1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: د افغانستان سره به مرستې جاري وساتو

۱۴۰۱ دی ۹, جمعه

د ملگرو ملتونو سازمان ويلي دي چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو له لورې پر مېرمنو د وضع شوو محدوديتونو برسېره به په دغه هيواد کې خپلو مرستندويه پروژو ته ادامه ورکړي.

UN-Sonderbeauftragte für Afghanistan Ramiz Alakbarov
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو  مرستو انسجام کوونکي راميز الکباروف د پنجشنبې په ورځ په نيويارک کې وويل چې دغه سازمان به د افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي. هغه وويل: »دا مهمه ده چي موږ مخ په وړاندې مرستو ته ادامه ورکړو.« هغه زياته کړه چې د افغانستان د اړمنو انسانانو سره د خوراکي توکو يا طبي مرستې نبايد چې مشروطې وي.

د طالبانو توندلارې ډلې تېره اونۍ په کورنيو او بهرنيو غير دولتي مؤسسو کې د مېرمنو پر کار بنديز ولگاوه. د ياد اعلان وروسته يو شمېر سازمانونو په افغانستان کې خپل کارونه ودرول.

ملگرو ملتونو بیا د طالبانو حکومت او میانمار د استازو منل وځنډول

له هغه مخکې طالبانو د انجونو او مېرمنو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړلي وې. طالبانو له شپږم ټولگي څخه پورته صنفونو لپاره هم د انجونو پر ښوونځيو بنديز لگولی دی. د جي ۷ دولتونو او په همدې شان ملگرو ملتونو د طالبانو يادې پرېکړې وغندلې او د دغو پرېکړو د په سمدلاسه توگه بېرته اخيستلو غوښتنه يې وکړه.

الکباروف وويل چې د طالبانو سره د خبرو اترو کولو لپاره به هڅو ته ادامه ورکړي چې هغوی بېرته ښځو ته د کار او انجونو ته و ښوونځيو ته د تلو اجازه ورکړي.

په راتلونکو اونيو کې به د بېړنيو مرستو لپاره د ملگرو ملتونو انسجام کوونکی مارتين گريفيتس و افغانستان ته سفر وکړي. د الکباروف په وينا د ستونزو د هواري لپاره خبري اتري او ډيالوگ بهترينه لاره ده. هغه زياته کړه چې طالبانو په تيرو وختونو کې د فشار په وړانديز مثبت غبرگون نه دی ښودلی.

آ./ا.ا./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل