1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگرو ملتونو افغانستان ته د چټکو غذايي مرستو غوښتنه کړې

۱۴۰۰ شهریور ۳, چهارشنبه

ملگرو ملتو له نړیوالي ټولني غوښتي چي ۲۰۰ میلیونه ډالر دي آماده کړي تر څو تر ژمي مخکي په افغانستان کي اړو کسانو ته د مرستندویه موادو رسولوته زمینه برابره سي، دا ځکه چي ددغه هیواد د ټولني یو پر دریمه برخه سخته  لوږه گواښي.

Afghanistan UN-Welternährungsprogramms (WFP) in Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/AFP/Nemenov

د خوراک نړیوال پروگرام «ډبلیو اف پي» د سې شنبې په ورځ له نړیوالي ټولني څخه غوښتي دي چي ۲۰۰ میلیونه ډالر دي افغانستان ته ورکړي تر څو وکولای سي تر ژمي مخکي لا لیري پرتو سیمو ته د اړتیا وړ مواد ورسوي.

د آسیا له پاره د خوراک نړیوال سازمان سیمه ایزه مرستیاله آنیتا وب، د ملگرو ملتونو په یوه غونډه کي وویل: «د خوراک نړیوال پروگرام خبرداری ورکوي چي په ژمي کي د افغانستان خلک یو انساني ناورین په مخکي لري، مگر دا چي نړیواله ټولنه د هغوی ژوند ته اولویت ورکړي».

هغه زیاتوي چي نړیوال غذايي پروگرام باید د ژمي او غرنیو لارو تر بندیدو مخکي لا غذايي مرستي لیرو پرتو سیمو ته ورسوي: «کله چي واوري و اوریږي، بیا به نو ډیر ناوخته وي. هر ډول ځنډ کیدای سي لا زیات تلفات رامنځته کړي.»

د ملگرو ملتو نوموړي چارواکي وویل، هغه هیوادونه چي د طالبانو د راتگ له امله له افغانستانه د توده یی احتمالي مهاجرتونو څخه په اندېښنه کي دي، باید د دغه هیواد له خلکو څخه د خپلو مرستو د ماموریتونو له لاري ملاتړ وکړي تر څو په خپل هیواد کي پاته سي.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب