1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين جګړې د مونشن پر امنيتي کنفرانس سیوری غوړولی

۱۴۰۱ بهمن ۲۴, دوشنبه

د مونشن امنيتي کنفرانس به د څو قطبي نړۍ نوې شخړې وڅېړي. پر اوکراین د روسيې د يرغل پېليدو يو کال وروسته نوي ائتلافونه د جوړېدو په حال کې دي.

Ukraine-Krieg | Ukrainische Soldaten und Panzer an der Front bei Bachmut
انځور: Vladyslav Smilianets/REUTERS

د مونشن امنيتي کنفرانس يا «ام اس سي» د خپلو معلوماتو پر اساس يو سخت کال تر شا پرېښې دی. اوکراين ته د روسي ځواکونو داخليدل د دې معتبرې غونډې له پاره چې «د شخړي د سوله ایزو لارو هوارول» خپل هدف بولي، يوه ناکامي ده.

تېر کال د دې کنفرانس چې هر کال ترسره کیږي، د لوړپوړو او بانفوذه برخه والو خپلو کورونو ته تر ستنېدو لږ وروسته د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتين خپلو ځواکونو ته پر اوکراين د بريد امر وکړ – يوه داسې جګړه چې د اروپا په منځ کې یې ترسره کيدل سړي له امکانه لېرې ګڼل.

اړوندوه موضوع: د مونشن امنيتي کنفرانس په بحراني وختونو کې پای ته ورسېد

دغه جګړې نه یوازې د اوکراين ښارونه ويجاړ کړل او په لسونو زره کسان یې ووژل، بلکې د امنيت په اړه اوسني تصورات یې هم له منځه يوړل. نوي حقيت ته په کتو سره لاره موندل او ځان عیارول له همدې کبله د سږ کال د مونشن د امنیتي کنفرانس مهمه موضوع ده.

روسيه او چین: اوسني منل شوي وضعيت ته ټکان ورکول

دا درک د مونشن د امنيتي کنفرانس په کلني رپوټ کې هم منعکس شوی دی چې د «Munich Security Report» تر سرليک لاندې د دوشنبې په ورځ خپور شوی او د کنفرانس لوری تعينوي.

د مونشن د امنيتي کنفرانس مشر کرستوف هيوسګن رپوټ په دې ټکو سره پرانيست: «د اوکراين پر ضد د روسیې جګړه پر اصولو ولاړ نظم باندې يو سپين سترګی بريد دی.» هغه زیاته کړه: «رویزيونستي يا د بيا کتنې پلوي نقش لرونکي هڅه کوي، موجود وضيعت کمروزی کړي او نړيوال نظم بدل کړي.»

اړونده موضوع:په مونشن کې د امنيتي کنفرانس اهميت څه دی؟

« Revisionist» د چين او روسیې په څېر هېوادونو ته يوه اشاره ده چې د هغه نړيوال نظم پر وړاندې مبارزه کوي چې د امريکا تر نفوذ لاندې دی او د دويمې نړيوالې جګړې راهېسې نړيوال اقتصاد، سياست او امنيت تعينوي. د روسیې تیری هم په جلا توګه نه بلکې په نړيواله کچه د واک د متحرکتو په اړه د هر اړخیزو پوښتنو د راپورته کولو له پاره د يوه فرصت په توګه کتل کيږي.

له افريقا، لاتين امريکا او آسيا څخه کرکه او خوابدي

د دې ۱۷۶مخیزه رپوټ د ښځینه او نارينه ليکوالانو له پاره نړيوال امنيت اقتصادي سوکالۍ، اقليمي بدلون، په ټکر کې واقع ملي ګټو او له دې احساس سره تړلي دي چې نړيوال نظم بې عدالته دی او اصول یې د ټولو له پاره يو ډول نه دي.

د منشن د امنيتي کنفرانس مشر کرستوف هیوسګنانځور: Annegret Hilse/Reuters-Pool/dpa/picture alliance

هیوسګن په رپوټ کې مخکې وايي: «که موږ هغې کرکې، خوابدۍ او انتقادونو ته ځواب ونه وايو چې د افريقا، لاتين امريکا او آسيا هېوادونو یې د نړيوال نظم پر وړاندې احساسوي چې د دوی ګټې یې په نظر کې نه دي نيولي نو دا به ډېره سخته تمامه شي چې هغه چې لا پریکړه یې نه ده کړې، د مهمو اصولو او مقرراتو د دفاع له پاره د خپل متحد په توګه خپل کړو.»

له همدې کبله به په دې کنفرانس کې آلماني کوربانه او نړيوال ګډونوال په دې اړه ډېر پوښتنې مطرح کړي چې روسيه څه پر اوکراين يرغل ته اړ کړه؟ ولې ډېر نور هېوادونه چې د اروپا په شتمنې ټولنې پورې اړه نه لري، پر اوکراين د روسيې د يرغل په غندنه کې له ځنډ څخه کار اخلي؟ په اندوپاسيفيک ساحه کې له چين سره د مخ پر زياتيدونکي ترنګلتيا څخه څه درس ترلاسه کيدی شي؟

پر امريکا د نړيوال سويل بې باوري

که د اوکراين په تړاو وغږيږو نو د نړۍ زياترو شمنو هېوادونو پرې د روسیې يرغل غندلی دی. دا معلومات د بريتانوۍ «The Economist» اونیزې مجلې څخه اخیستل شوي. خو د نړۍ د نفوس ستره برخه په هغو هېوادونو کې اوسي چې د روسیې پر وړاندې یې بې طرفه دريځ خپل کړی او يا آن روسیې ته نزدې دي. دا توپير يا تضاد د شتمنۍ يا سوکالۍ د تمرکز ښکاروندوي کوي چې د «مونشن د امنيتي رپوټ» په حواله د مختلفو عامه افکارو او سياسي پريکړو محرک دی.

په بن کې د نړيوالو مسايلو له اکاډمۍ څخه ګوراف شرما له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «موږ ښايي په اصل کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پريکړه ليکونو څخه ملاتړ نه کوو خو دا په دې معنا هم نه ده چې موږ له روسیې ملاتړ کوو.«

اړونده موضوع: ايا چين او روسيه به د نړۍ نظام بدل کړلای سي؟

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: «کله چې سړی خپله رايه ونه کاروي، نو دې ته په غېر مستقيم ډول د ملاتړ په سترګه کتل کيږي. خو په اصل کې داسې نه ده.»

د شرما په آند هند چې ځان په وياړ سره د نړۍ د سترې ديموکراسۍ په توګه معرفوي کوي، مطلق العنان روسیې ته د يوه متحد څخه زيات د يوه «ستراتيژيک شريک» په سترګه ګوري.

د نوموړي په خبره د دواړو هيوادونو ترمنځ د دفاع په برخه کې همکاري او د تکنالوژۍ انتقال د څو لسیزو تاريخ لري. په عين وخت کې یې امريکا د دښمن هيواد پاکستان ملاتړې ده.

له يمن او سوریې څخه نيولې تر ایتوپيا او مالي او بيا له هند، پاکستان او چين نظره د اوکراين جګړه يو بل وحشتناک خو لېرې پروت کړکيچ بريښي.

د دې سيمې هېوادونه له همدې کبله دا پوښتنه کوي چې ولې له لوېديځ سره په هغه جګړه کې مرسته وکړي چې د دوی په ګاونډ کې روانه ده، هغه هم په داسې حال کې چې دا د دوی د خپلو سيمو د جګړو په آرامولو کې مرسته هم نه کوي بلکې حتی پراخوي یې. 

ب. ص/ ن. ز (Ralf Bosen)

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب