د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، پر اوکراين باندې د روسیې وروستي بريدونه چې لږ تر لږه ۱۳ کسان پکښې وژل شوي دي، غندلي دي او د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين یې «ليونی» بللی دی.
د روسیې او اوکراین ترمنځ د بنديانو د تبادلې سره سم ترسره شويو دې بريدونو کې د شنبې او يکشنبې ترمنځ شپه کې ډېر کسان ټپيان شوي هم دي.
اړونده موضوع: روبيو: روسیه ښايي تر راتلونکې اوونۍ د اروبند شرایط وړاندې کړي
ترمپ، د سوشل تروت د خپلې ټولنیزې رسنۍ په يوه پوست کې وويل: «ما تل ويل چې پوتين، ټول اوکراين غواړي، نه يوازې يوه برخه او ښايي دا خبره سمه ثابته شي، خو که چېرې هغه دا کار کوي نو دا به د روسیې د سقوط باعث شي.»
ترمپ ، زياته کړې: «ما تل له ولاديمير پوتين، سره ښې اړيکي لرلي دي خو اوس پرې څه شوي دي. هغه اوس ليونی شوی دی!»
د پوتين، په اړه د ترمپ، دا څرګندونو له مسکو څخه د مخ پر زياتيدونکي نهيلي توب نخښه ده.
د اوکراين په جګړه کې د ناهيليو او ویجاړۍ شيبې
د انځورونو ګالري: په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې بریدونه دوام لري، د اوکراین اوسیدونکي د ورځني ژوند شيبې په اضطراب او ناهیلیو کې تيروي. انځور: Vadim Ghirda/AP Photo/picture alliance په کيف کې يوه سپين سرې ښځه د خپل کور له ماتې کړکۍ څخه بهر ته ګوري. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې که جګړه ۱۲ میاشتې دوام وکړي د دغه هېواد ۹۰ سلنه وګړي ښایي له فقر سره مخامخ شي. که داسې وشي، اوکراين له اقتصادي پلوه کابو دوه لسيزې شاته ځي.
انځور: Thomas Peter/REUTERS د لوږې له کبله له مرګ څخه تيښته د اوکراين دويم ستر ښار خارکيف، کې لوږي ځپلي خلک د سالتيوکا په سیمه کې پر يوه پلورنځي هجوم وروړی دی. د خارکيف، چرنيهيف، سومي او د اوکراين په شمال شرق کې اوختیرکا وضعيت متزلزل دی. د دغه ښار خلک په پرله پسې ډول د توغندیو او هوايي بریدونو لاندې ژوند کوي.
انځور: Andrea Carrubba/AA/picture alliance د ویجاړیو په ترڅ کې د آرامۍ يوه شيبه په کيف کې د اطفايې کارکونکې، يوې ښځې ته چې د روسي ځواکونو په بمبارۍ کې يې اپارتمان ويجاړ شوي تسلي ورکوي. دغه ښځه د نورو ډيرو کسانو په څير له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ شوې، چې کورونه یې د روسيې د ادعا برخلاف چې ويلي وو پر غير نظامي خلکو بريدونه نه کوي، په پرله پسې ډول تر بریدونو لاندې راځي. هره ورځ يو شيمر ملکي وګړي وژل کيږي، ټپيان کيږي او کورونه يې پر کنډوالو اوړي.
انځور: Vadim Ghirda/AP Photo/picture alliance په خارکيف کې تر ځمکې لاندې زيږنتون کې يوه مور خپل ماشوم په غيږ کي نيسي. ښایي ډیر وخت میندواره میرمنې په دغه ډول سرپناوو کې ماشومان وزیږوي. ډیری روغتونونه د روسي بمباریو په ترڅ کې په نښه شوي دي. حتی په ماریوپول کې د ماشومانو یو روغتون بمبار شوی چې د نړۍ په کچه سخت غبرګونونه راپارولي.
انځور: Vitaliy Gnidyi/REUTERS په دهلیز کې د ټپیانو درملنه د اوکراین په ماریوپول ښار کې ټپیان د یوه روغتون په دهلیزونو کې بستر شوي دي. د دې بندري ښار وضعیت، چې روسیه یې د کنټرول ادعا کوي، ویجاړونکی دی. د اوکراین په شمال ختیځ کې د ایزیوم په محاصره شوي ښار کې هم وضعیت همداسې دی. د اوکراین حکومت په دې لټه کې دی چې د محاصره شویو ښارونو اوسیدونکو ته خواړه او درمل ورسوي.
انځور: Evgeniy Maloletka/AP/dpa/picture alliance د دونیڅک په سیمه کې د وولنوواخا ښار چې د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو تر کنترول لاندې دی، اوسیدونکي یې له څه مودې راهیسې بشري مرستې ترلاسه کوي. د اوکراین په ختیځ کې دونیڅک او لوهانسک سیمې د سختو جګړو ډګر دی. د روسیې او د اوکراین د بېلتون غوښتونکو له خوا ورکول کیدونکي خبرونه کې ادعا کیږي چې روسي ځواکونو په سیمه کې نور ځایونه نیولې دي.
انځور: ALEXANDER ERMOCHENKO/REUTERS د اوکراین په لوېدیځ ښار لویف کې د یوې کورنۍ غړي په خاموشۍ سره د وژل شویو سرتېرو له پاره د ماتم مراسم تر سره کوي. په دغه ښار کې د روسیې په بریدونو کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیسارۍ په وینا د فبرورۍ له ۲۴مه د روسیې د یرغل له پیل راهیسې د مستند شوو ملکي وګړو شمېر له ۷۰۰ څخه زیات دی. په دغه ډله کې ۴۲ ماشومان او تنکي ځوانان شامل دي.
انځور: Vincenzo Circosta/ ZUMAPRESS/picture alliance په کیف کې يو تن کارکونکې له یوه پلورنځي څخه کثافات لرې کوي چې، د روسیې د توپچي برید وروسته یوازې کنډوالې پاتې دي. د ودانيو ترڅنګ داسې بريښي چې له کییف څخه هیلې هم کوچیدلي دي. کله به بیا دا پلورنځی پرانستل شي؟ آیا کیف ته به بیا ورځنی ژورند راوګرځي؟ دا هغه پوښتنه ده چې ټول اوسیدونکي له ځانه کوي.
انځور: Mykhaylo Palinchak/ZUMAPRESS/picture alliance
اړونده موضوع: ترمپ ويلي زیلنسکي د کریمیا ټاپو پر سر جګړه اوږدوي
ترمپ، وويل چې پوتين، د اوکراين پر ښارونو «پرته له کوم دليله» د میزايلونو او ډرونو له فېرولو سره «پرته له اړتيا ډېر خلک وژني.»
ترمپ، پر مسکو د اضافي بندیزونو په اړه غور کوي ترمپ، رسنیو ته وويل چې «د پوتين، له کړنو خوښ نه دی،»او د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا پر روسیې به د نورو بندیزونو په اړه غور وشي، نوموړي وويل: «هرو مرو.»
ترمپ، وويل: «زه هغه [پوتين] له پخوا پيژنم. تل مې ورسره ښې اړيکي لرلې، خو اوس پر ښارونو بريدونه کوي او خلک وژني او زه دا کار په هیڅ صورت کې نه خوښووم.»
روسیې په دريمه پرله پسې شپه پر اوکراين بريدونو ته دوام ورکړ اوکرايني چارواکو د دوشنبې په سهار ويلي دي چې روسیې په پرله پسې دريمه شپه د جنګي ډرونو په کارولو سره خپلو بريدونو ته دوام ورکړی دی.
دا په ۲۰۲۲م کال پر اوکراين باندې د روسیې د بشپړ يرغل راهېسې تر ټولو ستر بریدونه بلل شوي دي.
اړونده موضوع: په اوکراين کې د روسيې پراخ بريدونه: په ډېرو سيمو کې بريښنا پرې شوې
د اوکراين هوايي ځواک د تليګرام له لارې د روسیې د نویو کروز توغنديو د بريدونو په اړه خبرداری ورکړی دی.
چارواکو ويلي چې په يو شمیر سیمو کې د دافع هوا سیسټمونه نصب کړل شوي، په داسې حال کې چې د ډېرو چاودنو په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي.
د تلفاتو او يا زيان په اړه په سملاسي توګه څه نه دي ویل شوي.
د اوکراین د هوايي ځواک په حواله د روسیې ډرونونو يا بې پېلوټه الوتکو له تورې بحيرې څخه بندري ښار اوديسا په نخښه کړی وو.