1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

روسيه وايي پر دونيڅک یې د اوکراين برید شنډ کړی دی

۱۴۰۲ خرداد ۱۵, دوشنبه

دا څرګنده نه ده چې ادعا شوی برید د اوکراین د ځوابي حملې برخه ده او که څنګه. په ورته وخت کې یوې اوکراین پلوه ډلې ویلي چې نیول شوي روسي عسکر به له بلګورود څخه کیف ته انتقال کړي.

Russland | Schäden durch Militärangriff auf Donezk
انځور: Valentin Sprinchak/dpa/TASS/picture alliance

د روسیې د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ ویلي چې ځواکونو یې د اکراین په ختیځ دونیڅک سیمه کې د اوکراین ستر برید شنډ کړی دی.
وزارت ویلي چې کیف د یکشنبې په ورځ د زغروالو نقليه وسيلو او ټانکونو سره بريد کړی دی.  وزارت زیاته کړې چې روسي ځواکونو ۲۵۰ اوکرایني سرتېرې وژلي او لسګونه ټانکونه او موټرې یې ویجاړ کړي دي.

په دې اړه اړوند مطب: کیف: روسیه په بخموت کې د ورځې ۵۰۰ عسکر له لاسه ورکوي
د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف ویلي: « د دښمن موخه دا وه چې زموږ دفاع د جبهې په تر ټولو ضعیف سیکتور کې ماته کړي او سيمې ته داخل شي. دښمن دغه هدف ته نه دی رسیدلی او هیڅ بریا یې نه درلوده.» 
د مسکو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي او دا څرګنده نه ده چې آیا دا ادعا شوی برید د هغو متقابلو ځوابي بریدونو برخه ده چې اوکراين یې له اوږدې مودې راهيسې د روسيې له خوا په نيول شويو سيمو کې پلانوي. 

اړوند مطلب:مسکو د باخموت د نیولو ادعا کړې، کیف يې نه مني

په همدې حال کې د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قوماندان ویلي چې اوکرایني ځواکونه باخموت ته څېرمه پرمختګ ته دوام ورکوي.
اولیکساندر سیرسیکي په ټیلیګرام کې ویلي چې ځواکونه یې ښار ته نږدې د روسیې پوځ یوه پوسته ویجاړه کړې ده.
اوکرایني چارواکو له څو میاشتو راهیسې د یوه ځوابي برید د پلان خبره کوي، خو د داسې یوه برید د څرنګوالي په اړه یې څه نه دي ويلي چې آیا دا به د جگړې د  ۱۱۰۰ کیلومتره لومړۍ کرښې په اوږدو کې یو بشپړ برید وي، که د روسیې ځواکونو او تاسیساتو د کمزوري کولو لپاره جلا جلا کوچني بریدونه وي.

کيف ته د نیول شويو روسي عسکرو سپارل

اوکرايني پلوه روسي داوطلبه عسکرو ويلي دي چې دوی په بلگورود کې د چاپې پر وخت يو شمیر روسي عسکر نيولي دي او هغه به په کيف کې اوکرايني چارواکو ته وسپاري.  

د يکشنبې په ورځ په تليگرام کې خپره شوې يوه ويډيو کې  ظاهراً د روسي عسکرو يوه ډله په بند کې ليدل کيږي چې دوه د روغتون پر بستر پراته دي. 

زموږ فېسبوک پاڼه هم تعقیب کړی

په دغه ويديو کې يو تن وايي: »موږ د دې کسانو د برخليک په اړه پريکړه کړې ده. دوی به د تبادلې د پروسې په موخه اوکراين ته انتقال شي.«

د بلگورود د سيمې گورنر واچسلاو گلادکوف تر دې دمخه ويلي ول چې که چېرې دغه عسکر ژوندي وي نو په اړه یې خبرو اترو ته چمتو دی. خو په ويډيو کې ليدل کيدونکي کس ويلي دي چې گلادکوف د ليدنې کتنې له پاره ټاکل شوي ځای ته نه وو ورغلی.

 
 

اوکراین ته به اف-۱۶ ډوله جنګي الوتکې ورکړل شي؟

02:10

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل