1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپايې اتحاديه کي د اوکراين د غړيتوب غوښتنه

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۰, سه‌شنبه

د آلمان صدراعظم شولڅ او د فرانسې ولسمشر مکرون د اوکراين جگړه ستره ننگونه وبلله او د اور بند او خبرو اترو غوښتونکي شول. خو دواړه په اروپايې ټولنه کې د اوکراين په اړه د نظر توپير لري.

Deutschland I Frankreichs Präsident Macron trifft Bundeskanzler Scholz in Berlin
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د فرانسې جمهور رئيس امانويل مکرون تر بيا ټاکل کيدو وروسته خپل لومړی بهرنی سفر د دوشنبې په ورځ  برلين ته وکړ او هلته يې د آلمان له صدراعظم اولاف شولڅ سره وکتل.

په دغه کتنه کي د خبرو اترو تر ټولو مهمه موضوع د اوکراين جگړه وه. د آلمان او فرانسې مشرانو پر دي ټينگار وکړ چې د اور بند غوښتونکي دي او د اوکراين او روسيې تر منځ خبري اتري، سولي ته د رسیدلو يوازنۍ لار ده.

د اروپايي ټولني کمېسيون دغي اتحاديې ته د اوکراين غړيتوب ارزوي. اولاف شولڅ په دغه کتنه کي ټينگار وکړ: «موږ ټول په دې نظر يوو چې اوکراين په ارويايې کورنۍ پوري تړاو لري. موږ د گډې اروپا پر لور د لاري اواريدو په لټه کي يوو. اروپايې اتحاديه به ډير ژر خپلې ارزوني وړاندې کړي.»

په قوی احتمال سره به د اروپايې اتحاديې کمېسيون په جون مياشت دغي ټولني ته د اوکراين د غړيتوب د غوښتني په اړه خپل دريځ اعلان کړي.

خو د فرانسې جمهور رئیس دغه احتمال تر پوښتني لاندې راوست او ويې ويل: »موږ ټول پوهيږو چې اوکراين په اوسنيو معيارنو او ستاندردونو سره اروپايي ټولني ته ورګډېدل يې امکان لري څو کاله يا څو لسیزي وخت ونيسي.«

د فرانسې جمهور رئیس په مقابل کې د يوې «سياسي اروپايې ټولنې» رامنځ کولو له پاره له دغې اتحاديې څخه بهر د ديموکراتيکو هيوادونو لکه اوکراين وړانديز وکړ، چې «د سياسي او امنيتي همکارۍ له پاره نوي فضا رامنځ ته کړي.»

اولاف شولڅ د دې خبرو په غبرګون کي وويل: »روښانه ده او دا بايد زموږ د هغه پروسې مخه ونه نيسې چې موږ له اوږدې مودې راهيسې پرې کار کوو. يعني د الحاق پروسه. دا په ځانگړي توگه د بالکان د لوېديځ هيوادونو په برخه کې صدق کوي.«

پر ادیسه توغنديز بريدونه او په ماريوپل کي ملکي خلک

په عين وخت کې د دغو سلا مشورو پرمهال پر اوکراين د روسيې بريدونه په بې ساري ډول دوام لري او لا هم د اوربند يا جگړې د ژر پای ته رسولو کومه نښانه نه ليدل کيږي. د اوکراين پر بندري ښار اديسه باندي د روسې د تيرې شپې په توغنديزو بريدونو کې د يو پلورنځي مرکز په گډون، يو گودام ويجاړ، يو کس وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د اوکراين يوه سيمه ايز پوځي مشر په يوه بيانيه کي ويلي: «دښمن خپل رواني فشارونه ساتي او پر ملکي وگړو او عامه تاسیساتو خپلو وحشيانه برديونو ته دوام ورکوي.»

په ماريوپول کې د کلابندي اوسپني فابريکې (ازوفستال) څخه د ولسي وگړو د يوې ستري برخي د تخليې سره سره اوکرايني چارواکي وايې چي اوس هم هلته تر ۱۰۰ پوري ملکي وګړي پاته دي او راپورونو پرخلاف اوس هم د ټولو ملکي وگړو د ويستلو کار نه دی بشپړ شوی. د ماريوپل د سیمه ايزي ادارې مشر ويلي دي چې اوس هم په دغه ښار کې شا او خوا ۱۰۰زره اوسیدونکي بند پاته دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل