1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

روسیې پر کیف تازه بريدونه کړي

۱۴۰۳ شهریور ۱۴, چهارشنبه

د اوکراين پوځ د روسیې له خوا د بې پېلوټه الوتکو او توغنديو د بريدونو له يوې نوې څپې څخه خبر ورکړی دی. په پولتاوا سيمه کې د روسیې په بريدونو کې د يو شمير کسانو د وژل کيدو له کبله د دريو ورځو وير اعلان شوی دی.

روسیې پر کيف او لووف ښارونو تازه بريدونه کړي
د اوکراين په لوېدیځ ښار لووف کې د روسیې په بريد کې درې کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوي دي.انځور: Roman Baluk/REUTERS

د اوکراين پوځ ويلي دي چې پر کيف او لووف ښارونو یې د شپې له خوا د روسیې د بريدونو يوه تازه څپه دفاع کړې ده.

پوځ زياته کړې ده چې روسیې د کيف ښار د توغنديو او لووف ښار د بې پېلوټه الوتکو هدف ګرځولی وو.

رويترز خبري آژانس د عيني شاهدانو له قوله ويلي دي چې د دافع هوا سيسټمونو غږونه اوريدل کیدل.

په دې منځ کې د چهار شنبې په سهار د پولند دافع هوا سیسټمونه هم فعال کړل شوي دي چې دا په دې تېرو اتو ورځو کې دريم ځل دی.

د پولند پوځ د ټولنیزو رسنيو له لارې ویلي دي: «د روسیي فدراسيون د اوږد واټن د هوايي الوتنو د فعاليتونو د مشاهدې له کبله چې بريدونو ترسره کوي، [تېره شپه] په پولند کې د ټولو دافع هوا سیسټمونو له پاره يوه ډېره مصروف شپه وه.»

والي: په لووف کې ۳ کسان وژل شوي

د اوکراين په لوېدیځ ښار لووف کې د روسیې په بريد کې درې کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوي دي. دا خبره د لووف والي ماکسيم کوزېتسکي، کړې ده. تر دې دمخه د دوو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی وو.

نوموړي د تليګرام له لارې ويلي دي: «له بده مرغه پر لووف د شپې له خوا په ترسره شوې بريد کې يو بل دريم کس هم وژل شوی دی. د لومړيو معلوماتو په حواله دا يوه ۱۴ کلنه نجلۍ ده.»

نوموړي زياته کړې: «د ټپيانو شمير هم ۲۵ کسانو ته لوړ شوی دی.»

کوزيستکي وويل چې په ټپيانو کې څو ماشومان هم شامل دي.

ولي د روسیې کورسک سیمه د اوکراین له پاره مهمه ده؟

02:00

This browser does not support the video element.

تېره اونۍ روسیې د دې ښار د انرژۍ زيربنا ويشتلې وه چې په پايله کې یې په سيمه کې بريښنا پرې شوې وه. د لووف ښار چې د خپل تاريخي مرکز له کبله د سياحت له پاره مشهور دی، تر اوسه په دې جګړه کې تر ډېره حده خوندي پاتې وو او ډېر ستر زيان یې نه وو ليدلی.

پولتاوا کې درې ورځې وير

د پولتاوا سيمې والي پر دغه ښار باندي د روسیې تر بريد وروسته چې ډېر انسانان پکې ووژل شول، له پنجشنبې ورځې څخه درې ورځي وير اعلان کړی دی.

چارواکي وايي چې د روسیې دا بريدونه چې يوه پوځي اکاډمي او يو نږدې روغتون یې هدف ګرځولي ول، د دې جګړې چې تر دوو کلونو ډېرې مودې راهېسې دوام لري، له خونړيو بريدونو څخه وو.

د پولتاوا والي فيلیپ پرونین، د تليګرام له لارې ويلي دي: «دا د پولتاوا سيمې او ټول هېواد له پاره يوه ستره غميزه ده.  د دښمن دې برید د ۴۱ کسانو ژوند واخيست او تر ۱۸۰ ډېر کسان ټپيان دي. کورنيو او دوستانو ته یې د زړه له تله  تسليت وايو.»

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، د بريد په اړه د پلټنو لارښوونه کړې ده.

نوموړي زياته کړې: «موږ په نړۍ کې له هر هغه چا څخه چې قدرت لري، د دې ترور د درولو غوښتنه کوو: اوکراين دافع هوا سيسټمونو او میزايلونو ته اوس اړتیا لري چې په ذخيره کې یې نشته.» 

په همدې ترڅ کې په پام کې ده چې د ايرلنډ صدراعظم سيمون هېرس، به نن، چهارشنبه اوکراين ته سفر وکړي او په کیف کې به له ولسمشر زيلنسکي سره وګوري.

نوموړي ويلي دي: «زه غواړم د اروپا پر لویه وچه د جګړې اغیزه له نږدې او پخپلو سترګو ووينم.»

په پام کې ده چې نوموړی به له اوکراين سره د ۴۳ میليون يورو مرسته هم اعلان کړی چې پر بشري مرستو او د بيارغونې پر هڅو به متمرکزه وي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP, AP, dpa)

اوکراین: کرنیز ډرونونه څنګه د روسي پر وړاندې جګړه کوي

03:52

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل