1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراين لس چنده زياته نظامي مرسته غواړي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۳, یکشنبه

اوکراين د روسيې د تعرضي جګړې پر ضد مبارزه کې له خپلو لوېديځو ټلوالو څخه د لا زياتو نظامي تجهيزاتو غوښتنه کوي.

Ukraine | Krieg | Zerstörung in Bachmut
د اوکراين بخموت کې د جگړې له کبله زيات زیان اوښتیانځور: Adam Tactic Group/Handout/REUTERS

اوکراين پر خپلو غربي ټلوالو ږغ کړی دی چې له روسيې سره د جګړې په ترڅ کې بايد ورسره د لا زياتو تجهيزاتو مرسته وشي. دغه هيواد د روسيې پر ضد د لا سختو بنديزونو لګولو غوښتنه هم کړې ده. د اوکراين د باندنيو چارو معين اندريې مېلنيک د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اپريل ۲۲نېټه) پر خپله ټويټرپاڼه وليکل:

«موږ له خپلو ټلوالو څخه د هغوی د نظامي مرستې له کبله منندوی يو. خو دغه مرستې کفايت نه کوي.»

مېلنيک زياته کړې ده: «اوکراين سږ کال د روسيې د يرغل ختمولو لپاره لس چنده زياتو مرستو ته اړتيا لري.» په وينا يې تر اوسه پورې ټولو ټلوالو په مجموعي توګه ۵۵ مليارده ډالره ورته چمتو کړي دي.

په جگړه کې د اوکراين ولسي خلکو ته هم زيات زيان اوښتی دیانځور: Yuliia Ovsiannikova/Ukrinform/abaca/picture alliance

لا زيات بنديزونه

په عيني حال کې د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلينسکي د روسيې پر ضد د لا سختو بنديزونو لګولو غوښتنه کړې ده. هغه په خپل ورځني ويډيويي پيغام کې ويلي دي: «د روسيې د ټول جنګي اقتصاد پر ضد چې بنديزونه هر څومره سخت وي، هومره ژر به جګړه ختميږي.»

خو له بل پلوه بيا روسيې په تکراري توګه ادعا کړې چې د لوېديځ لخوا ورباندې لګول شوي بنديزونه د جګړې د ختمولو په لاره کې بې اغېزه دي.

دغه هم ولولئ: ناټو له اوکراین سره ۱۱۲ میلیارده یورو مرسته کوي

د اوکراين د باندنيو چارو وزير مېلنيک په دې نظر دی چې د اوکراين لوېديځ ملګرې بايد دې ته د پای ټکی کښېږدي چې صرف په مصنوعي توګه د مرستو په ترڅ کې سرې ليکې کاږي. هغه غوښتنه وکړه چې پر ځای دې يې هر ټلوال هيواد له خپل خالص کورني توليد څخه يو فيصد و اوکراين ته د وسلو د لېږلو لپاره مصرف کړي. دا به د مثال په توګه له آلمان څخه ۳۵ مليارده يورو وي.

ياد اوکرايني دپلومات ويلي دي چې د دويمې نړيوالې جګړې سره په مقايسه دغه لګښتونه کم دي. هغه ويلي: «ټلوال بايد چې د دغې جګړې بشپړه اندازه درک کړي.»

آ./ا.ا./ن.ص.

 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل