م.م: په افغانستان کي د ترياکو توليد لږ شوی دی
۱۴۰۲ تیر ۱, پنجشنبهد افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړې استازي، روزا اوتونباييوا د چهارشنبې په ورځ په نيويارک کي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کي وويل: «د دې له پاره ښکاره نخښې سته چي د تيرکال په اپريل مياشت کي د طالبانو له خوا پر ترياکو بنديز د هيواد په ډېرو سيمو کي عملي سوی دی.»
زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ
په تيرو وختونو کي د نړۍ ۹۰ سلنه کوکنار چي د ترياکو او هيروئينو اساسي ماده ده، په افغانستان کي کرل کيدل. په عين حال کي اوتونباييوا له نړيوالي ټولني څخه د يوه بديل غوښتنه کوي.
اړونده موضوع: ملګري ملتونه: د کوکنارو کرکیله ۳۲ سلنه لوړ شوی؛ طالبان څه وايي؟
د يوناما مشري وويل: «په تيره بيا له هغو بزگرانو سره مرسته وسي چي له دغه ډول بنديز څخه په ځانگړي ډول اغيزمن سوي دي. د افغانستان زراعت که څه هم په کښته سويه دی، خو بيا هم د پخوا په شان ثابت پاته دی.»
اوتونباييوا رپوټ ورکوي چي انفلاسيون کم سوی او د تبادلې نرخ باثباته پاته دی. د هغې په خبره: »دا تر يوځايه پوري په لوړه سطحه د فساد کميدو سره تړاو لري.»
د ملگرو ملتو دغه استازې بيا په ښکاره ډول له نجونو او ښځو سره تبعيض باندي انتقاد کوي. هغې د طالبانو واکمني مستبدانه وبلله او وې ويل: «په پراخه کچه دا اندېښنه موجوده ده چي د ټولشموله او مشارکتي حکومتولي نشتوالی به د ترهگرۍ پر وړاندي مبارزه کي د بې ثباتۍ سبب سي.»
اړونده موضوع: په افغانستان کي د کوکنارو ځای يوه بل بوټي نيولی؟
د ۲۰۲۱م کال په اگست کي واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسي او د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبانو بشري حقونه په ښکاره ډول محدود کړي دي. ښځي زده کړو، کار او صحي تدابيرو ته تر ډيره ځايه لاس رسی نه لري او د سفر په هکله هم له محدوديتونو سره مخامخي دي.
زموږ له آرشيف څخه: