1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
بشري حقونهاسرائیل

له غزې د ولسي وګړو اېستلو ته د ملګرو ملتونو غبرګون

۱۴۰۲ مهر ۲۲, شنبه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتریش وايي، له غزې یوې بې اوبو، خوړو او اسانتیاوو پرته سیمې ته د ملکیانو وراېستل «خطرناک او ناشونی» دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، د هغوی مرستندویه ډلې باید جنګ ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو اجازه ولري
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، د هغوی مرستندویه ډلې باید جنګ ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو اجازه ولريانځور: Xie E/Xinhua/picture alliance

رپوټونه وايي، اسرائیلو د غزې شمال کې شاوخوا ۱.۱ میلیونه ولسي وګړو ته ژر تر ژره د وتلو امر کړی. اسرائیلو ویلي د حماس وسله واله ډله د غزې تړانګې په شمالي برخه کې پټنځایونه لري چې ښايي ځمکني برېدونه پرې پيل شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د فلسطینیانو مشروع نارضایتی په رسمیت مني، خو دا ملاتړ د ترهګریزو کړنو، وژنو او د ولسي خلکو برمته کول نه توجیه کوي.

پر غزه د اسراییلو د برېدونو پایلېانځور: Mohammed Salem/REUTERS

هغه زیاته کړې: «د غزې له یوې جګړیزې سیمې چې تر محاصرې لاندې ده د ۱.۱ میلیون خلکو یوې بې اوبو، بې خوړو او بې امکاناتو سیمې ته ورلېږدول خورا خطرناک او په ساده ډول ممکن نه دي.»

اسرائیلوخبرداری ورکړی چې غزه به ترهغې د هغوی تر کلابندۍ لاندې وي ترڅو چې حماس ډلې د هغوی ۱۵۰ یرغمل شوي اسرائیلیان نه وي خوشې کړي.

ګوتریش زیاتوي چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي د غزې خلکو سره د مرستو له پاره کار کوي او باید غزي ته بیړنی بشري لاسرسی ولري. د هغه په خبره «مونږ به په دې سره اړمنو ته سون توکي، خواړه او اوبه ورسوو.»

د مالوماتو له مخې په غزې تړانګه کې د حماس وسله والې ډلې او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ جګړه کې تراوسه له دواړو غاړو څه کم څلور زره کسان وژل شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب