1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. له افغانستان سره د اقلیمي مرستو د پيلولو په لټه کې دي

شبنم الکوزۍ د رويترز له موادو
۱۴۰۳ آذر ۱, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو دوو چارواکو د رويترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د ملګرو ملتونو آژانسونه هڅه کوي څو له افغانستان سره د اقليم بدلون اړوندې مالي مرستې له سره پېل شي.

په لوګر ولايت کې د سېلاب ويجاړۍ
 د ملګرو ملتونو ادارې هیله لري چې د اقلیم د بدلون له امله دغه اغیزمن شوي هیواد لپاره د اقلیمي پروژو تمویل بیا پیل کړي.انځور: Shafiullah Zwak/AP Photo/picture alliance

افغانستان په نړۍ کې د اقلیم د بدلون په برخه کې تر ټولو زیات زیان منونکی هېواد دی. په دغه هیواد کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د اقلیم بدلون اړونده هیڅ ډول مالي مرسته نه ده شوې. رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د دوو چارواکو له خولې ویلي چې د دې مرستو د ترلاسه کولو له پاره هڅې روانې دي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې مرګونو سیلابونو او وچکالۍ ځپلې، ددې هر څه سره د ملګرو ملتونو د اقلیم بودیجه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د سیاسي مسایلو او کاري کړنو له امله نه ده برابره شوې.

په افغانستان کې د اقلیم بدلون ډیر شمیر افغانان په ځانګرې توګه بیا کروندګر ډیر ناهیلې کړې دي.

 د ملګرو ملتونو ادارې هیله لري چې د اقلیم د بدلون له امله دغه اغیزمن شوي هیواد لپاره د اقلیمي پروژو تمویل بیا پیل کړي.

که د افغانستان د اقلیم د تمویل د بیا پیلولو هڅې بریالۍ شي، دا به لومړی ځل وي چې د اقلیم په تړاو نوې نړیوالې مرستې به په دریو کلونو کې دغه وچ او غرني هیواد ته ولیږل سي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د ادارې مشر، ډیک ټرینچارډ وویل: »په دې کې هیڅ شک نشته چې افغانستان د اقلیم د بدلون سره مخامخ دی.« هغه زیاته کړه چې، تاسو د اقلیم د بدلون اغیزې د چاپیریال په هره برخه کې ښکاره لیدلی شي.»

اوس مهال د ملګرو ملتونو دوه ادارې په داسې وړاندیزونو باندې کار کوي چې، په راتلونکي کال کې د ملګرو ملتونو د نړیوال چاپیریال مالي مرستو پروګرام (GEF) څخه نږدې ۱۹ ملیون ډالرو تمویل تامين کړي. دا تسهيلات يا مالي مرستو پروګرام د ۲۰۱۵ کال د پاریس اقلیم تړون د مالي میکانیزم یوه برخه ده.

د دې راپور پر بنسټ، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام پلان لري چې د غیر منظمو موسمي نمونو په وړاندې د کلیوالي ټولنو د مقاومت پیاوړتیا لپاره ٨.٩ ميلیون ډالر چمتو کړي. دا اداره د راتلونکو پروژو لپاره د ٢٠ ميلیون ډالرو بودجې په لټه کې هم ده.

آيا سېلاب ځپلو سيمو ته مرستې پر وخت رسېدلي دي؟

32:17

This browser does not support the video element.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام استازي ستيفن رودريکويس، وويل: «موږ د جي اي اف، د شنه اقلیم وجهي صندوق او د تطبیق فنډ په ګډون د اقلیم د مالي چارو له مهمو بنسټونو سره په خبرو اترو بوخت یو، ترڅو د واکمن چارواکو (طالبانو) له لاسرسىي پرته افغانستان ته بوديجه ولېږو. »

د عادي چلند پر خلاف چې ملي دولتونه له تمویلوونکو بنسټونو سره همکاري کوي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بنسټونه په مستقیمه توګه د دې پروژو د غوښتنې او پلي کولو مسٶليت ولري، ترڅو له طالبانو سره د تعامل په اړه د نړیوالو محدودیتونو اطاعت یقیني کړي.

د طالبانو د ادارې ویاند په دې اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

په افغانستان کې لوږه او ویجاړونکې سیلابونه

ستيفن رودريکويس وویل، «که چیرې یو له هغو هیوادونو څخه چې په نړۍ کې د اقلیم له بدلون څخه ډیر اغیزمن شوي، نشي کولی (د اقلیم نړیوال فنډ) ته لاسرسی ومومي، پدې معنی ده چې ستونزې شتون لري.« هغه زياته کړه، چې د بوديجې په اړه هره پرېکړه بايد د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په اړه د روانو خبرو اترو په پام کې نيولو سره وشي.

په افغانستان کې سږ کال سیلابونو سلګونه کسان وژلي او دغه هېواد چې ډېری یې پر کرنې پورې تړلی دی، په وروستیو لسیزو کې تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخ دی.

دا هر څه په داسي حال کې کیږي چې هیڅ بهرنی هیواد د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پیژندلې او د طالبانو ډیری غړي تر بندیزونو لاندې دي.

دغې ډلې پر افغانستان د واک د تر لاسه کولو وروسته تر ټولو لومړی د ښځو پر کار او زدکړو بندیز ولګاوه چې له امله یې امریکا د افغانستان په مرکزي بانک کې میلیاردونه ډالر کنګل کړل.

د اقلیم د بدلون له امله افغانستان له کومو ستونزو سره مخ دی؟

05:15

This browser does not support the video element.

 

د بشري حقونو یو شمېر فعالانو د طالبانو دغه تګلارې غندلې او ځینو بیا دا پوښتنه راپورته کړې چې له طالبانو سره اړیکې او هېواد ته د مرستو لېږدول د ښځو پر حقونو د محدودیتونو د لیرې کولو لپاره د بهرنیو حکومتونو غوښتنه کمزورې کولای شي.

طالبان وايي چې د اسلامي شریعت له تفسیر سره سم د ښځو حقونو ته درناوی کوي.

د لومړي ځل لپاره د طالبانو استازو د ملګرو ملتونو د «کپ ۲۹» د اقلیم په غونډه کې چې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اقلیم د بدلون په اړه جوړه شوې وه، د څارونکو په توګه ګډون وکړ.

په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې، ښوونې او روزنې او پراختیا د غیر انتفاعي موسسې بنسټګر عبدالهادي اڅکزي د «کپ ۲۹» د غونډې په څنډه کې وویل چې په دې غونډه کې د طالبانو حضور د افغانستان او نړیوالو مرستندویانو ترمنځ باور رامنځته کولای شي.

ش.ا / ب. ص (رويترز)

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب