1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

عربستان: د امریکا او اوکرایني چارواکو ترمنځ تازه مذاکرات شوي

۱۴۰۴ فروردین ۵, سه‌شنبه

د اوکراین جګړې د بندولو په موخه د امریکا او روسي چارواکو ترمنځ تر لومړنیو مذاکراتو وروسته په سعودي عربستان کې امریکايي چارواکو له د اوکراین له مرکچي پلاوي سره لنډ ملاقات کړی دی. امریکا مذاکراتو ته هیله ښوولې ده.

اوکرایني چارواکي وايي چې د واشنګټن او کیف پلاوي په مختصر شکل په سعودي عربستان کې سره لیدلي دي. 
په سعودي عربستان کې امریکايي چارواکو له د اوکراین له مرکچي پلاوي سره لنډ ملاقات کړی دی. انځور: Amer Hilabi/AFP

د دوشنبې په ورځ د امریکا او روسي چارواکو تر منځ تر اوږدو خبرو او مذاکراتو وروسته، اوکرایني چارواکي وايي چې د واشنګټن او کیف پلاوي په مختصر شکل په سعودي عربستان کې سره لیدلي دي. 

د دغو خبرو اترو هدف د «تور سمندرګي د نوښت» د بیا پیل لپاره ول، داسې سیاسي معامله چې د اوکراین د بندرونو له لارې د غلې دانې او نورو خوراکي توکو صادراتو ته اجازه ورکوي.

روسیې ترسره شوې دغه خبرې اترې «ګټورې» وبللې او زیاته یې کړه چې غواړي ملګري ملتونه او نور هیوادونه په دې مذاکراتو کې ښکیل شي. د روسیې لوړپوړي ډیپلومات له واشنګټنه وغوښتل چې کیف ته "امر" ورکړي ترڅو د تور سمندرګي له لارې د انتقالاتو په اړه تړون ته غاړه کیږدي. د روسیې د بهرنیو چارو وزير سرګي لاوروف زیاته کړې چې په مسکو کې حکومت دې ته ليوال دی چې په خپلو صادراتو باندې د محدودیتونو په کمولو سره یوه نوي تړون ته لاره هواره کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همدا راز زیاته کړې چې روسیه نه غواړي چې «څوک هڅه وکړي چې موږ [روسیه] د غلو او سرې له بازارونو څخه اخراج او ګوښه کړي. مسکو فکر کوي چې دا تړون یوازې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د هغه ټیم ته د امریکا د یوه امر په پایله کې ترلاسه کیدی شي.

که څه هم د روسیې خوراکي توکي او کرنیزه سره پر روسیې د وضع شویو اقتصادي محدودیتونو او بندیزونو څخه نه اغیزمنیږي، خو بیا هم روسیه وايي چې په دې برخه کې د پیسو پر انتقالاتو، بیمه او د توکو د لیږد په برخه کې خنډونه دغه څه اغیزمنوي.

د امریکا او کیف ترمنځ لنډ مذاکرات

په ورته وخت کې په سعودي عربستان کې د اوکراین او امریکا استازو د دوشنبې په ورځ د ساعتونو خبرو اترو وروسته، نن امریکايي او اوکرایني چارواکو هم لنډ ملاقات کړی دی. یوې اوکراینۍ سرچینې د مذاکراتو رسنیو ته وویل چې «خبرې اترې پای ته ورسېدې او جزئیات به وروسته اعلان شي.»

تر اوسه پورې د روسیې او امریکا ترمنځ خبرو اترو په اوکراین کې اوربند ته کومه زمینه نه ده برابره کړې. کریملین بیا د سې شنبې په ورځ وویل چې یوه ورځ مخکې له امریکا سره د دوی د خبرو اترو "محتوا" به عامه نه شي او دا چې مسکو لاهم له امریکايي ټیم سره د شویو خبرو اترو پایلې ارزوي.

په روانه میلادي میاشت کې د سعودي عربستان په جده ښار کې اوکراین د جګړې په تړاو د امریکا او روسي ترمنځ د مخکینيو مذاکراتو وروسته، کیف د امریکا له خوا وړاندیز شوي ۳۰ ورځني اوربند سره موافقه وکړه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا وروسته رد کړ.

د جګړې ۱۰۰۰ ورځې؛ اوکراین ته دغه جګړه په کومه بیه تمامه شوه؟

01:54

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب