1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

اوکراین د روسیې د چاودیدونکو توکو پر فابریکې برید کړی

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۴ مهر ۳۰, چهارشنبه

اوکراین ادعا کړې ده چې د روسیې په سارانسک ښار کې یې د کیمیاوي موادو پر یوې مهمې فابریکې، چې مسکو ته یې د توغندیو له پاره چاودیدونکي مواد برابرول، بریالی توغندیز او هوایي برید کړی دی.

اوکراین ادعا کوي چې په روسیه کې یې د چاودیدونکو موادو یوه فابریکه په نښه کړې ده
آرشیف انځور: وکراین ادعا کوي چې په روسیه کې یې د چاودیدونکو موادو یوه فابریکه په نښه کړې دهانځور: Governor of Irkutsk Region Igor Kobzev/REUTERS

د اوکراین د پوځ په حواله د «سټورم شیډو» توغندي د روسیې له هوایي دفاع سیستم څخه په تیریدو هدف ته ځان رسولی دی.

زیاته شوې ده چې یو هوايي برید د مسکو په سویل ختیځ ۵۰۰ کیلومترې کې په سارانسک ښار کې د چاودیدنکو موادو یوه فابریکه په نښه کړې ده. په دې کارخانه کې د انسان ضد ماینونه او چاودیدونکي مواد تولیدل. د دې برید نور جزیات لا نه دي خپاره شوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي، اوس د سویډن په دوره تللی دی چیرې چې هغه د دفاعي صادراتو د یوه تړون په هکله پر خبرو اترو بوخت دی.

زیلنسکي د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د اوربند د طرحې ملاتړ کړی دی، خو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر رضایت یې شک ښودلی دی.

د اوکراین ولسمشر ویلي دي چې هغه د امریکا د ولسمشر د هغه وړاندیز ملاتړ کوي چې له روسیې سره دې مذاکرات د جګړې د اوسنۍ جبهې پر اساس وشي، خو په ورته وخت کې هغه پوښتنه مطرح کړې ده چې ایا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به له دې موضوع سره موافقه وکړي که څنګه؟

زیلنسکي اوسلو ته د یوه لنډ سفر پر مهال له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «ترمپ وړاندیز کړی دی چیرته چې موږ یو هم هلته دې پاتې شو او خبرې اترې پيل کړو.»

څرنګه ځمکني ډرونونه د جګړې په ډګر کې کارول کیږي؟

04:02

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب