1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. افغانستان د ۳۰۰ ميليونو ډالره نغدې پېسې ورکوي

۱۴۰۰ آذر ۱۰, چهارشنبه

ملګرو ملتونو د افغانستان له خلکو سره د ۳۰۰ ميلیونو ډالرو د نغدو پېسو د مرستې اعلان وکړ. دا مرسته به هغو کورنيو ته ورکول کيږي چې کوچنيان، زاړه او معلول کسان ولري.

Staatliche Verteilung von Brot an die Bevölkerung in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د ملګرو ملتونو د پراختيا پروګرام «يو ان ډي پي» له خوا په نظر کې د نيول شوي پروګرام له مخې به چې د راتلونکو ديارلسو مياشتو له پاره د افغانستان ټولنیز اقتصادي وضيعت «خطرناک» بولي، ۱۰۰ ميليونه ډالر د «کار په بدل کې د نغدو پېسو» په نامه د روزګار د رامنځته کولو له پاره او همدا راز ۹۰ ميليونه کوچنيو شرکتونه د لګښتونو له پاره په نظر کې نيول شوي دي.

د «يو ان ډي پي» د آسيا او پاسيفيک د برخې سيمه ایزې مشرې کاني ويګناراجا رويترز خبري آژانس ته وويل: «دا به په نزدې راتلونکی کې له شديدې بې وزلۍ سره د مخامخيدو د مخنيوي يوه ډېره ښه لاره وي.»

په داسې حال کې واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته افغانستان له نړيوالو مرستو محروم شوی دی او د دغه هېواد اقتصاد د سقوط تر بريده رسیدلی. د کرونا وبا او سخته وچکالي د دې باعث شوي چې د ملګرو ملتونو د اټکلونو پر اساس ښايي په افغانستان کې د ۲۰۲۲م کال په نيمايي کې بې وزلي کابو هر وګړی وګواښي، يعني د دې هېواد کابو ۹۰ سلنه وګړي اغیزمن کړي.

م.م. د افغانستان له پاره د بسپنې ټاکل شوی هدف ترلاسه کړی؛ آلمان ډېره مرسته کړې

د ملګرو متلونو د خوراک پروګرام لا د مخه ويلي چې د ۲۲،۸ میليونه وګړو خوراک تضمين نه دی. ملګرو ملتونو همدا نن د چهارشنبې په ورځ په خپل یوه تازه خپاره شوي راپور کې وړاندوینه کړې چې د افغانستان اقتصاد به له زوال سره مخامخ شي او دا چې روان کال به د دې هیواد خالص ملي عواید ۲۰ فصیده رکود ولري.

د ملګرو ملتونو د خوراک پروګرام لا په اکتوبر میاشت کې اړمنو افغانانو ته د چټکۍ مرستې رسولو په موخه يو مالي صندوق رامنځته کړ چې آلمان هم ورسره د ۵۰ میلیونو يورو د مرستې ژمنه وکړه. په ټولیزه توګه دغه صندوق ته د ۱۷۰ ميلیونو ډالرو د ورکړې ژمنه شوې ده.

انځور: DW/S. Tanha

د يو ان ډي پي رپوټ د نغدو پېسو د ورکړې (ABADEI) پروګرام پياوړي کولو ته چې په اکتوبر میاشت کې پر لاره اچول شوی وو، اشاره کوي. ويل شوي ول چې ۱۰۰ زره ډالر یې د کار په بدل کې د نغدو پېسو په شکل کې ورکړي دي او په کندز، مزار او هرات کې یې دوه زره او ۳۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده او دا چې دغه لړۍ به به نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

 افغانستان ته د نغدو پېسو د ليږد پلان

د يو ان دي پي دا تازه رپوټ همدا راز خبرداری ورکوي چې په هغه صورت کې چې د ښځو پر کار بندیز لغوه نه شي، د کرونا وبا سره د مبارزې له پاره د کاله ۲۵۰ ميليونه يورو ور نه کړل شي او همدا راز د بشري مرسو رسولو له پاره بندیزونه نرم نه شي، د افغانستان اقتصادي وده به مثبت لوري ته حرکت ونه کړي.

په رپوټ کې اټکل شوی چې د ښځو پر کار محدوديت کيدای شي د ۶۰۰ میليونو او يو ميليارد ډالرو ترمنځ مبلغ زيان واوړي چې دا کورني ناخالص توليد درې تر پنځه سلنه جوړوي.

وېګناراجا چې په کابل کې یې له طالب چارواکو سره هم ليدلي دي، وويل چې «ټولو هغو وړ ښځو او نارینه وو ته بايد داسې يو پېغام واستول شي چې په بشپړه توګه کار ته راستانه شي او د خپلو ټولو وړتيا په کارولو سره  نه يوازې د هېواد د روان اقتصادي ناورين د مخنيوي له پاره هلې ځلې وکړي بلکې دې موضوع ته د هېواد د راتلونکي له پاره د مهم ګام په توګه فکر وکړي.»

ب. ص/ خ. ح (Reuters)