1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین کړکیج: د آلمان د سمندري ځواکونو مشر استعفاء کړې

۱۴۰۰ بهمن ۳, یکشنبه

د آلمان د سمندري ځواکونو مشر کای اخیم شونباخ، د اوکراین او روسیې د بحران په اړه تر شخړیزو څرګندونو وروسته له خپلې دندې استعفاء کړې ده. هغه ویلي وو چې پر اوکراین د روسیې د برید په اړه د لویدیځ اندېښنه «حماقت» ده.

Deutschland Kay-Achim Schönbach
انځور: Bernd Wüstneck/ZB/dpa/picture alliance

د آلمان د سمندري ځواکونو قوماندان اډمیرل کای اخیم شونباخ د شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۲ نیټه) د آلمان د دفاع وزیرې کریسټین لامبریشت ته خپله استعفا وړاندې کړه.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ نوموړي په خپله رسنیزه بیانیه کې لیکلي دي: «ما له اغلې وزیرې غوښتنه وکړه چې د سمندري ځواکونو د قوماندان په توګه دې زما ټول مسئولیتونه او دندې را څخه سلب کړي.»

نوموړي د خپلې دغې غوښتنې دلیل "د زیان مخه نیول" یاد کړي او ویې ویل: «په هند کې د امنیت او نظامي سیاست په هکله زما ناسنجول شوو څرګندونو، زما تر قوماندې لاندې بنسټ باندې ډیر بار اچولی دی. د آلمان پوځ او سمندري ځواکونو ته د لا زیات تاوان رسولو د مخنيوي له پاره دا ګام اړین ګڼم.»

د آلمان د دفاع وزیرې میرمن لامبرشت، د دغه هیواد د سمندري ځواکونو د مشر استعفا منلې ده.

په هند کې شخړیزې څرګندونې

اډمیرل شونباخ په هندوستان کې د مراسمو په ترڅ کې په یوه ویډیو کې چې په انټرنټ کې خپره شوې ده ویلي وو: «د کریمیا ټاپو له لاسه تللې او بیرته نه راګرځي.» نوموړي همدارنګه پر اوکراین د روسیې د برید په اړه د لویدیځ انديښنې بی ځایه او «حماقت» بللې وې. نوموړي ویلي وو چې هغه څه چې پوتین یې غواړي «په برابره سطحه احترام» دی. نوموړي زیاته کړې وه: «ډیره آسانه ده چې هغه ته دغه درناوی وشي، ځکه هغه د دې غوښتونکی دی او په دې کې په حقه هم دی.»

د اوکراین له خوا پر دغو څرګندونو تر اعتراض وروسته، شونباخ هڅه وکړه دغه تیروتنه جبران کړي او په خپل ټویتر کې یي ولیکل: «د تفسیر او وضاحت کولو له پاره هیڅ هم شتون نه لري، دا یوه ښکاره تیروتنه وه.» 

د آلمان د دفاع وزارت ویاند هم ویلي دي چې د شونباخ دغه څرګندونې د دې وزارت له دریځ سره هیڅ ډول مطابقت نه لري. دغه ویاند زیاته کړې ده چې اډمیرل شونباخ باید په دې اړه خپل قوماندان جنرال ابرهارد زون، ته وضاحت ورکړي.

د آلمان د دفاع وزیره کرستینا لامبرشت او اډمیرل کای اخیم شونباخ (دسمبر 2021)انځور: Bernd Wüstneck/ZB/dpa/picture alliance

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت هم د شنبې (د جنورۍ میاشتې ۲۲ نیټه) په ورځ د آلمان سفیر احضار کړی وو او اعلان یې وکړ چې د دغه هیواد چارواکو په اوکراین کې د آلمان له سفیر آنکا فلدهوزن، سره په خبرو کې په څرګند ډول ویلي دي چې د آلمان د سمندري ځواکونو د قوماندان څرګندونې «په بشپړ ډول د منلو نه» دي.

"استعفا کافي نه ده"

د جرمني د سمندري ځواکونو د قومندان له استعفا وروسته په برلین کې د اوکراین سفیر اندرې میلنک وویل: «مونږ د دې اقدام هرکلی کوو چې ښاغلي شونباخ استعفا کړې ده، خو دې کار تیر کشونه یا درځونه پرځای پریښې دي او په نړیواله کچه د آلمان اعتبار یې په شدید ډول تر پوښتنې لاندې راوستلی دی.»

مخکې تر دې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دغه هیواد ته د آلمان د وسلو نه لیږلو پر پریکړې شدید انتقاد کړی وو. دمیترو کولبا، په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې د آلمان دې پریکړې مایوسه کړی دی. نوموړي دغه اقدام «بدبختانه» وباله چې آلمان له ۲۰۱۴م کال راهیسې د اوکراین د مرستې له پاره پورته کړی وو او ټینګار یي وکړ چې له امله یي منندوی دی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر لیکلي وو: «اوس د بل هر وخت په پرتله د روسیې پر وړاندې د لویدیځ اتحاد مهم دی. د روسیې د مهار کولو له پاره ډیرو ډله ایزو کوښښونو ته اړتیا ده. آلماني متحدین باید له خپلو خبرو او اعمالو سره د دغه اتحاد ګډوډولو ته د پای ټکې کیږي.»

د اوکراین په سرحد کې په پراخه پیمانه د روسیې ځواکونو د ځای پر ځای کیدو په پام کې نیولو سره د اوکراین حکومت د ډیرې مودې راهیسې له آلمان څخه غوښتي دي چې اوکراین ته دې اړین پوځي او دفاعي تجهیزات واستوي.

خو د آلمان دولت ویلي دي چې وژونکي وسلې نه باید بحران ځپلو سیمو ته واستول شي. د آلمان د دفاع وزیرې کریستینا لامبرشت، د شنبې په ورځ یو وار بیا ټینګار وکړ: «برلین د اوس له پاره اوکراین ته د وسلو سپارلو اراده نه لري.»

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب