د افغانستان په ختیځ کې د زلزلو له کبله نږدې ۱۵۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې (UNHCR) مشر فلیپو ګراندي د چهارشنبې په ورځ (د سپټمبر ۳ ) د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزلې وروسته دې په پراخه پيمانه د افغان مهاجرو بیرته خپل هیواد ته ستنول بند کړي.
فلیپو ګراندي، په ایکس شبکه کې لیکلي: «د وضعیت په پام کې نیولو سره د پاکستان له حکومت څخه اپيل کوم چې خپل هیواد ته د بهرنیانو د بیرته ستولو پروګرام دې وځنډوي.»
دغه وړاندیز په یوه داسې وخت کې کیږي چې ژغورونکو ټيمونو د چهارشنبې په روځ هم د ژوندي پاتې شوو کسانو د ژغونې هڅه کوله، کوم چې زلزلې اغیزمن کړي و.
په ورته وخت کې په خیبر پښتونخوا کې پښتون ملتپاله سیاستوال او د پاکستان د سنا مجلس پخواني غړي افرافسیاب خټک په ایکس ټولنیزه شبکه کې د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ جاري ساتلو له کبله د پاکستان پر حکومت تنده نیوکه کړې ده.
خټک ویلي دي په داسې حال کې چې د کونړ خلک خپل مړي ښخوي او ټپیان روغتونونو ته استوي د پاکستان حکومت په پراخه پيمانه افغان مهاجر د تورخم له لارې په زوره افغانستان ته ور ټيل وهي.
د یکشنې په شپه د ریشتر په مقیاس ۶ درجې زلزلې د افغانستان په ختیځ کې د کونړ او ننګرهار ولایتونه په داسې حال کې چې خلک ویده ول ولړزول او بې شمیره خامه کورونه چې له خامو ښختو او خټو جوړ ول ونړول.
فلیپو ګرانډي، وویل چې زلزلې د افغانستان په ختیځ کې تر ۵۰۰ زرو ډیر کسان اغیزمن کړي دي او پر دې خبرې يې هم ټینګار وکړ چې «د پاکستان له طرفه د مرستو په ګډون د بسپنه ورکوونکو مرستې ډیرې مهمې او خوشحاله کوونکي دي.»
د افغان مهاجرو د بیرته ستنیدنې مهلت پای ته رسیدلی د پاکستاني چارواکو په وینا د پروف اف رجسټریشن (پي او آر) کارت لرونکو افغان پناه غوښتونکو د بیرته ستنیدو مهلت له پای ته رسیدو وروسته، زرګونه افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي او دغه لړۍ په افغانستان کې له خونړۍ زلزلې وروسته اوس هم روانه ده.
انځورونه: د سرپناو د موندلو له پاره د افغان مهاجرو سرګردانه ژوند
له پاکستان او ایرانه د ګڼ شمیر افغان مهاجرو اخراجول، په افغانستان کې بشري وضعیت سخت کړی دی. په سلونو زره اخراج شوي افغانان د ژوند کولو له پاره سرپناه نه لري. مرستندوی سازمانونو د یوې انساني فاجعې خبرداری ورکړی دی. انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance د تورخم بندر ته نژدې په دښته کې دغه درول شوې خېمې له پاکستانه د تازه اخراج شوو مهاجرو ډکې دي. د مهاجرو د ډېر شمیر له کبله خېمې ټولو ته نه رسیږي، ډېری مهاجر تر شنه آسمان لاندې میدان کې ژوند کوي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance له پاکستانه د افغانانو اخراج یوه افغان میرمن پر تورخم پوله له پاکستانه افغانستان ته د بېرته ستنېدو په حال کې ده. پاکستان هغو افغانانو ته چې په دغه هېواد کې داوسېدو قانوني اسناد نلري د تېرکال په اکتوبر کې یوه میاشت، یعنې د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړ چې له دغه هېواده ووځي. د افغانانو د اجباري اخراج د څرنګوالي په هکله دردونکې کېسې اورېدل کیږي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance کابل ته څېرمه د داخلي بېځایه شوو کورنیو په دغه کمپ کې ۱۵ کلن رحمت، د ژمي په سړې هوا کې پر وېلچر ناست دی. د جګړو له کبله د افغانستان ځپل شوی اقتصاد چې یوازې پر بهرنیو مرستو متکي وو، اوس د سقوط په حال کې دی. له پاکستان او ایرانه د افغان مهاجرو اخراج پر داخلي بېځایه شوو هم فشار زیات کړی دی.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance هغه افغانان چې په پاکستان کې د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي اوس کابل ښار ته څېرمه په یو کمپ خپل ځان د کثافاتو په سوځولو ګرموي. ډېری اخراج شوي افغانان په کمپونو کې اوسيږي او دوی د پخلي او ځان ګرمولو له پاره په کافي اندازه د سوند توګي نه لري. په دوی کې ډېری ېې داخلي بېځایه شوي هم دي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance په افغانستان کې له جګړو ور ها خوا د اقلیمي تغییراتو، په ځانګړې توګه د وچکالۍ له کبله هم په سلونو زره افغانان د خپلو کورنو او سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي. دوی تر ډېره د افغانستان لويو ښارونو ته نژدې هستوګن شوي او د بشري لحاظه په ډېر سخت وضعیت کې ژوند کوي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance له پاکستانه د افغانانو اخراج د تیر ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ پیل شو. ډيری اخراج شوي افغان مهاجر خپلو اصلي سیمو ته تر تلو دمخه پاکستان پولې ته نژدې په یو کمپ کې په راڼه ميدان کې خوب کوي. ځېنې ېې سرپنا او حتی خپلو اصلي سیمو ته د تلو له پاره د لارې مصرف نه لري. د طالبانو حکومت بیا وايي چې ولایتونو ته د دوی د استولو له پاره یې اقدامات عملي کړي دي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance ټول په راڼه مېدان کې او تر شنه آسمان لاندې تورخم سرحد ته نژدې افغانستان لور ته د مهاجرو له پاره کمپ جوړ شوی. ډېری دغه مهاجر خیمو ته لاسرسی نه لري، په راڼه مېدان کې شپې او ورځې تېروي. دوی سړې شپې په داسې شرایطو کې تېروې چې چت ېې آسمان او فرش ېې ځمکه ده.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance د ماشومانو د خوارځواکۍ خبرداری له ایران او پاکستان څخه د اخراج شوو افغانانو ډېره برخه ښځې او ماشومان تشکيلوي. د روغتیا نړېوال سازمان خبرداری ورکوی چې په افغانستان کې په ميلیونو ماشومان له خوارځواکۍ کړيږي او ښايي د نویو کډوالو راتګ دغه ستونزه لا پسې پراخه کړي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance ۱۴ کله فهیمه پلازمېنې کابل ته نژدې د یوې بېځایه شوې کورنۍ غړې ده چې د بې وزلۍ له کبله واده کولو ته اړ شوې ده. د ماشومانو له حقونو څخه د دفاع نړېوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې دغه وضعیت کولی شي په افغانستان کې ټولنیز بشري کړکیچ رامنځ ته کړي. په کم عمرونو کې ودونه، یو له هغو مواردو څخه دی چې د مهاجرو په کمپونو کې زیات شوی دی.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance کابل ښار ته څېرمه د بېځایه شوو کمپ ته نژدې یو افغان ماشوم خیرات یا ګدايي کوي. د ماشومانو ملاتړ کونکي سازمانونه وايي چې د بېځایه شوو او اخراج شوو مهاجرو وضعیت سبب کيږي چې ماشومان اجباري او شاقه کارونو ته مخه کړي او همدارنګه د ناوړه استفادې په معرض کې واقع شي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance تورخم سرحد ته نژدې په کمپ کې مهاجر د مرستو ترلاسه کولو له پاره په تمه دي. نړیوالو مرستندویانو په وار وار په افغانستان کې اړمنو خلکو سره د مرستو له پاره د بودیجې له کمښت څخه خبر ورکړی دی. د طالبانو له واکمنېدو وروسته اړمن افغانان لږ مرستې ترلاسه کوي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance دغه مدرسه هرات ښار ته نژدې د بېځایه شوو په یوه کمپ کې ده چې ماشومان پکې د ديني زدکړو پر مهال ليدل کيږي. طالبانو په ۲۰۲۱م کال کې د افغانستان تر نيولو وروسته، په دغه هېواد کې له اسلام څخه د خپل سخت تفسیر پر اساس شرایط وضع کړي دي. دوی په ټولنه کې شریعت تطبیقوي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance نجونو له پاره ديني مدرسته تورخم بندر ته نژدې د مهاجرو په کمپ کې یو شمېر نجونې په ديني مدرسه کې زده کړې کوي. طالبانو نجوني له شپږم ټولګي پورته او پوهنتونونو څخه منع کړي دي. د نړیوالو غبرګونو باوجود طالبان له خپل دغه دریځه نه دي په شا شوي. طالبان وايي نجونې په مدرسو کې کولی شي تعلیم وکړي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance پاکستان سره د تورخم پر پوله یو طالب جنګیالی په داسې حال کې امنیت ساتي چې افغان مهاجر د نوم ليکنې له پاره نوبت کې ولاړ دي. له پاکستان پرته ایران هم ګن شمېر نيول شوي افغانان اخراجوي. د ایراني چارواکو په خبره یوازې تېره یوه میاشت کې له ۶۰زرو ډېر بې اسناده افغانان له ایرانه اخراج شوي دي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance که له ېوې خوا له ايرانه افغانان ایستل کيږي، له بلې خوا بیرته دغه هیواد ته ورځي. په انځور کې يو شمېر افغانان ليدل کيږي چې زرنج ښار ته نژدې په یوه کنډواله کې دې ته انتظار باسي چې په غیرقانوني توګه ایران ته واوړي. د طالبانو په حاکمیت کې د اقتصادي ستونزو ډېرېدل د دغو مهاجرتونو له عمده عواملو څخه یو دی.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance دا په نیمروز ولایت کې ایران سرحد ته نژدې يو متروکه کور دی چې ایران ته تلونکي مهاجر راټول شوي او غواړي چې د شپې له تیارې څخه په استفاده پټ ایران لور ته واوړي او هلته ېې یو کار او غريبي موندلي وي تر څو ېې په هېواد کې خپلو کورنيو سره مرسته کړي وي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance افغان مهاجر باید له یو سرحدي ديواله ټوپ ووهي تر څو د ایران خاورې ته داخل شي. په وروستیو کې له پاکستانه د افغانانو ډلیز اخراج سبب شوی چې له افغانستانه ایران ته د ځوانو نارینه و بې نظمه مهاجرت ډېر شي. ځينې وخت ایراني پوله ساتونکې پر مهاجرو ډزې هم کوي چې یو شمېر ېې د لارو په اوږدو کې ټپیان او حتی خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance دا د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته نژدې یوه هدیره ده چې د ځايي خلکو په خبره ډېر داسې ځوانان په کې ښخ کړل شوي ایران ته د اوښتو پر مهال او یا د نورو دلایلو له وجې وژل شوي دي. ایران ته د مهاجرت یوه لار دا ده چې مهاجر لومړی پاکستان او بیا له هغه ځایه د ایران خاورې ته داخل شي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance
د طالبانو ادارې د تازه شمیرو له مخې په دغه زلزله کې ۱۴۶۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۷۰۰ نور ټپیان دي. پاکستان په تیرو څلورو لسیزو کې د جګړو پر مهال د سلګونو زرو افغانانو کوربتوب کړی دی.
د افغانان مهاجرو اخراج پاکستان په دغه هیواد د تاوتریخوالي ډکو بریدونو او تشدد په پيښو کې د زیاتوالي په استدلال په ۲۰۲۳م کال کې د افغان مهاجرو د بیرته ستنولو لړۍ پیل کړه.
د ملګرو ملتونو په حواله په دې ترڅ کې تر اوسه پورې له ۱۲۰ زرو(۱۲ لکه) ډیر افغان مهاجر دې ته اړ شوي چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي. یوازې په روان کال کې له ۴ لکه او ۴۳ زرو افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
دغه اخراج په ځانګړي توګه هغه ۱۳ لکه افغان مهاجر په نښه کوي چې د UNHCR له خوا ورته د «POR» کارتونه ورکړل شوي وو.
دوی ته د سپټمبر تر لومړۍ نیټې پورې مهلت ورکړل شوی و چې تر دې نیټې پورې دې یا پخپله خوښه له دغه هیواد څخه ووځي او یا به ونیول شي او په زوره به اخراج کړای شي.
په ژنیف کې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې ویاند بابر بلوچ خبریالانو ته وویل چې د کډوالو اداره «په راتلونکو ورځو کې په پراخه پیمانه د افغانانو بیرته ستنیدو ته امادګي نیسي» ځکه مهلت پای ته رسیدلی دی.
نوموړي وویل: «دغه خلک چې همدا اوس لا له ډیرو محدودو وسایلو سره ژوند کوي، اوس یوه ناورین ځپلي سیمې ته بیرته ستنیږي.»
پاکستان کې د افغان مهاجرو د راجستر کارتونو بیا تمدیدThis browser does not support the video element.