1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

د واشنګټن د سولې پلان؛ د ترمپ ځانګړې استازې مسکو ته ځي

محمد کریم صالح | فرانس پریس، رويترر، اسوشتید پریس، ډي پي اې
۱۴۰۴ آذر ۵, چهارشنبه

ولسمشر دونالد ترمپ ویلي چې راتلونکې اوونۍ به یې ځانګړی استازی ویتکوف په مسکو کې له پوتین سره وویني. مسکو هم دا خبره تائید کړې. د آلمان صدراعظم نن پارلمان ته په وینا کې وویل چې د امتیازاتو په ورکولو سره سوله نه شي راتللی.

آرشیف - د امریکا ځانګړی استازی ستیف ویکتوف د ۲۰۲۵م کال د اپریل په ۲۵مه په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره
ترمپ ویلي چې راتلونکې اوونۍ به یې ځانګړې استازی ویتکوف په مسکو کې له پوتین سره وویني او مسکو هم دا خبره تائید کړې دهانځور: Kristina Kormilitsyna/AP Photo/picture alliance

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ویلي چې د اوکراين له پاره به د دغه هېواد ځانګړی استازی ستیف ویتکوف راتلونکې اوونۍ په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري. ترمپ زیاته کړې چې زوم ېې جرد کوشنر به هم په دغو مذاکراتو کې له ویتکوف سره مل وي.

ترمپ اېر فورس ون الوتکې ته د پورته کېدو پر وخت خبریالانو ته وویل: «له ستیف ویتکوف سره ممکن جرد هم هلته ولاړ شي. زه د جرد د تلو په هکله ډېر ډاډه نه یم، خو هغه هوښیار سړی، په پروسه کې دخیل دی. زه په دې باور یم چې دوی به راتلونکې اوونۍ په مسکو کې له ولسمشر پوتین سره ناسته ولري.»

ترمپ د اوکراین د امنيتي ضمانتونو په هکله د پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ په دې ارتباط له اروپا سره کار کوو. اروپا به په کې پراخ ګډون ولري.»

له ترمپ څخه د هغه د سولې ۲۸مادیز پلان په هکله هم وپوښتل شول چې روسیې ته په کې امتیازات په نظر کې نیول شوي دي. خو ترمپ دغه پلان «د ېوې نقشې په توګه وښود، نه د یو پلان په توګه» او زیاته ېې کړه چې مادې ېې له ۲۸ څخه ۲۲ ته راکوزې شوي دي.

ترمپ وویل چې مسکو هم «امتیازات ورکوي» او هغه امتیازات دا دي چې «هغوی جګړه دروي او نورې ځمکې نه نیسي.»

ترمپ اېر فورس ون الوتکې ته د پورته کېدو پر وخت خبریالانو ته وویل چې راتلونکې اوونۍ به ېې ځانګړی استازی ستیف ویتکوف مسکو ته ولاړ شيانځور: Alex Brandon/AP Photo/dpa/picture alliance

هغه دا هم وویل چې د سولې مذاکراتو له پاره کوم مشخص تاریخ یا ضرب الاجل شتون نه لري: «تاسو پوهیږئ چې زما له پاره ضرب الاجل څه دی؟ کله چې پای ته ورسيږي.» ترمپ مخکې کیف ته د خپل د سولې پلان سره له ېوې اوونۍ لږ وخت ورکړی وو چې په هکله ېې تصمیم ونیسي.

کریملین مسکو ته د ویتکوف سفر تائید کړ

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریملین د چهارشنبې په ورځ تائید کړه چې د امریکا ځانګړی استازی ستیف ویتکوف به راتلونکې اوونۍ له ولسمشر پوتین سره د خبرو اترو له پاره مسکو ته سفر وکړي.

د پوتین د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف روسي تلویزیون ته وویل چې «راتلونکې اوونې مسکو ته د «ويتکوف» پر سفر ابتدايي توافق شوی دی» او ویتکوف سره به د جمهور رئیس دونالد ترمپ د ادارې نور ارشد چارواکي هم موجود وي.   

دونالد ترمپ سپینې ماڼۍ ته له راتلو مخکې آن په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې ويل چې هغه به په اوکراین کې جګړه پای ته رسوي خو هغه له پوتین سره د مخامخ کتو او څو ځله ټیلفوني اړیکو نیولو باوجود تر اوسه دغه هدف کې نه دی بریالی شوی.

پر مسکو د واشنګټن د فشارونو او هلو ځلو سره جوخت د اروپايي رهبرانو ترمنځ هم د اوکراین پر موضوع تاوده او جدي بحثونه روان دي. 

انځور: dts Nachrichtenagentur/IMAGO

مېرڅ: موږ سوله د تسليمېدو له لارې نه غواړو

د آلمان صدراعظم فریدریش مېرڅ د دغه هېواد پارلمان ته د وینا پر مهال په اوکراین کې د جګړې د پای له پاره د ترمپ د ادارې له هڅو هرکلی وکړ، خو ټينګار ېې وکړ چې اروپا باید هرومرو په اروپایي قضایاو کې دخیله وي.

مېرڅ وویل: «اروپا د لوبې وسېله نه، بلکې د خپلو ګټو او ارزښتونو یو مستقل عامل دی.» د آلمان صدراعظم زیاته کړه: «هو، موږ غواړو چې دغه جګړه د امکان تر حده ژر پای ته ورسيږي، خو د اوکراین او اروپايانو له تائید پرته د زبرځواکونو ترمنځ یو تړون په اوکراین کې د یوې واقعي او تل پاتې سولې هېڅ مبنا نه ده.»

مېرڅ زیاته کړه چې روسیه باید پوه کړل شي چې نشي کولې له دغې جګړې بریالۍ ووځي. هغه دا هم وویل چې د امتیازاتو پر ورکړې سوله نه راځي: «موږ سوله د تسلېمدو له لارې نه غواړو ــــ موږ د خپلو دموکراټيکو او آزادو ارزښتونو په توګه، د اروپا د خلکو سولیزه همکاري غواړو.»

په عین وخت کې د اروپايي کمیسیون مشرې، اورزولا فون دېر لاین هم هغو مواردو ته اشاره کړې چې اروپا د اوکراین د سولې په هر ډول تړون کې کوم څه قبولوي او څه نه شي قبولوی.»   

هغې وویل د اوکراین امنیت د اروپا امنیت دی او دا چې «اوکراین لا هم په یوه ډېره ستره لوبه کې لومړی ګام دی.»

فون ديرلاین وویل چې د اوکراین او اروپا له پاره د سولې هر ډول تړون باید جګړه پای ته ورسوی نه داسې یوه پرېکړې چې هغه «د راتلونکې له پاره د نورو شخړو تخمونه وکري.»

ډرونونه څرنګه په اوکراین کې جګړې ته بله بڼه ورکوي؟

01:57

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب