د دغې څیړنې لیکوونکو له حکومتونو څخه غوښتي دي چې له ډیرو پروسس شوو خوړو د استفادې زیاتیدو پر وړاندې دې جدي اقدام وکړي، ځکه دوی دغه خواړه د ډیر شمیر ناروغیو د زیاتیدو سبب ګڼي.
د دغو خوړو له پاره یو ځانګړی تعریف شتون نه لري، خو دا ډول خواړه په صنعتي میتودونو تولید او ډیر زیات پروسس کیږي.انځور: Michele Eve Sandberg/Sipa USA/picture alliance
اعلان
د روغتیايي چارو کارپوهان وایي چې ډیر پروسس شوي نوشابه باب او خواړه د عامه روغتیا له پاره جدي ګواښ ګڼل کیږي او دا مسئله بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.
د ټولې نړۍ په کچه تر ۴۰ ډیرو کارپوهانو خپلې څیړنې د (The Lancet) په طبي مجله کې خپرې کړي دي چې ډیر پروسس شوي خواړه یې په نړیواله کچه د نامناسب غذایي رژیم عامل او د چاقۍ او سرطان په ګډون د ډیر شمیر ناروغیو رامنځته کیدو سبب بللی دی.
شين چای د اپل فلول ډير مواد لري چې چښل يې د سرطان د ناروغۍ اخته کيدلو په مخنيوي کې مرسته کوي او په بدن کې د سرطاني حجرو او تومورونو له منځه وړلو کي اغيزناک دې. دغه راز د قلبي او تنفسي ناروغیو مخه هم نیسې.
انځور: Fotolia/Sharon Meyer
بروکلي يا شين ګلپې
شین ګلپې په تیاره رنګه سابو پورې تړاو لري او د فلاونويدونو درلودولو له کبله د سرطاني ناروغیو په درملنه کي خاص نقش لري. په اونۍ کې له درې تر څلور ځلې خوړلو سره يې د سینې او مثاني سرطان د اخته کيدلوخطر ښکاره کموي.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Klose
په کب کې ويتامين ډې (Vitamin D)
کبان د غوړو اسیدو اومېګا۳ درلودونکي دي چې د هضم او د پوټکي التهاباتو مخه نيسې. په خاصه توګه آزاد غوړ کبان چې ډير زيات ويټامین ډې لري. کارپوهانو په شل ډوله سرطاني ناروغيو کی د درملني اغيز ثابت کړی دی.
انځور: Colourbox
په بيلا بیلو بڼو کې رومي بانجان
د رومي بانجانو مصرف که په خام لکه روب او سوس په ډول وي ښه دې. رومي بانجان له ويټامینو او معدني موادو څخه ډک دي او ډير استعمال يې په بدن کي د سرطان تر وړاندې د حجرو پياوړي کيديلو سبب کيږې.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul
هوږه، د سرطان پر وړاندې «معجزه لرونکې وسله»
هوګه د امینه اسيدو مادې په لرلو سره چې نه يوازې د سرطان مخه نيسې بلکې د ناروغيو پر وړاندې د انسان د بدن دفاعي سیستم د تقويې سبب کيږې. دغه ماده پر سرطاني حجرو پوري نښلې او پرته له دې چې سالمو حجروته زيان ورسوي د هغې د له منځه وړلو سبب کېږې.
انځور: Colourbox
دال نخود په خپل غذاي پروګرام کي ځای کړئ
نخود يو له ډيرو سالمو حبوباتو څخه دي چې هم يې پخول آسان دي او هم يې خوړل په خاصه توګه د کلمو ناروغيو په درملنه کي مرسته کوي. د کلمو سرطان له پاره ډير ښه اغيز لري.
انځور: pa/Dinodia Photo Library
زرد چوبه يا کورکمن
نن سبا زرد چوبه د سرطاني ناروغیو له پاره ډيرمعتبر درمل ګڼل کيږې. علت يې هم په کي د کرکومين ماده ده چې ډير شفا لرونکی اغيز لري.
انځور: picture-alliance/Arco Images GmbH
سرطان رامنځته کوونکې ماده، سپينه شکره
ډيرو څيړنو جوته کړې چې سپينه بوره، شکره یا قند د سرطاني حجرو د تغذيې سرچينه ده. د سپينې بورې مصرف په بدن کي کلسیم له منځه وړي او هاضمه خرابوي. بوره د معدې او د قلبي ناروغيو سبب ګرځي.
سپين وړو څخه جوړ لکه ډوډۍ، کلچې، کيک او بسکوټ په اوږده موده کي د انسان سلامتیا ته زيان رسولای شي. دغه ماده کولا شي په ځينو حالاتو کي د سرطاني ناروغيو سبب هم شی. وروستیو څيړنو ښودلې چې د سپينو وړو ډير مصرف په ښخو کي د سينې سرطان خطر له ۲۲ سلنه زياتوي. تر سپينو اوړو هغه اوړه ډېر بهتر دي چي پکښي د دانې لکه غنمو پوټکي/پوستکي هم ميده سوي وي.
انځور: Zbyszek Nowak/Fotolia
سره غوښه
د روغيتا د نړيوال سازمان د سرطان څيړنيز مرکز کارپوهانو د کلمو سرطان او سرې غوښې د خوراک تر منځ څرګنده اړيکه موندلې ده. دغه راز سره غوښه په ډير احتمال سره د پروستاب او لوزالمعده سرطان هم رامنځ ته کوي.
انځور: dapd
انځورونه1 | 12
د دغې څیړنې له مخې په ۲۰۲۱م کال کې د دې صنعت له ۱،۵ تریلیونه شتمنۍ څخه ۴۲ سلنه یې د پروسس شوو خوړو د ۸ لویو شرکتونو پورې تعلق درلود. دغه شرکتونه عبارت دي له نستله، پپسي کو، یونیلیور، کوکاکولا، دانون، فومنتو، اکونومیکو مکسیکانو، موندلیز او کرفت هاینز څخه.
تحقیق کوونکو لیکلي دي: «په نړیواله کچه د ډیر پروسس کیدونکو خوړو د ډیریدو اصلي عامل، د دغو خوړو د صنعت مخ پر ودې اقتصادي او سیاسي قدرت او په داسې شکل سره د خوراکي سیستمونو بیارغونه ده چې په هغې کې تر هر څه ډیره ګټه وي.»
په دې څیړنه کې راغلي دي چې په دې صنعت کې نه یوازې د ډیرو پروسس شوو خوړو تولیدونکي شامل دي، بلکې د اړونده لوبغاړو یوه شبکه لري چې په ټولینزه توګه تولید، بازارموندنه او د ډیرو پروسس شوو خوړو لګښت رهبري کوي.
د دې څیړنې لیکوونکو له هیوادونو غوښتي دي چې د دغو خوړو پر پاکټونو، بوتلونو یا کارتونونو دې خبرداری ولیکي، بازارموندنه دې محدوده کړي او پر یو شمیر ډیرو پروسس شوو خوړاکي توکو کې لوړه مالیه ولګوي.
اعلان
ډیر یا تر اندازې زیات پروسس شوي خواړه څه ته وایي؟
د دغو خوړو له پاره یو ځانګړی تعریف شتون نه لري، خو دا ډول خواړه په صنعتي میتودونو تولید او ډیر زیات پروسس کیږي او په داسې شکل سره بازار ته وړاندې کیږي چې تر ډیر وخته پورې د ساتل کیدو او خوندورو موادو درلودونکي او سمدستي د استفادې وړ وي.
څیړونکو د لانست مجلې په یو شمیر مقالو کې پر ځینو نیوکو اعتراف کړی دی او وایي چې د دغو خوړو د روغتیایي اغیزو اړوند لا زیاتو شواهدو ته اړتیا ده، خو سګنالونه په کافي اندازه غښتلي دي چې حکومتونه باید اقدام وکړي.
دغو څیړونکو ویلي چې د دوی پر علمي کار انتقادونه له هغو نیوکو سره ورته والی لري چې د تنباکو یا سګریټو د صنعت په اړه پر علمي څیړنو د شک پیدا کولو له پاره کارول کیده.