1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

یونیسف د ۲۰۲۵م کال له پاره د لس ميلیاردو ډالرو غوښتنه کړې

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۳ آذر ۱۵, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د افغانستان په ګډون د نړۍ په مختلفو برخو کې له جګړو او نورو بحرانونو اغیزمنو ماشومانو او ځوان قشر ته د ۲۰۲۵م کال له پاره د ۹،۹ ميلياردو ډالرو بودیجې غوښتنه وکړه.

د یونان په (Kara Tepe) کې د مهاجرو په یوه موقتي کمپ کې د یونسف بنر
د م.م. د ماشومانو صندوق (یونیسف) د افغانستان په ګډون د نړۍ بحراني سیمو ته د ۲۰۲۵م کال له د ۹.۹ ملیارډ ډالرو اپيل کړیانځور: Nicolas Economou/NurPhoto/picture alliance

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د بودجې غوښتنه د چهارشنبې په ورځ د دسمبر ۴مه کړې ده.

د یونیسف اجرایوي مشرې، کترین رسل، په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې «د ماشومانو د بشري اړتیاو کچه په تاريخي توګه یوه لوړه سطحه کې ده، چې ورسره جوخت هره ورځ لا ډېر ماشومان اغیزمن کيږي.»

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ مطابق، د وړانديز شوې پېسې به په ۲۰۲۵م کال د ۱۰۹ ميلیونه ماشومانو له پاره ابتدايي روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي، دماغي روغتیاي خدماتو، د څښاک اوبه، تعليم، د خوارځواکۍ آزموینو، او د جنسيتي تاروتریخوالو د کمولو په برخو کې ولګول شي.

مېرمن رسل زیاته کړه: «موږ د ۲۰۲۵ کال په درشل کې اټکل کوو چې په ۱۴۶ هيوادونو او قلمرونو کې به  ۲۱۳ ميلیونه ماشومان د دغه کال په جریان کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.» هغې وویل چې دا «په حیرانوونکي توګه یو لوړ شمېر» دی.

د یونیسف ادارې د دغې بوديجې اپيل په داسې یو وخت کې کړی چې بشري فعالیتونه له یو مزمن بوديجوي بحران سره مخ دي.

دغه سازمان تېر کال د ۹ اعشاريه ۳ ميلیونه امریکايي ډالرو اپيل کړي وو.

په غوښتنه شوې بودجه کې د افغانستان له پاره تر سوډان وروسته څه باندې یو ميلیارد ډالر په نظر کې نيول شوي دي. د کانګو د خلکو جمهوريت، د فلسطين سیمه او لبنان هم د نړۍ د تر ټولو سختو بحراني سیمو په کتار کې ښودل شوي دي.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د نفوس بودجې برخې (UNFPA) هم په ۷۵ هېوادونو کې د ۴۵ ميلیونو ښځو او نجونو د ملاتړ له پاره د ۱ اعشاريه ۴ ميليارد ډالرو غوښتنه کړې ده.

کترین رسل په یوه اعلاميه کې ويلي چې د ماشومانو د بشري اړتیاو کچه په تاريخي توګه یوه لوړه سطحه کې ده، چې او هره ورځ لا ډېر ماشومان اغیزمن کيږيانځور: Hussein Malla/AP Photo/picture alliance

ياد سازمان چې د فعالیتونو یوه برخه ېې د قابلو ګمارنه ده، اټکل کوي چې په ۲۰۲۵م کال کې به ۱۱ ميلیونه حامله ښځې «فوري» مرستو ته اړتیا ولري.

د (UNFPA) اجرائيوي مشرې ډاکټرې نتالیا کنیم، په یوه اعلاميه کې ويلي دي: «په هره شخړیزه او فاجعه اې سیمه کې ښځې او نجونې له ژورو خطرونو سره مخ دي چې د دوی ژوند، رفاه او حیاتي خدماتو ته لاسرسی ګواښي.»

مېرمن کنيم ټینګار وکړ چې «له د دغي غوښتني څخه په ملاتړ سره موږ کولی شو ډاډ رامنځ ته کړو چې هېڅ ښځه د زېږون پر وخت خپل ژوند له لاسه ور نه کړي او د هرې ښځې او نجلۍ ژوند له زیانه په امان کې وي، حتی په ډېرو نازکو حالاتو کې هم.»

آیا افغانستان کې د پولیو پیښې ورځ تر بلې ډیریږي؟

31:30

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب