د جون ۲۰مه د کډوالو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. ملګرو ملتونو سږکال دغه ورځ د «کډوالو سره پیوستون» تر شعار لاندې ولمانځله.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر برهم صالح، د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: «کډوال هره ورځ هغو ټولنو ته چې هرکلی یې کړی، د کارګر، زده کوونکي، ګاونډي، هنرمند، ورزشکار، سوداګر او مشر په توګه مرسته کوي. کله چې دوی ته فرصت برابر شي، خپل ژوند له سره جوړوي او د خپلو شاوخوا ټولنو په پیاوړتیا کې ونډه اخلي.»
صالح وویل، د کډوالو نړیواله ورځ د نړۍ په کچه د نږدې ۴۲ میلیونه هغو کسانو د زړورتیا او هوډ د ستاینې فرصت دی چې د جګړې، تاوتریخوالي او ځورونې له امله له خپلو هېوادونو تېښتې ته اړ شوي دي.
هغه زیاته کړه چې میلیونونه کسان لا هم [مرستو ته] اړتیا لري او د ژوندي پاتې کېدو لپاره پر بشري مرستو تکیه کوي، په داسې حال کې چې دغه مرستې هم د کمېدو په حال کې دي.
د صالح په وینا: «دوی د عزتمن ژوند د بیا جوړولو لپاره فرصتونو ته اړتیا لري. کډوال کېدل باید یو لنډ مهالی حالت وي، نه د ټول عمر برخلیک.»
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر برهم صالح ویلي چې کډوال هره ورځ هغو ټولنو ته چې هرکلی یې کړی، د کارګر، زده کوونکي، ګاونډي، هنرمند، ورزشکار، سوداګر او مشر په توګه مرسته کوي. کله چې دوی ته فرصت برابر شي، خپل ژوند له سره جوړوي او د خپلو شاوخوا ټولنو په پیاوړتیا کې ونډه اخلي.انځور: Pierre Albouy/KEYSTONE/picture alliance په ۲۰۲۵ کال کې د بېرته ستنېدونکو د شمېر زیاتوالی
صالح یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ پر هغه هدف ټینګار وکړ چې له مخې یې غواړي د یوې لسیزې په ترڅ کې د هغو کډوالو شمېر نیمایي ته راکم کړي چې له اوږدمهالې بې ځایه کېدنې سره مخ دي او پر بشري مرستو تکیه کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د وروستي کلني راپور له مخې، په ۲۰۲۵م کال کې ۵،۴ میلیونه کسان د تاوتریخوالي او ځورونې له امله د نړیوالو پولو له لارې له خپلو هیوادونو تښتېدلي دي او په نورو هیوادونو کې میشت شوي دي.
په عین حال کې د ملګرو ملتونو په حواله خپلو کورونو ته د بېرته ستنېدونکو کسانو شمېر هم زیات شویدی. په راپور کې راغلي چې په ټولیز ډول ۱۴،۷ میلیونه بې ځایه شوي کسان خپلو اصلي سیمو یا هېوادونو ته بېرته ستانه شوي دي، چې له ډلې یې ۴،۴ میلیونه کډوال او ۱۰،۳ میلیونه کورني بې ځایه شوي کسان شامل دي.
د نړۍ زيات شمیر هیوادونه هرکال د ملګرو ملتونو سازمان له لارې د مهاجرو له پروګرام سره مرستې کوي. د دغه سازمان د مهاجرو عالي کمیسارۍ تازه لس هغه هيوادونه معرفي کړي دي چې په روان کال کې يې تر ټولو زياتې پیسې مرسته کړي دي.
انځور: DW/ P. Vishwanathanلس مخکښ مرستندوي هيوادونه
د ملګرو ملتونو د مهاجرو چارو عالي کمیسارۍ (یو ان اچ سي آر) د روان میلادي کال د اکتوبر په دوهمه نیټه په خپله ويب پاڼه کې لس هغه هیوادونه معرفي کړل چې په ۲۰۱۷ کال کې يې د مهاجرت په چارو کې تر ټولو زياتې مرستې کړي دي. دغه مرستې د مهاجرو د خونديتوب، سرپناه، د څښاک د پاکو اوبو، روغیتا، تعلیم او نورو پروګرامونو په برخه کې لګول کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Batiche۵۲ ميلیونه ۲۹۷ زره او ۶۶۱ ډالر
انځور: picture alliance/Arco Images GmbH۵۴ ميليون ۲۸۱ زره او ۷۶۶ امريکايي ډالر
انځور: picture-alliance/robertharding/M. Simoni۵۶ ميليون، ۵۹ زره او ۵۳ امریکايي ډالر
انځور: picture-alliance/AP/M. Muheisen۷۸ ميليون، ۵۳۴ زره او ۲۸۳ امريکايي ډالر
انځور: Fotolia/nanisimova۷۹ ميليون، ۷۳۳ زره او ۵۵۳ امريکايي ډالر
انځور: picture-alliance/dpa/O. Maksymenko۱۰۵ ميليون، ۶۹۹ زره او ۵۰۷ امريکايي ډالر
انځور: Reuters/A. Wiklund۱۵۲ ميليون، ۳۵۹ زره او ۷۷۸ امريکايي ډالر
انځور: picture-alliance/empics۳۰۲ ميليون، ۲۱۲ زره او ۳۸۵ امريکايي ډالر
انځور: Reuters/A. Schmidt۴۲۷ ميليون، ۲۹۳ زره او ۲۷۲ امريکايي ډالر
انځور: Getty Images/H. Foerster۱ مقام: د امريکا متحده ايالات
۱ميليارد او ۴۴۳ ميليون او ۷۶۰ زره او ۲۳۸ امريکايي ډالر
انځور: Getty Imagesارقام: د ملګرو ملتونو د مهاجرو چارو عالي کمیسارۍ (یو ان اچ سي آر) ويب پاڼه اکتوبر ۲مه ۲۰۱۷
انځورنه: دويچه ويله آرشيف.
ترتيب کوونکی: م. ک. ص
انځور: picture-alliance/Photoshot