روسيې پر کیف «درنې حملې» کړي
۱۴۰۴ مهر ۱۸, جمعه
د اوکراین هوايي ځواکونو د جمعې په ورځ وویل: «د هېواد پلازمېنه د دښمن د بالستیک توغنديو او ډرونونو تر درنو حملو لاندې راغلې ده.» دوی له ځايي اوسېدونکو غوښتي چې په خپلو هستوګنځایونو کې پاته شي.
د اوکراین د انرژۍ وزیرې سویتلانا ګرینچوک وویل چې د انرژۍ تاسیسات د روسي ځواکونو له «درنو حملو اغېزمن شوي دي.»
هغې زیاته کړه: «د امنيتي شرایطو په اماده کېدو سره به د برېښنا کارکوونکي د حملې له امله اوښتی زيان بررسي کړي او د بيارغونې کارونه به پېل کړي.»
د فرانسې خبري آژانس لیکي چې په پلازمېنه کيف کې ېې خبریال د څو درنو چاودنو غږونه اورېدلي او د ښار په مختلفو برخو کې د کورونو برېښنا قطع شوې ده.
د کیف ښاروال ويتالي کلیچکو وویل چې په دغو حملو ۶ کسان ټپیان شوي چې پنځه ېې د درملنې له پاره روغتون ته رسول شوي دي. هغه پر ټلیګرام شبکه لیکلي: «د پلازمېنې په کيڼه خوا کې برېښنا نشته، د اوبو رسونې په برخه کې هم ستونزې موجودې دي.»
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي ويلي چې روسیې تېره شپه ۴۵۰ ډرونونه او ۳۰ توغندي توغولي دي.
د روسیې پر وړاندې د مشخصو اقداماتو غوښتنه
هغه د اوکراین د انرژۍ پر زېربناو تر دغو حملو وروسته یو ځل بیا له خپلو متحدینو د روسیې پر وړاندې د مشخصو اقداماتو غوښتنه کړې ده. زیلنسکي پر اکس شبکه په یوه پست کې له امریکا متحده ایالاتو، اروپا او جي۷ ډلې غوښتي چې اوکراین ته دافع هوا سیستمونه ورکړي او په روسیې تحریمونه زیات کړي.