1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان راستنیدونکو له پاره د م. م. د ۵۲۹ ميليونو ډالرو پلان

۱۴۰۵ اردیبهشت ۲۹, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو له ایران او پاکستان څخه راستنیدونکو ۲،۷ ميلیون افغان کډوالو ته د رسیدګي له پاره د ۵۲۹ ميلیونه ډالرو پلان پیل کړی دی. دا سازمان له مرستندویانو څخه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي له پاره

په انځور کې یوه افغانه کورنۍ ښکاري چې د افغانستان په لوري د حرکت په حال کې دي.
ملګرو ملتونو له ایران او پاکستانه راستنیدونکو افغان کډوالو ته د رسیدګي له پاره د ۵۲۹ ميلیونه ډالرو پلان پيل کړی دی.انځور: picture-alliance/dpa

ملګرو ملتونو اعلان وکړ چي له ایران او پاکستان څخه د راستنیدونکو افغان کډوالو د ستونزو د حل له پاره یې د غیر دولتي سازمانونو سره د ۵۲۹ ميلیونه ډالرو پلان پیل کړی دی. په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي دي چي دا یو جامع ستراتیژیک پلان دی چي د هغو ۲،۷ ميلیون راستنیدونکو له پاره چي تمه کیږي د ۲۰۲۶م کال د اپریل او دسمبر ترمنځ له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه سي، د رسیدو څخه تر بیا یوځای کیدو پوري دوامداره مرستې باندې تمرکز کوي.

ګاونډي هيوادونه ایران او پاکستان له کلونو راهیسي د میلیونونو افغان کډوالو کوربه توب کوي. خو پاکستان د ۲۰۲۳م کال له وروستیو راهیسې له خپل هیواد څخه د بې اسنادو کډوالو ایستل ګړندي کړي دي. په ورته وخت کې ایران هم یو زیات شمیر کډوال شړلي دي او د ایران جګړي ددې باعث سوې ده ډېر افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه سي.

لنډي کوتل؛ په سلګونو لاریو کې بار د افغانانو منتظرې کډې

02:22

This browser does not support the video element.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي، د ۲۰۲۳م کال له سپتمبر مياشتي راهیسي شاوخوا ۵،۹ میلیونه افغانان خپل هیواد ته ستانه سوي دي، چي د هیواد په نفوس کي د ۱۰-۱۲ سلني زیاتوالی لامل سوي دي.

د دې شمېرو له مخې، یوازې تیر کال ۲،۹ میلیونه افغان کډوال راستانه سوي دي. د ملګرو ملتونو په وینا، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۶۰۰۰۰۰ افغانان هیواد ته راستانه شوي دي.

یوناما ویلي دي چي د ۲۰۲۶م کال پلان د روان کال تر پایه پوري له ایران څخه د اټکل له مخي ۱،۷ میلیونه کډوال او له پاکستان څخه ۱،۱ میلیونه کډوال بیرته راستنیږي.

بشري بحران او د افغانانو جبري راستنیدل

د مرستندویه سازمانونو په وینا، افغانستان اوس مهال له بشري بحران سره مخ دی، او د افغانانو جبري راستنیدل به په هیواد کې ستونزې نورې هم زیاتې کړي.

د افغانستان له پاره د بشري مرستو سرپرست همغږي کوونکي ډاکټر تاج الدین اویوال وویل: «دا یوه لنډمهاله سرحدي پیښه نه ده. دا یوه ژوره ډیموګرافیکي او پرمختیایي ننګونه ده چي دوامداره، اصولي او بشپړ تمویل شوي ځواب ته اړتیا لري.»

د مرستندویه سازمانونو په وینا، افغانستان اوس مهال له بشري بحران سره مخ دی، او د افغانانو جبري راستنیدل به په هیواد کې ستونزې نورې هم زیاتې کړيانځور: Hussain Ali/ZUMA/picture alliance

هغه وويل، د راستنېدونکو نيمايي ښځي او ماشومان دي چي له افغانستان څخه بهر زېږېدلي او لوی شوي دي، او دوی له خپلو سيمو سره کمزوري يا هيڅ اړيکې نه لري. هغه زياته کړه: «د ژوند، کور جوړولو، پاکو اوبو، روغتيا او ساتنې په برخه کې د فوري او منځمهاله پانګونې پرته، موږ به د دوهم ځل له پاره بې ځايه کېدو، د بې وزلۍ د ژوروالي او له ټولنيزو کړکېچونو سره مخ سو چي راستنېدونکي او کوربه ټولنې به اغېزمنې کړي.»

د اړتیاوو لوړ حجم

د ویژن انټرنیشنل په نوم نړیوال سازمان څخه تامیندر ډیسیلو هم وویل چي «د اړتیاوو حجم خورا زيات دی».

ملګرو ملتونو او شریکو نادولتي موسسو پر بسپنه ورکوونکو غږ کړی دی چي د افغان راستنیدونکو له پاره د ۲۰۲۶م کال پلان په بشپړه توګه تمویل کړي، ترڅو د بشري بحران د نور خرابيدو مخه ونیول شي او د ميلیونونو افغانانو له پاره د بیا یوځای کیدو او انعطاف زمینه برابره سي.

افغانان ولې له ایرانه وتلو ته زړه ښه کوي؟

02:17

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب