د امریکا ولسمشر له پوتین او زیلنسکي سره خبرې کړي. د روسیې ولسمشر ویلي چې هغه به له اوکراین سره د سولې موافقې پر احتمالي «یادښت» کار وکړي، په داسې حال کې چې زیلنسکي ویلي چې د کیف له ګډون پرته باید هیڅ پریکړه ونه شي.
ټرمپ ویلي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې خبرې ډیرې ښې وې.انځور: Manuel Balce Ceneta/AP Photo/picture alliance
اعلان
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د روسېې او اوکراین ترمنځ د جګړې پای ته رسولو مذاکرات به سمدستي پيلیږي. ټرمپ د «تروت سوشل» په نوم خپله ټولنیزه شبکه کې ویلي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې خبرې ډیرې ښې وې.
هغه لیکلي دي چې روسیه او اوکراین په سمدستي توګه د اوربند او تر هغې هم مهمه خبره دا چې د جګړې پای ته رسولو له پاره مذاکرات پیلوي. ټرمپ ویلي چې له پوتین سره تر تلیفوني خبرو وروسته یې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي او اروپایي مشرانو سره هم خبرې کړي دي.
ټرمپ د اروپايي کمیسیون له مشرې اورزلا فون دیر لاین، د المان له صدراعظم فریدریش مېرڅ، د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون، د ایټالیا له لومړۍ وزیرې جارجیا میلوني او د فنلنډ له ولسمشر الیکساندر ستب سره هم د دغو تلیفوني اړیکو په هکله خبرې کړي دي.
ټرمپ زیاته کړې ده چې واتیکان د روسیې او اوکراین د مذاکراتو د کوربتوب وړاندیز کړی دی.
پوتین: روسیه به د احتمالي سولې مذاکراتو پر یادښت کار وکړي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خبریالانو سره په خبرو کې له ټرمپ سره خپلې تلیفوني خبرې «صمیمي او معنی لرونکي» و بللې.
پوتین له ټرمپ سره تر خبرو اترو وروسته رسنیو ته وویل: «دا ډیر معلوماتي، ډیر پرانیستې او زما له نظره په مجموع کې ډیرې ګټورې وې.» هغه زیاته کړه چې خبرو اترو تر دوو ساعتونو ډیر دوام وکړ.
پوتین وویل چې روسیه په اوکراین کې د جګړې د سوله ایز حل لارې پلوي کوي او د دواړو خواوو له نظره د جوړجاړي کولو ضرورت دی.
اعلان
زیلنسکي: اوکراین بشپړ او غیر مشروط اوربند ته تیار دی
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي خبریالانو ته وویل چې هغه د امریکا ولسمشر ته ټینګار کړی دی چې د اوکراین په هکله هیڅ پریکړه باید د کیف له شاملولو پرته ونه شي. زیلنسکي په کیف کې خبریالانو ته وویل چې «دا زمونږ له پاره اصولي او ډیر مهم معاملات دي.»
زیلنسکي وویل: «دا مونږ ټولو له پاره ډیر مهم دی چې امریکا ځان له مذاکراتو او سولې ته رسیدو څخه لیري ونه ساتي، ځکه د دې ګټه به یوازې پوتین ته وي.»
زیلنسکي وویل چې هغه د امریکا ولسمشر ته وویل چې کیف «بشپړ او غیر مشروط اوربند ته اماده دی او له روسیې سره هر ډول مستقیم خبرو اترو ته چې نتیجه ولري، اماده دی.»