1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. غواړي افغانستان ته د مرستو له پاره الوتنې دوام ومومي

۱۴۰۰ شهریور ۹, سه‌شنبه

ملګري ملتونه غواړي له افغانستان څخه د وروستي امريکایي عسکر تر وتلو وروسته هلته خپلو بشري مرستو ته پرته له ځنډه ادامه ورکړي. زياته شوې چې په راتلونکو څو ورځو کې به په مرستو بار دوې نورې الوتکې هم افغانستان ته ورسيږي.

Afghanistan | Binnenflüchtlinge in Laghman
انځور: Omid Deedar/DW

د ملګرو ملتونو د بيړنيو مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» په حواله دغه سازمان غواړي افغانستان ته د بشري مرستو رسېدل بايد له خنډ سره مخ نه شي. د روغتيا نړيوال سازمان يوې ویاندې د سه شنبې په ورځ (د اګست ۳۱مه نيټه) په ژنیو کې وويل چې د دغه سازمان په طبي وسايلو بار يوه الوتکه پرون، دوشنبه مزار شريف ته رسېدلې ده او په راتلونکو ورځو کې به دوې نورې الوتکې هم افغانستان ته ورسيږي.

د ملګرو ملتونو وياندې وويل چې د خوړو نړيوال پروګرام غواړي د هوا له لارې خپلې مرستې جاري وساتي. هغې وويل چې کابل ته به هم الوتنې ترسره شي. دغه الوتکې به هم توکي انتقال کړي او هم به هغه انسانان چې غواړي له افغانستانه ووځي، له هيواده را وباسي.

د «اوچا» وياند ينس ليرکه په ژنيو کې وويل: «پوځونه ووتل خو ملګري ملتونه به پاتيږي.» هغه زياته کړه چې ملګري ملتونه او شريک سازمانونه یې پر نورو سربیره کلينکونو ته توکي او درمل او اړو کسانو ته خوراک برابروي.

افغانستان د داخلي کډوالو د يوه ستر بحران سره هم مخ دیانځور: Stringer/REUTERS

په افغانستان کې څه نا څه ۳،۵ ميليونه انسانان بې ځایه شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې «يو ان ایچ سي آر» وياند اندرې مايچچ وويل چې د سرحدونو پر لور یې هم د خلکو تګ مشاهده کړی دی، خو په دې اړه به لا څه ويل د وخته مخکې وي.

م. م: په نورو هيوادونو کې د افغان کډوالو ځای پر ځای کولو ته چمتووالی نيسو

هغه زياته کړه: «افغانستان به د داخلي بې ځایه شويو د يوه بحران په توګه پاتې وي.»

د «اوچا» وياند ينس ليرکه وويل چې د ملګرو ملتونو له پاره په افغانستان کې تر اوسه د يوه مرکزي حکومت نه شتون ستره ستونزه ده. خو هغه زياته کړه چې د ملګرو ملتونو ټول سازمانونه له ټولو اړخونو او سيمه کې له نقش لرونکو سره په خبرو بوخت دي څو د بشري مرستو امنیت تضمين شي.

له افغانستان سره د ۱،۳ ميليارده يورو بسپنې له پاره ملګرو ملتونو په تېره ډسمبر مياشت کې غوښتنه کړې وه چې تر اوسه د دغه مبلغ ۳۹ سلنه برخه تمويل شوې ده.

ب. ص/ ن. ز (DPA)