1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کميسارې له طالبانو سره ليدلي

۱۴۰۰ اسفند ۲۰, جمعه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کميسارې په کابل کې له طالب چارواکو سره ليدلي دي. هغې په دې ليدنه کتنه کې د ښځو د بشري حقونو پر تامين ټینګار کړی دی او زياته کړې یې ده چې ښځې بايد د عامه ژوند په ټولو برخو کې حضور ولري.

Schweiz Genf | UN-Hochkommissarin für Menschenrechte zu Äthiopien, Tigray
انځور: Denis Balibouse/REUTERS

د طبانو د حکومت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی دی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالې کميسارې ميشل باچلت د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د رئيس الوزرا له اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سره ليدلي دي. په دې ليدنه کتنه کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ديبورا لاينز هم حضور لاره.

په دې اعلاميه کې راغلي: «د رئيس الوزرا معاون ويلي چې امارت اسلامي هغو ټولو اصولو او د بشري حقونو قوانینو ته په بشپړه توګه ژمن دی او عمل به پرې کوي چې له اسلامي اصولو سره په ټکر کې نه وي.»

حنفي د دې ليدنې کتنې پر وخت يادونه وکړه چې د افغانستان پر شتمنيو د امريکا بندیزونه له بشري حقونو څخه يوه ښکاره سرغړونه ده او بايد ژر تر ژره پای ومومي.

د طالبانو استازي زیاته کړې: «زموږ سياست دادی چې موږ اجازه نه ورکوو چې هیڅ کومه ډله يا فرد د افغانستان د قلمرو په کارولو سره د چا امنيت ته ګواښ پېښ کړي او ټول هغه کسان چې غواړي په افغانستان کې ژوند وکړي، دا قوانين باید رعايت کړي.»

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی دی چې مېرمن باچلت د کورنیو چارو له سرپرست وزير سراج الدين حقاني سره چې د امريکا د بندیزونو په ليست کې دی، هم ليدلي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په حواله حقاني په دې ليدنه کتنه کې ويلي دي چې طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې او د انتقام اخيستو په فکر نه دي.

د ملګرو ملتونو عالي کميسارې د يوې اعلامیې په نشرولو سره د ښځو د حقونو پر تامین ټينګار کړی دی او ويلي یې دي چې سولې او پرمختګ ته د افغانستان د رسېدو له پاره افغان ښځې باید د بدلون په راوستولو کې فعاله ونډه ولري او د سولې پروسې، بشري چارو او پرمختګ د رهبرۍ فرصت ورکړل شي.

باچلت ښوونځي او پوهنتون ته د نجونو او ښځو پر تللو او د هېواد د راتلونکي په جوړولو کې د هغوی پر نقش ټينګار وکړ او ویې ويل: «له ښځو څخه باید په ملموس شکل د پوليسو په ځواک، محکمو، حکومتي او خصوصي سيکتور او د عمومي او مدني ژوند په ټولو برخو کې استازيتوب وشي.»

هغې وویل چې «د ښځو او نجونو د بنسټيزو بشري حقونو د تامين په برخه کې د پرمختګ له پاره حياتي اړتياوې او د بشري حقونو څخه جدي سرغړونو ته چې ښځې او نجونې ورسره لاس ګريوان دي، د پای ټکی ايښوول» یې له طالبانو سره د خبرو اترو موصوعات ول.

ب. ص/ ن . ز (Interfax, OHCHR)