د اوکراين په پلازمېنه کيف کې د بشري حقونو د څار لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر رئيسې، ماتيلدا بوګنر د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۲۴ نېټه) خپل يو راپور وړاندې کړ. هغې وويل چې روسي او اوکرايني ځواکونو اسيران وژلي او شکنجه کړي دي.
په کيف کې د ملګرو ملتونو د ياد دفتر له خوا له هغه څخه لږ وخت وروسته دا تورونه رابرسېره کړل شول، کله چې کيف پر روسيې د يو اوکرايني اسير د وژلو تور ولګاوه. کيف ويلي ول چې روسي ځواکونو يو نيول شوی اوکرايني چارواکی په ډزو وژلی او د دغه ويډيو يې جوړه کړېده. ويل شوي ول چې په ويډيو کې ښودل کيږي چې اوکراينی اسير څنګه مخکې د «اوکراين زنده باد» شعار ورکوي.
په کيف کې د ملگرو ملتونو له خوا د بشري حقونو د څار د دفتر رئيسه، ماتيلدا بوگنرانځور: Yuliia Ovsiannikova/Avalon/Photoshot/picture alliance «د ۲۵ روسي اسيرانو ډليز اعدام» ماتيلدا بوګنر ويلي دي چې ادارې يې د دواړو اړخونو له خوا اعدامونه ثبت کړي دي. هغه د جمعې په ورځ په کيف کې يوه خبري کانفرانس ته د وينا پر وخت وويل: «موږ د وسلوالو اوکرايني ځواکونو لخوا د ۲۵ روسي جنګي اسيرانو د ډليز اعدام راپور په ژوره توګه اندېښمن کړي يو.» هغې زياته کړه: «داسي څه اکثراً د جګړې په ډګر کې د نيولو پر مهال سمدلاسه ترسره شوي.»
دغه هم ولولئ: جان کربي: ایران روسیې ته په سلهاوو بې پيلوټه الوتکي ورکړي
د م.م. د یاد دفتر رئيسې وويل چې د اوکرايني چارواکو لخوا په پنځو مواردو کې د پلټونو له جريان څخه خبره ده چې د ۲۲ قربانیانو په هکله دي. هغې زياته کړه: «خو موږ د عاملينو د محاکمې په هکله معلومات نه لرو.»
بوګنر د وسلوالو روسي ځواکونو لخوا د ۱۵ اوکرايني اسيرانو د نيول کېدو وروسته د هغوی د ادعا شوو اعدامونو په تړاو هم «ژوره» اندېښنه وښوده. هغې وويل چې د واګنر اجيره ډله چې ادعا کوي چې پر بخموت باندې د روسي تعرض مشري کوي، له يادو اعدامونو څخه د ۱۱ وژنو مسؤل دی. د بخموت محاذ پر اوکراين د روسي د تعرض تر ټولو اوږد او خونړی محاذ بلل کيږي.
ماسکو او کيف د جګړې له تېر يو کال د پېل راهيسي په دوامداره توګه یو پر بل د جنګي اسيرانو او زندانيانو سره د ناوړه چلن کولو تورونه لګوي.
د اوکراين د باندنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د ياد راپور په غبرګون کې ويلي دي چې دا ورته د منلو نه دي چې د تېري قربانيان دي مسؤل ونيول شي.
«د غچ اخيستنې لپاره» د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د دفتر لخوا په خپاره شوي راپور کې ادعا شوې چې اوکرايني نظامي پرسونل زندانيانو ته د وژلو تهديد کړی، هغوی ته يې داسې احساس ورکړی چې ګواکې هغوی اعداميږي او ورته ګواښونه يې کړي دي چې ګواکې ورباندي جنسي تېری کوي. د دغه راپور له مخې بعضې وهل ټکول د «غچ اخيستنې» په مقصد تر سره شوي.
د راپور له مخې اوکرايني چارواکو د روسي زندانيانو د وهلو پر وخت هغوی ته ويل چې «دا د بوچا بدل دی». د راپور پر اساس ورته په دې تړاو معلومات روسي زندانيانو وړکړي دي. بوچا هغه اوکراينی ښار دی چې ورباندې د روسي تعرض پر وخت پر روسي اړخ د زياتو ظلمونو تورونه ولګول شول.
دغه هم ولولئ: بريتانيا: روسيه په اوکراين کي خپلو سترو موخو ته ژر نه رسیږې
په راپور کې د يو روسي زنداني نقل قول راوستل شوی دی چې وايي ورڅخه د تحقيقاتو کولو پر وخت په وينو د لړلي تبر لاس ښودل شوی او دی په بېرول شوی و. دغه زنداني ويلي دي چې د تحقيق پر وخت ورڅخه شپږ ځله د برېښنا له ټکان یا شاک څخه کار واخيستل شو، دا هغه وخت کله چې به تحقيق کوونکو فکر وکړ چی رشتيا نه وايي.
په راپور کې د جګړې د اوکرايني اسيرانو نقل قولونه هم راوړل شوي دي. هغوی ويلي دي چې هغوی د اسيرتوب په جريان کې شکنجه شوي، د جنسي تاوتریخوالي سره مخامخ شوي، او د غذا او اوبو د کمښت سره مخامخ کړل شوي دي. د هغوی په وينا د دوی د طبي مراقبت کولو څخه هم ډه ډه شوې ده. دغو اسيرانو ويلي دي چې د دې لپاره چې له دوی څخه معلومات ترلاسه کړل شي، دوی شکنجه شوي او ورسره بد وضعيت شوی دی.
د روسيې لخوا د اسير نيول شوو اوکرايني عسکرو د خلاصون لپاره په کيف کې احتجاجانځور: Anastasia Shepeleva/DW «د ګوتو، پوزو، پښتيو، لاسونو او پښو ماتول» اوکرايني زندانيانو ويلي دي چې هغوی په يوم وهل شوي، په تېره څيزونه لکه چاقو وهل شوي، ورته د برېښنا شاکونه ورکول شوي او هغوی غړغړه کړل شوي دي. د راپور له مخې له دغو څخه بعضو خپل غاښونه او ګوتي بايللي او پښتۍ او پوزې يې ماتې کړل شوي دي.
يو اوکرايني زنداني ويلي دي: «موږ نه يوازې دا چې وهل شوي يو، بلکه موږ يې بالکل مات کړي يو. هغوی زموږ په وهلو کې له سوکانو، لغتو، سوټيانو او برېښنايي شاک ورکوونکو آلاتو څخه کار اخيستی. په راپور کې د يو کس نقل قول راوستل شوی چې ويلي يې دي داسې کسان یې ليدلي چې پښې او لاسونه يې ورمات کړل شوي ول.
دغه هم ولولئ: بایډن: د هاګ محکمې د پوتین د نیولو په اړه سمه پریکړه کړې ده
د اوکراين په پارلمان کې د بشري حقونو کميسار ديميترو لوبينېتس د جمعې په ورځ وويل چې د ملګرو ملتونو لخوا پر اوکرايني ځواکونو لګول شوو تورونو «حيران» کړی دی. هغه وويل چې د دغه راپور د خپرولو مخکې ورته هيڅ احوال نه و ورکړل شوی. هغه پر تليګرام ليکلي دي چې غواړي ټول هغه شواهد او اسناد وپېژني چې پر اساس يې د ملګرو ملتونو دفتر يادې نتيجې ته رسېدلی دی.
د اوکراين د باندنيو چارو د وزارت له خوا هم د جمعې په ورځ غبرګون وښودل شو. دغه وزارت په يوه اعلاميه کې د ملګرو ملتونو له دفتر څخه د هغوی د کار له کبله مننه کړې خو زياته کړې يې ده چې توقع لري چې «د ملګرو ملتونو دفتر به داسې اقدام نه کوي چې د تېري کوونکي او قرباني د يوشانته کولو معنی ورکولای شي.»
آ./ا.ا./ا.خ.ح.
په اوکراين کې د یوه کال جګړې ځينې مهمې پيښې
پر اوکراین د روسېې يرغل نږدې يو کال کيږي. په دغه روانه جګړه کې تر اوسه په زرونو خلک وژل شوي او د اوکراین ډېر ښارونه په کنډوالو بدل شوي دي. په دغه انځوریز رپوټ کې د جګړې ځېنې مهمو پېښو ته اشاره شوې ده. انځور: Javie Espinosa/El Mundo/IMAGO روسي قواوو د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ مياشتي پر ۲۴مه د ولسمشر ولاديمیر پوتين په امر د شمال، شرق او جنوب له خواو پر اوکراين پوځي یرغل وکړ. پوتين خپل دغه اقدام ته «ځانګړي پوځي عملیات» وايي چې موخه ېې د اوکراین «بې وسلې کول» او «له نازيانو څخه پاکول» بولي.
انځور: Konstantin Mihalchevskiy/SNA/imago images روسي ځواکونو د مارچ په دوهمه د اوکراین د جنوبي ښار، خيرسون د نیولو ادعا وکړه او د همدې مياشتې په اوایلو کې ېې د خيرسون د پاتې برخې او په ګاونډ کې ېې د زاپروږيا سيمې ډېرې برخې هم ونيولې چې په هغو کې د زاپروږيا اټومي بټۍ چې د اروپا په سطحه تر ټولو سترې بټۍ دي هم شاملې دي.
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERS روسي ځواکونه په اپریل کې د کیف له څنډو څخه ووتل چې تر وتلو وروسته ېې داسې ادعاوې وشوې چې د بوچا سیمې پر سړکونو د ملکيانو پراته مړي او یا ډله ایز قبرونه وموندل شول.
انځور: Ronaldo Schemidt/AFP روسي ځواکونو د اپریل مياشتي پر نهمه د اوکراين په شرقي ښار کراماتورسک کې د اورګاډي یو تمځای په توغندي وويشت. په دغه برید کې ۵۲ ملکیان ووژل شول او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپيان شول.
انځور: Seth Sidney Berry/ZUMA Press Wire/picture alliance اوکرایني ځواکونو د اپریل مياشتي پر ۱۳مه د موسکوا په نوم د روسېې د تورې بحېرې يوه جنګي کښتۍ په یو توغندويز برید کې ووېشتله. د کروز توغنديو ليږدونکې دغه کښتۍ په راتلونکې ورځ په اوبو کې ډوبه شوه.
انځور: Vasily Batanov/AFP/Getty Images اوکرایني ځواکونو د می پر ۱۶ پریکړه وکړه چې د آزوفستال فولادو کارخانې څخه وروسته د نژدې ۳ میاشتو مقاومته ووځي. دا په ماريوپول کې د اوکرايني ځواکونه تر ټولو وروستی او کلک سنګر وو چې د روسي ځواکونو په محاصره کې وو.
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERS د می مياشتي پر ۱۸، فنلند او سويډن په ناټو سازمان کې د غړيتوب له پاره خپل درخواستونه وړاندې کړل. دغه اقدام د جګړې پر مهال د اوکراین د متحدینو د پوځي اتحاد د لا پراختیا او پر مسکو یو قوي ګوزار وو.
انځور: JOHANNA GERON/AFP په جون میاشت کې اوکراین ته د امریکايي هيمارس توغنديو په ګډون ډيرې غربي وسلې ورسېدې. د آرشیف انځور
انځور: Petra News Agency/dpa/picture alliance روسي ځواکونو د جون مياشتي پر ۳۰مه له سنيک جزېرې څخه شاتګ وکړ. دغه جزیره د اودیسا بندر جنوب ته ليرې د تورې بحېرې په اوبو کې پرته ده. روسي ځواکونو د اودیسه بندر د یرغل په لومړيو ورځو کې نيولی وو. د آرشیف انځور - په توره بحیره کې د روسېې سمندري ځواکونه
انځور: Russian Defense Ministry Press Service/AP/picture alliance روسېې او اوکراین د جولای پر ۲۲ په استانبول کې د ترکېې او ملګرو ملتونو سازمان په منځګړيتوب د غله جاتو تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې په میلیونو ټنه هغه غله دانه چې د جګړې له کبله د اوکراین د تورې بحېرې په بندرونو کې بنده پاتې وه، نړیوال بازارونو ته ېې له سره صادرات پیل شول.
انځور: TURKISH DEFENCE MINISTRY/ REUTERS د جولای پر ۲۹مه د روسي تر کنټرول لاندې جنوبي ښار اولینويکا کې یو زندان باندې توغندويز برید وشو چې پکې ۵۳ کسان ووژل شول.
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERS د اګست مياشتي پر ۹ په کریمیا کې واقع یوه هوايي اډه کې ځواکمنې چاودنې وشوې. ډيرې چاودنې د برېښنا په یو سبستیشن او د مهماتو په ډيپوګانو کې وشوې. دا د اوکراین په جګړه کې د روسېې يوه مهمه رول لوبونکې پوځي اډه ده. د اوکراین يو لوړپوړي پوځي بیا وروسته وویل چې د کریميا بريدونه د کيف ځواکونو کړي ول.
انځور: REUTERS د تېرکال اګست مياشتي پر ۲۰ د روسي ملتپاله ايډیالوژیست الکساندر دوګين، لور، داریا دوګينا د يوه موټربم په چاودنه کې ووژل شوه. دغه چاودنه د مسکو له ښاره باندې رامنځ ته شوه چې روسي چارواکو ېې پړه پر اوکران ورواچوله.
انځور: TSARGRAD.TV via REUTERS اوکرايني ځواکونو د سپتمبر په ۶ په شمال شرقي سیمه خارکيف کې د روسي ځواکونو پر ضد ناڅاپي چټک تعرضي عملیات پيل کړل. په دغو عملیاتو کې له ډيرو سیمو څخه روسي ځواکونه چې له میاشتو راهيسي پکې اوسېدل، بېرته وښکل شول.
انځور: Metin Aktas/AA/picture alliance د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتين، د سپتمبر مياشتي پر ۲۱ د قسمي پوځي بهيج اعلان وکړ، چې له مخې ېې ۳۰۰زره ریزرفي عسکر د روسېې پوځ ته نېول کېدل. دغه اعلان سبب شوو چې پر شرايطو برابر په سلونو زره روسي نارينه چې نه ېې غوښتل جنګ ته واستول شي، ګاونډيو هیوادونو ته وتښتي.
انځور: Daro Sulakauri/Getty Images د روسېې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سپتمبر پر ۳۰ د کريملین په یو مراسم کې د اوکراین د څلورو سیمو د الحاق سندونه لاسلیک کړل.
انځور: Grigory Sysoyev/AP/picture alliance د اکتوبر پر ۸ نيټه د کریميا پر پله د یو لارۍ بم چاودنه وشوه چې د دغه پله يوه برخه ېې تخریب کړه. دغه مهم پل روسيه له کریميا نيمه ټاپو سره نښلوي. پوتین دا د اوکراین کار وباله او په ځواب کې ېې د اوکراین بريښنايي زیربناوې تر توغندويز بریدونو لاندې راوستلې.
انځور: AFP روسېې د اوکراین پر برېښنايي زیربناو لومړني توغندويز بریدونه د اکتوبر پر ۱۰مه پیل کړل. دغو بریدونو ادامه پيدا کړه چې د اوکراین په ډيرو ښارونو او سیمو کې ېې خلک په سوړ ژمي کې د اوبو او بريښنا له اړخه له سختو ستونزو سره مخ کړل.
انځور: Kostiantyn Liberov/AP Photo/picture alliance روسيې د نومبر مياشتي پر ۹ له خیرسون څخه د خپلو ځواکونو د شاتګ اعلان وکړ. تر هغه وروسته دغه ښار اوکرایني ځواکونو بېرته ونیو او د دغه هیواد ولسمشر، ولاديمیر زیلنسکي هم هلته ورغی له خپلو ځواکونو او د سیمې له اوسیدونکو سره ېې وکتل.
انځور: Valentyn Ogirenko/REUTERS د روسېې پوځ د دسمبر میاشتې پر ۵ وويل چې اوکراین د روسېې په خاوره کې دننه ډير وړاندې د دوی پر دوو پوځي اډو بریدونه کړي دي. روسېې وويل چې اوکراین په دغو بریدونو کې له اوږد واټن وهونکو جنګي ډرون څخه استفاده کړې ده.
انځور: TASS/dpa/picture alliance د ۲۰۲۲م کال د نومبر مياشتي پر ۲۱ د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي امریکا متحده ایالتو ته ولاړ او له ولسمشر جو بایدن سره ېې وکتل. دا د جګړې له پيل راوروسته امریکا ته د زيلنسکي لومړی سفر وو چې پکې اوکراین ته د پيټرويټ هوايي دفاع سیستم او نورو وسلو پر ورکړې خبرې وشوې.
انځور: Andrew Harnik/AP Photo/picture alliance اوکراین د نوي کال په لومړيو شيبو کې په ماکییوکا سیمه کې د روسي عسکرو يو مرکز په نخښه کړ. د روسېې دفاع وزارت وویل چې په دغه برید کې ېې ۸۹ عسکر ووژل شول. دا پر روسي عسکرو د اوکراین یوه تر ټولو خونړۍ حمله وه.
انځور: ALEXANDER ERMOCHENKO/REUTERS روسي ځواکونو د روسېې پر برېښنايي زېربناوو خپل بریدونه جاري ساتلي. د جنوري مياشتي پر ۱۴ یو روسی توغندی د اوکراین په دنيپرو کې د هستوګنې پر یو ساختمان ولګيد، چې ۴۵ کسان پکې ووژل.
انځور: Sergei SUPINSKY/AFP روسيې د جنوري مياشتي پر ۱۲ د اوکراین د سولیدار ښارګوټي د نیولو خبر ورکړ. مسکو په عین وخت کې د بخموت د نیولو په موخه خپلې تعرضي حملې چټکې کړي دي. بخموت په سیمه کې د اوکراین تر ټولو قوي مرکز ګڼل کيږي. په انځور کې اوکرایني ځواکونو په سوليدار کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې
انځور: AP/Libkos روسي ځواکونو د روسېې پر برېښنايي زېربناوو خپل بریدونه جاري ساتلي. د جنوري مياشتي پر ۱۴ یو روسی توغندی د اوکراین په دنيپرو کې د هستوګنې پر یو ساختمان ولګيد، چې ۴۵ کسان پکې ووژل.
انځور: VALENTYN REZNICHENKO via REUTERS د روسېې د خصوصی امنيتي شرکت، واګنر مالک د فبرورۍ مياشتي پر ۱۰مه وويل چې د اوکراین جګړه به کلونه وخت ونیسي. يونګي پریګوژین، وویل د روسېې له خوا یوازې د دونباس سيمې بشپړ نیول به ۱۸میاشتې وخت ونیسي. د واګنر شرکت ملیشي د اوکراین په جګړه کې جنګیږي.
انځور: Uncredited/AP/dpa/picture alliance