اوکراین وايي د روسیې بریدونه د «مذاکراې پر مېز برید دی»
۱۴۰۴ بهمن ۴, شنبه
کیف د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د جنوري ۲۴مه) وویل چې د روسیې د تېرې شپې بریدونه د مذاکراې پر مېز برید دی.
اوکرايني چارواکو ويلي په دغو بریدونو کې په پلازمېنه کیف کې یو کس وژل شوی او ۴ نور ټپیان دي او دغه راز د اوکراین په دوهم لوی ښار خارکیف کې ۱۹ کسان د ډرون په بریدونو کې ټپیان شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي وویل چې روسېې تېره شپه «له ۳۷۰ ډېر ډرونونه او ۲۱ مختلف ډوله توغندي توغولي دي.»
کیف وايي روسیې داسې وخت دغه بریدونه کړي چې په ابوظبي کې د امریکا متحده ایالاتو، روسیې او اوکراین مرکچي پلاوي په اوکراین کې د نژدې څلورکلنې جګړې د پای ته رسولو په موخه مذاکرات کوي.
نور ولولۍ: زيلنسکي د سولې په خبرو کې پر روسیې د نور فشار غوښتنه کړې
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سيبيګا وویل چې «دا د اوکراینیانو له پاره د روسيې د ترور یوه بله شپه وه،» هغه هم په داسې یو وخت کې چې هلته په عربي متحده اماراتو کې د سولې له پاره هڅې، ديپلوماسي او درې اړخیزه ناسته کيږي.
سیبیګا زیاته کړه: «په بدبینۍ سره، پوتین په داسې یو وخت کې د اوکراین پر ضد د توغندیو د یو لوی وحشیانه برید امر کړی چې مرکچي پلاوي په ابوظبۍ کې غونډه کوي تر څو د امریکا په مشرۍ د سولې پروسه مخ ته ویسي.»
نور ولولۍ: د المان صدراعظم: نوی عصر پیل شوی دی
دا لومړی ځل دی چې روسي او اوکرایني چارواکي د امریکا په ملاتړ د سولې پلان په مذاکراتو کې چې د جمعې په ورځ پیل شوي، له یو بل سره مخامخ ويني. د اوکراین د مرکچي پلاوي مشر رستم عمروف وویل چې په شوو بحثونو کې تمرکز «د روسیې جګړې د پای پر پارمېترونو او د مذاکرې بهیر پر لا ډېر منطق» باندې و.
دامریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، هڅه کوي چې د اوکراین جګړې ته د پای ټکی کېږدي، خو د هغه د سولې پلان دننه په کیف او غربي اروپا کې له تندو نیوکو سره مخ شوی دی، ځکه چې له حده ډېر د مسکو دريځ ته نژدې دی. له بلې خوا د اروپايي سوله ساتو ځواکونو نظرېې ته بیا مسکو منفي غبرګون ښودلی دی.
په اوکراین کې جګړه، د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر دغه هېواد د روسیې له پوځي یرغل راپدېخوا ادامه لري چې تر اوسه په کې په لسونو زره خلک وژل شوي دي.
نور ولولۍ: امريکا او اوکراين د سولې د پلان په ترڅ کې پرمختګونه کړي
دواړه لوري وايي چې د دغې جګړې د پای له پاره د شرقي سیمې دونباس برخلیک ډېر مهم دی، هغه سیمه چې د جګړې له کبله په کې لویه ویجاړي رامنځ ته او په میلیونو اوسېدونکي ېې بېځایه شوي دي.
له آرشیف څخه: