1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. افغانستان ته پر اجباري ستنېدنو اندېښنه ښودلې

احمد ولي اڅکزی / د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ شهریور ۲۳, یکشنبه

د کډوالو د نړیوال سازمان په وینا، هغه افغانان چې بیرته خپل هیواد ته استول کېږي له سختو ستونزو سره مخ دي. په وينا يې له دوی څخه ډېری یې هیواد ته له ستنېدو وروسته هر څه له لاسه ورکوي.

د سرويس موټرو ځنگ ته د برقه لرونکو مېرمنو او خلکو انځور
د پاکستان د نورو ښارونو په ځېر له کراچې ځخه هم زيات افغانان خپل هيواد ته اخراج شولانځور: Fareed Khan/AP Photo/picture alliance

د کډوالو د نړیوال سازمان (IOM) په اند هغه کسان چې افغانستان ته اخراج کېږي، د پخواني ټاټوبي د نوي ژوند په پیلولو کې له سختو ننګونو سره مخامخ کېږي. د ملگرو ملتونو ياد سازمان د افغانستان د ماموریت مشرې، میهیونګ پارک ويلی: «ځینې دغه کسان هېڅکله هلته نه دي اوسېدلي»، ځینې نورو بیا د خپل مهاجرت یا کډوالۍ د تمویل لپاره کورونه او ځمکه پلورلې او ان پورونه یې اخیستي، نو اوس په خالي لاسونو ولاړ دي.

د امنیت وضعیت ښه شوی دی

پارک چې په خپلو وینا وو کې وایي په وروستیو ورځو کې یې په برلین کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت او د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره خبرې کړي دي. هغې ويلي چې د آلمان او اروپايي ټولنې ملاتړ په دې برخه کې ستایي. نوموړې زياتوي چې د ملګرو ملتونو د ادارو له لوري ستنېدونکو ته د افغانستان په بېلابېلو پولو کې د منلو په مرکزونو کې لومړنۍ مرستې ورکول کېږي. په دغو مرستو کې نغدې پیسې هم شاملې دي چې ستنېدونکي لږ تر لږه د خپل وروستي استوګنځي تر رسېدو پورې لګښتونه پوره کړي.

پارک وایي لږ تر لږه دوه مثبت بدلونونه تر سترګو کېږي، يو دا چې نړیوالو مرستندویو ادارو اوس د افغانستان ټولو ولایتونو ته لاسرسی موندلی. په وينا يې دويم مثبت بدلون دا دی چې د امنیت عمومي وضعیت د پنځو کلونو وړاندې په پرتله په څرګند ډول ښه شوی.

هره ورځ په زرونو کسان له ګاونډیو هېوادونو ستنېږي

له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر ټولو ډېر افغانان له پاکستان او ایران څخه خپل هیواد ته بیرته استول شوي دي. له ترکیې هم په منظم ډول د افغانانو ډک چارټر الوتکې افغانستان ته لېږل کيږي. د ترکیې د چارواکو په وینا، دغه کسان چې بې له قانوني اسنادو نیول شوي او په تړل شویو مرکزونو کې ساتل کېدل، ګواکې په خپله خوښه له دغه هیواد څخه وځي. خو د اروپايي کډوالو او جلاوطنه شویو شورا (ECRE) په څېر غیر دولتي بنسټونه دغه بهیر بل ډول ارزوي.

په یوه نوې څېړنه کې راغلي چې په تېر کال کې په ترکیه کې ۶۵۸۱۵ افغانان د ناقانونه کډوالو په توګه نیول شوي دي. د روان کال د مې تر اتمې نېټې پورې بیا ۱۶۲۶۸ تنه افغان اتباع نیول شوي دي.

دوبرینت د منظم اخراجونو غوښتنه کوي

ډېری افغانان چې د ترکيې په ښارونو کې ژوند کوي، هلته کار کوي چې دومره پیسې وګټي چې د یوه قاچاقبر په مرسته اروپا ته ولاړ شي. له همدې کبله اروپايي ټولنه په ټوله کې ناخوښه نه ده چې ترکیه هر کال زرونو افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کوي.

آلمان له ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې، کله چې طالبان بېرته پر واک واکمن شول، د قطر په مرسته د افغان مجرمینو دوه ډل اخراجونه عملي کړل. د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې له دې وروسته به افغانستان ته اخراجونه په منظم ډول ممکن شي. خو دا چې ایا لکه پخوا به یو ځل بیا د خلیجي هېواد قطر په مرسته ترسره شي که څنګه، وزارت یې هکله څه نه وایي.

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب