1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. د افغان مهاجرو په برخه کې له ایران سره د مرستې غږ کړی

۱۴۰۰ آذر ۳۰, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو په حواله په روان ميلادي کال کې تر ۵۰۰ زرو پورې افغانان ايران ته مهاجر شوي دي. دغه سازمان اوس پر نړيوالي ټولني غږ کړی دی چې د دې مهاجرو د سرپناه او خوراک په برخه کې دې له ايران سره مرسته وکړي.

Afghanische Flüchtlinge im Iran
انځور: BR

د ملګرو ملتونو د مهاجرو د کميسارۍ مشر فيلپو ګرانده ويلي دي چې د ایران حکومت او ولس دې، ښځو، ماشومانو او نارينه وو ته د رسيدګې له پاره لا زياتې نړيوالې مرستې ترلاسه کړي.

نوموړی چې د ايران په يوه درې ورځني سفر بوخت دی، د حکومتي استازو سره یې د مهاجرو د وضعيت په اړه خبرې اترې کړي او له مهاجرينو سره یې ليدلي دي.

ګرانده وويل چې ايران له لسیزو راهيسې په پراخه سينه له ګاوندي هيواد افغانستان څخه مهاجر منلي دي خو د يو متداوم اقتصادي بحران او کرونا وبا د اغېزو له کبله دغه هيواد اوس افغانانو ته د پناه او بشري مرستو په ورکړه کې له ستونزو سره مخامخ دی.

په ايران او پاکستان کې تر ټولو زيات راجستر شوي افغان مهاجر ژوند کوي. د ملګرو ملتونو د مهاجرو د مرستې ادارې «يو ان ايچ سي آر» په حواله د اکتوبر میاشې تر پايه پورې په دواړو هيوادونو کې د دې مهاجرو شمير کابو ۲،۲ میليونه ته رسيد. پر دې سربيره په دواړو هيوادونو کې نور ډېر داسې افغانان هم شته چې راجستر شوي نه دي.

د «يو ان ايچ سی آر» په حواله په افغانستان کې په میليونو داخلي کډوال هم موجود دي.

د روان ميلادي کال په اګست مياشت کې په افغانستان کې طالبان واک ته ور سېدل. په داسې حال کې چې له کابو دوو لسیزو راهيسې ميشت نړيوال ځواکونه له دغه هيواده ووتل، د ملګرو ملتونو ادارې او شريک سازمانونه یې له ولسي وګړو سره په مرسته بوخت دي.

ب. ص/ ن. ز (EPD)

زموږ له آرشیف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل