1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: پاپ دې په جنسي تېري د تورن اُسقف دوسيې را بهر کړي

۱۴۰۱ مهر ۱۰, یکشنبه

د ختيځ تيمور هيواد سره تړاو لرونکي کاتوليکي اُسقف او د نوبل د سولي جايزې پر ګټونکي خيمېنس بېلو پر ماشومانو د جنسي تېريو تورونه لګول سوي دي. ملګرو ملتونو له واټیکان څخه د بشپړې همکارۍ هيله کړې ده.

کارلوس بيلو د ختيځ تيمور اُسقف ؤ
کارلوس بيلو د ختيځ تيمور اُسقف ؤانځور: Antonio Dasi Paru/dpa/picture-alliance

ملګرو ملتونو او د کاتوليکي کليسا د روحانيونو له خوا د جنسي تېري د قربانيانو اتحاديې پر پاپ فرانسيس ږغ کړی دی چي په درو سترو وچو کي دي د خيمېنس بېلو په تړاو دوسيې کتل کېدنې ته پرانيزي. له پاپ څخه غوښتنه سوېده چي ټولي هغه دوسيې بايد وپلټل او ميدان ته سي، چي ورڅخه څرګنديږي چي کوم کس کله د خيمېنس بېلو له خوا پر ماشومانو د جنسي تېري له قضيو څخه خبر سوی او کوم اقدام يې کړی دی.

د ختيځ تيمور پر پخواني اُسقف خيمېنس بېلو تور دی چي پر ماشومانو يې جنسي تېري کړي دي. هالنډۍ ورځپاڼي «دې ګروينه امستردام» تېره اونۍ يو راپور خپور کړ چي له مخي يې بېلو تورن سوی دی چي په ۹۰ مه لسيزه کي يې پر يو شمير صغير هلکانو جنسي تېری کړی ؤ. د يادي ورځپاڼي په راپور کي د شاهدانو خبري هم راوستل سوي دي. دغه شاهدان کيسه کوي چي د بېلو له خوا ورباندي جنسي تېری سوی دی.

رپوټ: آلماني کشیشانو له زرونو ماشومانو څخه ناوړه جنسي استفاده کړې

د نوبل د سولي جايزه

خيمېنس بېلو ته په ۱۹۹۶ میلادي کال کې د سولې نوبل جايزه ورکول سوه. هغه زيات کالونه د ختيځ تيمور د بحران د سوليز حل لپاره سوليزه مبارزه وکړه. واټيکان د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر ۲۹ نېټه) وويل چي د دغې قضيې په هکله معلومات لري. بېلو په ۲۰۰۲ م کال د ختيځ تيمور د اپوستوليک اداره کوونکي په توګه له خپلي دندې مستعفي سوی ؤ. د هالندۍ ورځپاڼي د راپور له مخي په همدغه کال د بېلو پر ضد تورونه رابرسېره سوي ول. د واټيکان په وينا بېلو په ۲۰۰۳ م کال و پورتګال ته او بيا يو کال وروسته و موزمبيک ته ولاړ او هلته يې د مرستندويه مذهبي کشش په توګه کار کاوه. څلور اويا کلن بېلو اوس بېرته په پورتګال کي ژوند کوي.

د واټيکان وياند ماتيو بروني ويلي دي چي د واټيکان د روحانيونو شورا په ۲۰۱۹ کال په لومړي ځل له يادې قضيې لپاره دلچسپي وښودله. په وينا يې دغې شورا د ۲۰۲۰ کال په سپتمبر کي پر بېلو ځانګړي محدوديتونه ولګول. په دغو محدوديتونو کي د حرکت لپاره د ساحې تعين، د خپلې دندې د نه تر سره کولو محدوديت او په خپله رضا د کم سن کسانو سره تماس نيول شامل دي. وياند ويلي دي چي اُسقف بېلو ياد محدوديتونه په رسمي توګه پر ځان ومنل.

د هالند يادي ورځپاڼي ويلي دي چي بېلو پر تليفون د دغې موضوع په هکله ورسره خبري ونکړې.

د مسيحي روحانيونو له خوا د جنسي تېري د قربانيانو سازمان شک ښودلی دی چي ښايي مسؤل کاتوليکي چارواکي او ادارې له ۲۰۱۹ کال څخه تر مخه هم په دغه قضيه خبر ول. له دې کبله هغوی غواړي چي اړونده ټولې د کليسا دوسيې دي کتلو ته حاضري کړل سي.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل