ستولتنبيرګ: اوکراين د ناټو تر توليد ډېر مهمات کاروي
۱۴۰۱ بهمن ۲۴, دوشنبهد ناټو د پوځي ائتلاف عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ له خبريالانو سره د خبرو پر وخت وکړې. نوموړي په دې ترڅ کې زياته کړه: «د اوکراين په جګړه کې په ډېر زيات مقدار کې مهمات مصرفيږي او د دې ائتلاف زېرمې د خالي کيدو په حال کې دي.»
ستولتنبيرګ وويل: «د اوکراين د مهماتو د مصرفولو کچه زموږ د توليد د اوسنۍ کچې په مقابل کې څو چنده لوړه ده.» نوموړي ومنله چې ناټو په داسې حال کې اوس له «ستونزې» سره مخ ده چې د ستر کاليبر مهماتو ترلاسه کولو ته د انتظار موده له ۱۲ مياشتو څخه ۲۸ ته غځيدلې ده.
اړونده موضوع:د اوکراین سفیر: المان د نورو وسلو ژمنه کړې ده
خو د ناټو عمومي منشي ټينګار وکړ چې اخيستل شوي ګامونه په دې معنی دي چې د ناټو غړي هېوادونه «لاس په کار شوي او دا به موږ د دې جوګه کړي چې هم له اوکراين سره مرستې ته دوام ورکړو او هم خپلې ذخېرې بيرته ډکې کړو.»
د اوکراين لودیځوال ملاتړ کوونکي به چې دغه هېواد ته د ميلياردو ډالرو وسلې ورکوي، د سه شنبې په ورځ سره په داسې حال کې وګوري او د اوکراين د وسلو پر تقاضا به بحث وکړي چې د ستولنبیرګ په خبره د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين «نوي تهاجمي عمليات» پيلوي.
اړونده موضوع: اروپايي اتحاديه له اوکراین سره نوري مرستي کوي
د ناټو دې مشر وويل چې د ائتلاف د غړيو ترمنځ د اوکراين پر هغه غوښتنه چې د جګړې ډګر ته د عصري جنګي جټ الوتکو د ليږدولو له پاره کړې ده، بحث روان دی.
خو نوموړي وويل چې تمرکز د دې په ډاډمنولو دی چې کیف ته د اړتيا وړ وسلو لړۍ په سم وخت کې جاري وساتله شي او متحدين تر مخه کړې ژمنې عملي کړي.
ستولتنبيرګ وويل: «دا څرګنده ده چې موږ د تدارکاتو په سيالۍ کې قرار لرو.» نوموړي زياته کړه: «اصلي وړتياوې لکه مهمات، سون توکي او اضافي پرزې د روسیې له خوا په جګړې د پېل تر مخه باید اوکراين ته ورسيږي. سرعت به ژوندونه وژغوري.»
ب. ص/ ن. ز (AFP)
د اړوندو موضوعګانو له پاره زموږ فيسبوک پاڼې ته هم سر ورښکاره کړئ: