1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

رپوټ: په سلګونو الماني کارمندان باید روسیه ترک کړي

۱۴۰۲ خرداد ۶, شنبه

د یوه رپوټ پر بنسټ د دیپلوماتانو، ښوونکو او ګويته انستیتوت په څیر د المان د دولتي ادارو کارمندان باید له روسیې ووځي. دغه بهیر د اوکراین پر ضد د روسیې د جګړې له پیلیدو سره ګړندی شوی دی.

Goethe-Institut in Moskau
په مسکو کې د ګویته انیستیتوت ودانۍانځور: Federico Gambarini/dpa/picture alliance

د «زود دویچه څایټنګ» المانۍ ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ د المان د بهرنیو چارو وزارت په دغه هیواد کې د روسیې د استخباراتي ادارو د پرسونل د کمښت په ارتباط، د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي دي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اپریل په میاشت کې تصمیم ونیوه چې په روسیې د الماني او منځګړيتوب کوونکو سازمانونو د استازو له پاره یو اعظمي حد وټاکي.

د آلمان استخبارات: د پوتين په سيسټم کې هیڅ درز نه ليدل کيږي

نوموړي وزارت ویلي: «د روسیې په وسیله دغه ټاکل شوی حد، د جون میاشتې له پیلیدو وروسته، په ټولو برخو کې په روسیه کې زمونږ د حضور د کمښت غوښتنه کوي.» 

د دغې ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ سلګونو المانان د هغو له ډلې دپيلوماتان او تر ټولو ډیر د کلتوري برخې کارمندان او په مسکو کې د الماني ښوونځیو ښوونکي له دې پریکړې اغیزمن شوي دي.

المان او روسیې په تیرو وختونو کې هم د شدیدو کشمکشونو پر مهال یو د بل دیپلوماتان اخراج کړي دي. همدا اوس لا په روسیه کې د المان نمایندګۍ ډیرې کمې شوې دي او د الماني اتباعو له پاره خدمات په شدید ډول اغیزمن شوي دي.

په دغه هیواد کې میشت المانان باید د اسنادو ترلاسه کولو په خاطر د ډیر اوږد وخت له پاره انتظار وکړي. د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړې له پیلیدو سره دغه وضعیت لا زیات خراب شوی دی.

پوتین: آلمان اوس هم د امريکا په «ولکه» کې دی

د «زود دویچه څایټنګ» ورځپاڼې د المان د بهرنیو چارو وزارت په نقل زیاته کړې ده: «د دې، نه توجیه کیدونکي او نه درک کیدو وړ یو اړخیزې پریکړې په پام کې نیولو سره اوس د المان حکومت غواړي د منځګړو کسانو له پاره حد اقل حضور او په ورته وخت کې په روسیه کې خپل ديپلوماتیک حضور ساتل تضمین کړي.»

د المان صدراعظم پر چین غږ کړی چې روسیې ته دې وسلې نه استوي

د المان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې ده چې دا کار یوازې هغه وخت د عملي کیدو وړ دی چې په ټولو برخو کې د کارمندانو شمیر په قسمي ډول را کم کړای شي. نوموړي وزارت ویلي دي چې په المان کې به هم د روسي کارمندانو له پاره د اعظمي حد په ټاکلو کې عملاً د یوه واقعي توازن رامنځته کول په پام کې ونیول شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب