1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

ترمپ د امريکايي میزايلو د کارولو پر پريکړه نيوکه وکړه

بريښنا صابر | فرانس پريس، ډي پي ای، اسوشېتد پريس
۱۴۰۳ آذر ۲۳, جمعه

د امريکا منتخب ولسمشر دونالد ترمپ، ويلي دي چې هغه په دې آند دی چې اوکراين ته د امریکا له خوا ورکړل شويو اوږد واټن د توغنديو د کارولو په تړاو پريکړه شخړه لا پسې پراخوي.

دونالد ترمپ او زيلنسکي د شنبې په ورځ په پاريس سره وليدل
ترمپ، ويلي په دې آند دی چې اوکراين ته د امریکا له خوا ورکړل شويو اوږد واټن د توغنديو د کارولو په تړاو پريکړه شخړه پراخويانځور: Ukrainian Presidency/abaca/picture alliance

د امريکا متحده ایالاتو ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترمپ، د پنجشنبې په ورځ وويل چې هغه «په شدت سره د ولسمشر جو بایدن، له لوري د تګلارې د بدلون سره مخالفت لري چې اوکراين ته اجازه ورکوي څو په روسيه کې په امريکا جوړ میزايلونو سره اهداف په نخښه کړي.« 

ترمپ، وويل «څه چې کيږي هغه ليونتوب دی، موږ ولې دا کار کوو؟ موږ په دې توګه يوازې دا جګړه لا پسې پراخوو او هغه لا پسې ناوړه کوو. د دې کار اجازه باید نه وای ورکړل شوې.»

ولسمشر جو بایدن، تېره مياشت هغه وخت دغه بندیز پورته کړ چې شمالي کوريا څه نا څه ۱۵۰۰۰ عسکر د خپل متحد روسیې د ملاتړ په موخه د جګړې لومړۍ کرښې ته واستول.

ترمپ، چې د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتین، علاقمند بلل کيږي، په تکراري ډول یې ویلي دي چې د واک تر سمبالولو سملاسي وروسته به د اوکراين جګړې ته د پای ټکی کيږدي که څه هم چې نوموړي په دې اړه جزئيات نه دي ورکړي چې دا کار به څرنګه ترسره کوي.

د جګړې ۱۰۰۰ ورځې؛ اوکراین ته دغه جګړه په کومه بیه تمامه شوه؟

01:54

This browser does not support the video element.

د تېرې شنبې په ورځ په پاريس کې د فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون، او اوکراين د رئيس جمهور ولوديمير زيلنسکي، سره تر ليدنې کتنې وروسته، دونالد ترمپ ويلي ول په هغه جګړه کې چې روسیې د ۲۰۲۲م کال په فيبرورۍ میاشت کې د ګاونډي هېواد اوکراين له اشغال سره پېل کړې وه، ډېر زيات انسانان وژل شوي دي.

ترمپ، ويلي ول: «زه د دواړو اړخونو په هکله غږيږم. دا به په رښتيا د دواړو لورو په ګټه وي چې دا څه پای ته ورسیږي.»

امريکا د ۵۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو پوځي مرستې اعلان کړی

امريکا له اوکراين سره د ۵۰۰ ميليونو ډالرو د پوځي مرستې د بلې بستې اعلان کړی دی.

د امريکا د بهرنیو چارو وزير انتوني بلېنکن، وويل چې په دې بسته کې د HIMARS د توغنديو سیسټم او همدا راز د HARMs ميزايلونو مهمات او نوره مرسته شامله ده.

بلېنکن، د يوې اعلامیې په خپرولو سره وويل: «امريکا زموږ شريک اوکراين ته چې د روسیې د روانو بريدونو په مقابل کې دفاع کوي، د هغو وسلو او ابرازو يوه بله بسته ورکوي چې په عاجله توګه ورته اړتيا ده.»

په واشنګټن کې حکومت لس ورځې تر مخه ويلي ول چې اوکراين ته د ۷۲۵ ميليونو ډالرو په ارزښت ميزایلونه، مهمات، پرسونل ضد ماينونه او نورې وسلې استوي.

همدا څو ورځې تر مخه امريکا له اوکراین سره د تقريباً ۹۸۸ میليون ډالرو د یوې بلې بستې اعلان کړی وو.

د امريکا د ملي امنيت شورا وياند جان کيربي، ويلي ول چې ولسمشر جو بایدن، «په څرګند ډول ويلي دي د روانې دورې تر پای پورې به د اضافي بستو ورکړې ته دوام ورکوي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل