته شوې او روسيې د کریميا نيمه ټاپو په څېر په خپله خاوره کې الحاق کړې.

ملګري ملتونه وايي د اوکراین جګړې د نړۍ یو ترټولو ستر بشري بحران رامنځته او په ملیونو انسانان یې بېځایه کړلانځور: Alexey Belkin/NEWS.ru/globallookpress.com/picture alliance

مهاجرتونه او بشري وضعیت

د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې (UNHCR) په حواله، په اوکراین کې جګړه د نړۍ په سطحه د بېځایه شويو تر ټولو لوی بحران رامنځ ته کړ. د دغه سازمان په خبره له ۱۰ ملیونو ډېر اوکراینيان له خپلو کورنو بېځایه شول چې له ډلې ېې په حدود د ۶ اعشاریه ۷ ملیونه ېې مختلفو اروپايي هېوادونو ته مهاجر شول. یوازې د ۲۰۲۴م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۴۰۰ زره نور کسان هم دغو هېوادونو ته ورسېدل. د روان کال له پيل تر اګست پورې ۱۷۰زره کسان د اوکراین په شرق کې بېځایه شول.

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرې، کيلي ټي کلیمینتس، د نومبر په ۱۲مه په ژنیف کې وويل چې «بېشماره ماشومانو ته آنلاین زدکړې ورکول کیږي.» هغې وويل دغو ماشومانو «ټولنیز روابط او د ټولګيو حضوري تجربې له لاسه ورکړي دي.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي چې د ۲۰۲۲م کال فبروري راپدېخوا په اوکراین کې بشري وضعیت په ډراماتيکه توګه خراب شوی دی. د ملګرو ملتونو په حواله د اوکراین ۴۰ سلنه نفوس بشري مرستو باندې متکي دي. اوچا او یوان اچ سي آر، د روان کال په سر کې د اوکرایني مهاجرو او د اوکراین د جګړه ځپلو ټولنو د ملاتړ له پاره، د ۴ اعشاریه ۲ ملیارډ ډالرو مرستې اپیل وکړ.

وروسته له هغې چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایدن، اوکراین ته اجازه ورکړه چې کولی شي پر (ATACMS) توغندیو د روسیې په خاوره کې اهداف په نخښهکړي، د اروپايي اتحاديې تر ټولو لوړپوړي ديپلومات، جوزپ بورل، له غړو هېوادونو وغوښتل چې د بایدن له دغه تصمیم سره یو ځای شي. 

بورل د امریکا متحده ایالاتو دغه اقدام د اوکراین له پاره د یو «ډېر ښه خبر» په توګه یاد کړی دی.

بورل په دې هکله وويل: «نن به موږ پر دې بحث وکړو او زه هیله مند یم چې ټول غړي هېوادونه به د امریکا متحده ایالاتو له دغه تصمیم سره يوځای شي.»

د اروپايي اتحاديې تر ټولو لوړپوړي ديپلومات، جوزپ بورل، له غړو هېوادونو وغوښتل چې د اوکراین په هکله د بایدن له تصمیم سره یو ځای شي انځور: Urs Flueeler/dpa/picture alliance

د فرانسې ولسمشر، امانويل ماکرون، هم د امریکا متحده ایالاتو له دغه تصمیمه هرکلی کړی او هغه ېې «یو ښه» تصمیم بللی دی. ماکرون تر دې مخکې هم په کراتو ټينګار کړی وو چې اوکراین ته دې د روسيې په خاوره کې پر اوږد واټن ويشتونکو توغندیو د اهدافو د وېشتلو اجازه ورکړل شي.

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا اوکراین ته د دغه هېواد د تاوروس توغنديو له لېږد سره مخالفت وکړ. شولڅ تر دې مخکې هم په کراتو ويلي وو چې نه غواړي اوکراین ته اوږد واټن ويشتونکو توغندیو په لېږد سره آلمان د جګړې یو ګډونوال وګرځوي.  

په دې هکله د امريکا د ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترمپ د متحدینو نظر له کرملین سره ورته والی لري. د کریملین ویاند دیمیتري پسکوف وويل، داسې ښکاري چې بایدن غواړي له خپل دغه تصمیم سره «کرکيچ ته لا ډېر شدت ورکړي.»

دونالد ترمپ مخکې په کراتو ويلي چې غواړي د اوکراین جګړه پای ته ورسوي خو ډېر جزئیات ېې نه دي ورکړي.

په سومي کې د روسیې بريد

د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلنسکي، د سه شنبې په ورځ وویل چې روسيې تېره شپه د اوکراین په سومي سیمه کې حمله کړې چې په کې د یو ماشوم په ګډون ۷ کسان وژل شوي دي. زیلنسکي دغه راز وویل چې په دغه حمله کې له لسو ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.

tj/sms/mks/bs/ (AP, AFP, DPA, Reuters)

له آرشیف څخه (17.02.2023): 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب