1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: په سوريه کي بنديان سخت شکنجه سوي

۱۳۹۹ اسفند ۱۲, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کي د سوریې د جنګ تر پیل لس کاله وروسته د دغه هيواد په زندانونو کي د زرونو ملکي بندیانو «د نه تصور وړ کړاونه» او شکنجه غندلې ده.

Theaterstück Der deutsche Stuhl Aufführung in Beirut
د ارشیف عکسانځور: Monika Borgmann

په هغه رپوټ کي چي د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د مارچ اوله) په سوریه کي د ملګرو ملتونو د تحقیقاتي کمېسيون له خوا خپور سو، راغلي دي چي د هغو په لسونو زرو ملکي کسانو سرنوشت چي د بشارالاسد د امنیتي قواو له خوا تښتول سوي دي، اوس هم نامعلوم دی.

خو د بندیانو په مقابل کي نه یوازي حکومت له زورزياتي څخه کار اخیستی دی، بلکي د جنګ ټولو نورو اړخونو هم.

د ملګرو ملتونو تحقیقاتي کمېسيون د خپل دغه رپوټ د جوړولو له پاره تر۲۵۰۰ زيات کسان د لسو کلونو په جریان کي پوښتلي دي. په دې ترځ کي کمېسيون په تقریباً سلو محبسونو کي د بندیګرت د شرایطو ارقام ارزیابي کړي دي.

په رپوټ کي راغلي دي چي اکثریت ورک سوي بندیان په دې منځ کي مړه سوي او یا اعدام سوي دي. له دغه زورزياتي سره نه یوازي نارینه، بلکي ښځي او کوچنیان هم مخامخ دي.

کمېسيون په خپل دغه رپوټ کي د سوریې د حکومت له خوا د شکنجې حداقل ۲۰ میتودونو د استعمال څخه خبره کړې ده. داسي چي بندیانو ته برقي شوک ورکول سوی، نوکان یې ایستل سوي، په لاسو یا پښو ځړول سوي، اورونه وراچول سوي او یا یې پر تناسلي آلو باندي دومره زور او فشار وارد سوی، چي چاودلي دي. د دې ترڅنګ سخت وهل ټکول سوي هم دي.

د رپوټ لیکونکو په ټول هیواد کي د یوه سخت «ملي ډیپریشن» خبره کړې ده او د جنګ د ټولو اړخونو او همدرانګه بین المللي ټولني د ژر تر ژره عکس العمل غوښتنه یې کړې ده.

د کمېسيون دغه نتایج به په لسو ورځو کي د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا له خوا وړاندي سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب